Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈姆里   段:

نمل

طٰسٓ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْقُرْاٰنِ وَكِتَابٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
طس [1]، دا د قرآن او څرګندوونكي كتاب آيتونه دي.
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
阿拉伯语经注:
هُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۙ
لارښوونه او زېرى دى مومنانو لپاره.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ ۟
هغوى چې لمونځونه ترسره كوي، زكات وركوي او پر آخرت باور كوي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ زَیَّنَّا لَهُمْ اَعْمَالَهُمْ فَهُمْ یَعْمَهُوْنَ ۟ؕ
بې شكه كوم كسان چې پر آخرت باور نه لري، موږ يې (بد) اعمال ورته ښايسته كړي؛ نو هغوى په همغو كې لالهانده دي.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَهُمْ سُوْٓءُ الْعَذَابِ وَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْاَخْسَرُوْنَ ۟
دا هغه كسان دي چې د هغوى لپاره بد عذاب دى او همدوى به په آخرت كې ډېر تاوانيان وي.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّكَ لَتُلَقَّی الْقُرْاٰنَ مِنْ لَّدُنْ حَكِیْمٍ عَلِیْمٍ ۟
او بې شكه چې تاته دا قرآن د يو ډېر پوه حكمت لرونکي ذات لخوا درښوول كيږي.
阿拉伯语经注:
اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِاَهْلِهٖۤ اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا ؕ— سَاٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ اٰتِیْكُمْ بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ ۟
ياد کړه کله چې موسی خپلې کور والا ته وويل: ما يو اور وليد، زر به څه خبر درته ترې راوړم يا به څه سكروټه درته راوړم تر څو تاسو تاوده شئ.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا جَآءَهَا نُوْدِیَ اَنْ بُوْرِكَ مَنْ فِی النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا ؕ— وَسُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
خو بيا چې ورغی نو آواز ورته وشو چې: مبارك دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې چاپېره يي دى او د مخلوقاتو پالونكي الله لره پاکي ده.
阿拉伯语经注:
یٰمُوْسٰۤی اِنَّهٗۤ اَنَا اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ
اى موسى همدا زه الله يم ډېر حكمت والا برلاسى.
阿拉伯语经注:
وَاَلْقِ عَصَاكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّلَمْ یُعَقِّبْ ؕ— یٰمُوْسٰی لَا تَخَفْ ۫— اِنِّیْ لَا یَخَافُ لَدَیَّ الْمُرْسَلُوْنَ ۟ۗۖ
او لکړه (امسا) دې وغورځوه! نو ويې ليدل چې هغه داسې خوځيږي لكه مار، نو (موسی) په څټ تاو شو او بيرته را ونه ګرځېد، ای موسى مه ويرېږه، بې شكه زما پر وړاندې رسولان نه وېريږي.
阿拉伯语经注:
اِلَّا مَنْ ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوْٓءٍ فَاِنِّیْ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
پرته له هغه چا چې ظلم يې كړى بيا يې له بدۍ وروسته ښېګڼه په بدل كې راوړه، نو بې شكه چې زه ډېر مهربان بخښونكى يم.
阿拉伯语经注:
وَاَدْخِلْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ ۫— فِیْ تِسْعِ اٰیٰتٍ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
او خپل لاس دې په ګرېوان كې ننباسه سپين ځلاند به راووځي بى عيبه (دا دواړه نښانې) په نهو نښانو كې دي فرعون او د هغه قوم ته، بې شكه هغوى بدكاره خلك وو.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ اٰیٰتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ
نو كله چې زموږ څرګندې نښانې هغوى ته ورغلې، وېلې دا خو ښكاره كوډې دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈姆里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭