Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈姆里   段:
وَجَحَدُوْا بِهَا وَاسْتَیْقَنَتْهَاۤ اَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَّعُلُوًّا ؕ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟۠
او هغوى د ظلم او لويۍ له كبله نټه ترې وكړه، حال دا چې زړونو يې يقين پرې كړى و، نو ګوره چې د هغو مفسدانو پايله بيا څنګه شوه؟
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ عِلْمًا ۚ— وَقَالَا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ فَضَّلَنَا عَلٰی كَثِیْرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او په رېښتيا داود او سليمان ته موږ پوهه ورکړې وه او دواړو ويل چې هغه الله لره ستاينه ده چې موږ ته يې پر خپلو ډېرو مومنو بندګانو غوراوی راكړى.
阿拉伯语经注:
وَوَرِثَ سُلَیْمٰنُ دَاوٗدَ وَقَالَ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّیْرِ وَاُوْتِیْنَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِیْنُ ۟
او سليمان بيا د داود وارث شو او ويې ويل: ای خلكو موږ ته د مرغانو ژبه زده کړل شوې او هر څه راكړل شوي دي، دا خامخا (د الله) ښكاره لورينه ده.
阿拉伯语经注:
وَحُشِرَ لِسُلَیْمٰنَ جُنُوْدُهٗ مِنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ وَالطَّیْرِ فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟
د سليمان لپاره د پيريانو او انسانانو او مرغانو لښكرې راغونډې كړاى شوې وې او هغوى تر پوره انضباط لاندې ساتل كېدل.
阿拉伯语经注:
حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَوْا عَلٰی وَادِ النَّمْلِ ۙ— قَالَتْ نَمْلَةٌ یّٰۤاَیُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوْا مَسٰكِنَكُمْ ۚ— لَا یَحْطِمَنَّكُمْ سُلَیْمٰنُ وَجُنُوْدُهٗ ۙ— وَهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
تر دې چې د مېږيانو ناو ته ورسېدل، يو مېږي وويل: اې مېږيانو خپلو کورونو ته ننوځئ، هسې نه چې سليمان او د هغه لښكرې مو مات كړي او هغوى به خبر هم نه وي.
阿拉伯语经注:
فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّنْ قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِیْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَعَلٰی وَالِدَیَّ وَاَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَاَدْخِلْنِیْ بِرَحْمَتِكَ فِیْ عِبَادِكَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
نو سليمان د هغه په خبره مسكی په خندا شو او ويې ويل: زما ربه! توفیق راکړې ماته چې ستا د هغه نعمت شكر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې پېرزو كړى او دا چې زه سم كارونه وكړم كوم چې ته يې خوښوې او په خپل رحمت سره مې خپلو نېكو بندګانو كې شامل كړې!
阿拉伯语经注:
وَتَفَقَّدَ الطَّیْرَ فَقَالَ مَا لِیَ لَاۤ اَرَی الْهُدْهُدَ ۖؗ— اَمْ كَانَ مِنَ الْغَآىِٕبِیْنَ ۟
او (يو بل ځل) هغه د مرغانو پلټنه کوله نو ويې ويل: څه خبره ده چې هغه ملاچرګك نه وينم؟ كه (رېښتيا هم) ناسوب دى.
阿拉伯语经注:
لَاُعَذِّبَنَّهٗ عَذَابًا شَدِیْدًا اَوْ لَاَاذْبَحَنَّهٗۤ اَوْ لَیَاْتِیَنِّیْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟
هرومرو به سخت عذاب ورکړم، يا به يې حلالوم يا دا چې څه ښكاره دليل به راته راوړي.
阿拉伯语经注:
فَمَكَثَ غَیْرَ بَعِیْدٍ فَقَالَ اَحَطْتُّ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ وَجِئْتُكَ مِنْ سَبَاٍ بِنَبَاٍ یَّقِیْنٍ ۟
نو لاډېر ځنډېدلى نه و چې ويې ويل: زه له يو داسې څه خبر شوم چې ته نه يې ترې خبر او له (سبا) نه مې يو باوري خبر درته راوړى دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈姆里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭