Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 盖萨斯   段:
وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَنُرِیَ فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَجُنُوْدَهُمَا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَحْذَرُوْنَ ۟
او په ځمكه كې هغوى ته واكمني وركړو او فرعون، هامان او لښكرو ته يې له هغوى (بنى اسرائيلو) څخه هغه څه ور وښايو چې ترې وېرېدل به.
阿拉伯语经注:
وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اُمِّ مُوْسٰۤی اَنْ اَرْضِعِیْهِ ۚ— فَاِذَا خِفْتِ عَلَیْهِ فَاَلْقِیْهِ فِی الْیَمِّ وَلَا تَخَافِیْ وَلَا تَحْزَنِیْ ۚ— اِنَّا رَآدُّوْهُ اِلَیْكِ وَجَاعِلُوْهُ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
او ښوونه وکړه موږ مور د موسى ته چې ته شېدې ورکوه ده لره خو كله چې پرې ووېرېدلې نو په سيند كې يې وغورځوه او څه وېره او خپګان مه كوه بې شكه موږ يې تا ته بيا راوستونكي او په رسولانو كې د هغه شاملوونكي يو.
阿拉伯语经注:
فَالْتَقَطَهٗۤ اٰلُ فِرْعَوْنَ لِیَكُوْنَ لَهُمْ عَدُوًّا وَّحَزَنًا ؕ— اِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَجُنُوْدَهُمَا كَانُوْا خٰطِـِٕیْنَ ۟
نو راپورته کړ هغه لره د فرعون كورنۍ تر څو د هغوى لپاره دښمن او خپګان جوړ شي، بې شكه فرعون، هامان او د هغوى لښكرې، ټول خطا كاران (غوليدلي) وو.
阿拉伯语经注:
وَقَالَتِ امْرَاَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَیْنٍ لِّیْ وَلَكَ ؕ— لَا تَقْتُلُوْهُ ۖۗ— عَسٰۤی اَنْ یَّنْفَعَنَاۤ اَوْ نَتَّخِذَهٗ وَلَدًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
او د فرعون مېرمن وويل: (دا) زما او ستا لپاره د سترګو يخوالى دى، مه يې وژنئ، كېداى شي څه ګټه راورسوي يا به يې خپل زوى وګرځوو، حال دا چې هغوى نه پوهېدل.
阿拉伯语经注:
وَاَصْبَحَ فُؤَادُ اُمِّ مُوْسٰی فٰرِغًا ؕ— اِنْ كَادَتْ لَتُبْدِیْ بِهٖ لَوْلَاۤ اَنْ رَّبَطْنَا عَلٰی قَلْبِهَا لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او د موسى د مور زړه (د زوی د غم پرته) له هر څه نه تش (اوزګار) شو، نېږدې وه چې د هغه څرګندونه وكړي، كه موږ يې زړه نه واى ټينګ كړى، تر څو هغه له باور كوونكو واوسي.
阿拉伯语经注:
وَقَالَتْ لِاُخْتِهٖ قُصِّیْهِ ؗ— فَبَصُرَتْ بِهٖ عَنْ جُنُبٍ وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ
او د هغه (موسى) خور ته يې وويل چې ورپسې شه نو هغې به له لرې ورته كتل چې هغوى نه ورباندې پوهېدل.
阿拉伯语经注:
وَحَرَّمْنَا عَلَیْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰۤی اَهْلِ بَیْتٍ یَّكْفُلُوْنَهٗ لَكُمْ وَهُمْ لَهٗ نٰصِحُوْنَ ۟
او موږ پر هغه لا مخكې پۍ وركوونكې حرامې كړې وې، نو (خور يې) وويل: آيا زه د يو داسې كور د خلكو درك دركړم چې هغه درته وساتي او د ده خير غوښتونكي وي.
阿拉伯语经注:
فَرَدَدْنٰهُ اِلٰۤی اُمِّهٖ كَیْ تَقَرَّ عَیْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ اَنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
نو بيا مو هغه بيرته خپلې مور ته ورستون كړ، تر څو د هغې سترګې يخې او غمجنه نه شي او وپوهيږي چې د الله ژمنه حقه وه خو زياتره يې نه پوهيږي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 盖萨斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭