Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈姆里   段:
فَلَمَّا جَآءَ سُلَیْمٰنَ قَالَ اَتُمِدُّوْنَنِ بِمَالٍ ؗ— فَمَاۤ اٰتٰىنِ اللّٰهُ خَیْرٌ مِّمَّاۤ اٰتٰىكُمْ ۚ— بَلْ اَنْتُمْ بِهَدِیَّتِكُمْ تَفْرَحُوْنَ ۟
كله چې هغه (استازى) سليمان ته ورغی، وېلې تاسو په مال زما مرسته كوئ؟ نو څه چې الله راكړي، له هغه څه غوره دي چې تاسو ته يې دركړي، خو تاسو په خپله ډالۍ خوشالېږئ.
阿拉伯语经注:
اِرْجِعْ اِلَیْهِمْ فَلَنَاْتِیَنَّهُمْ بِجُنُوْدٍ لَّا قِبَلَ لَهُمْ بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُمْ مِّنْهَاۤ اَذِلَّةً وَّهُمْ صٰغِرُوْنَ ۟
بېرته هغوى ته ورشه، موږ به له داسې لښكرو سره ورشو چې هغوى به يې د مقابلې نه وي او له هغه (ځايه) به يې په رسوايۍ وباسو او هغوى به خواران وي.
阿拉伯语经注:
قَالَ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَیُّكُمْ یَاْتِیْنِیْ بِعَرْشِهَا قَبْلَ اَنْ یَّاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ ۟
بيا يې وويل: ای درباريانو! ستاسو كوم يو به د هغې عرش راته راوړي، مخکې تر دې چې هغوی مسلمان شوي راشي؟
阿拉伯语经注:
قَالَ عِفْرِیْتٌ مِّنَ الْجِنِّ اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ تَقُوْمَ مِنْ مَّقَامِكَ ۚ— وَاِنِّیْ عَلَیْهِ لَقَوِیٌّ اَمِیْنٌ ۟
له پېريانو څخه يوه ستر ځواكمن (عفریت) وويل: زه به يې درته راوړم، مخكې له دې چې ته له خپله ځايه پاڅېږې، او زه خامخا په هغه باندې زورور او امانتداره يم.
阿拉伯语经注:
قَالَ الَّذِیْ عِنْدَهٗ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتٰبِ اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ یَّرْتَدَّ اِلَیْكَ طَرْفُكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهٗ قَالَ هٰذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّیْ ۫— لِیَبْلُوَنِیْۤ ءَاَشْكُرُ اَمْ اَكْفُرُ ؕ— وَمَنْ شَكَرَ فَاِنَّمَا یَشْكُرُ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ كَفَرَ فَاِنَّ رَبِّیْ غَنِیٌّ كَرِیْمٌ ۟
هغه كس چې د كتاب څه پوهه ورسره وه، وويل: زه به يې مخکې د سترګو له رپ څخه درته راوړم، نو كله چې هغه (تخت) يې خپلې خواته اېښودل شوى وليد، ويې ويل: دا زما د رب فضل دى، تر څو ما وازمويي چې شكر باسم كه ناشكري كوم او چا چې شكر واېست؛ نو يوازې د خپل ځان لپاره يې باسي او څوك چې ناشكري وكړي نو زما رب يقيناً بې پروا سخاوت والا دى.
阿拉伯语经注:
قَالَ نَكِّرُوْا لَهَا عَرْشَهَا نَنْظُرْ اَتَهْتَدِیْۤ اَمْ تَكُوْنُ مِنَ الَّذِیْنَ لَا یَهْتَدُوْنَ ۟
سليمان وويل: تخت يې ورته نا اشنا (بدل غوندې) كړئ چې وګورو دا يې پېژني او كه له هغو كسانو ده چې سمه لار نه مومي.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا جَآءَتْ قِیْلَ اَهٰكَذَا عَرْشُكِ ؕ— قَالَتْ كَاَنَّهٗ هُوَ ۚ— وَاُوْتِیْنَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِیْنَ ۟
نو كله چې راغله ورته وويل شول: آيا ستا تخت همداسى دى؟ وېلې: دا لكه چې همغه دى، موږ ته لا مخكې علم راكړى شوى و او موږ مسلمانان وو.
阿拉伯语经注:
وَصَدَّهَا مَا كَانَتْ تَّعْبُدُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كٰفِرِیْنَ ۟
او له هغه څه يې ايساره كړه چې له الله پرته به يې لمانځل، يقيناً هغه له يو كافر قوم څخه وه.
阿拉伯语经注:
قِیْلَ لَهَا ادْخُلِی الصَّرْحَ ۚ— فَلَمَّا رَاَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَّكَشَفَتْ عَنْ سَاقَیْهَا ؕ— قَالَ اِنَّهٗ صَرْحٌ مُّمَرَّدٌ مِّنْ قَوَارِیْرَ ؕ۬— قَالَتْ رَبِّ اِنِّیْ ظَلَمْتُ نَفْسِیْ وَاَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمٰنَ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
(بيا) هغې ته وويل شول: بنګلې ته ننوځه، نو چې ويې ليده، ګومان يې وكړ چې ډنډ دى او پايڅې يې له پنډيو پورته كړې سليمان وويل: دا د شيشې هواره بنګله ده، هغې وويل: زما ربه! ما پر خپل ځان ظلم كړى و او (اوس) ما له سليمان سره د مخلوقاتو پالونكي الله ته غاړه كېښودله.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈姆里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭