Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 盖萨斯   段:
وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَزِیْنَتُهَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠
او تاسي ته چې څه دركړ شوي، هغه خو د دنيوي ژوند وسايل او ښكلا ده، خو څه چې الله سره دي هغه غوره او ډېر پايېدونكي دي، آيا نو تاسي عقل نه كاروئ؟
阿拉伯语经注:
اَفَمَنْ وَّعَدْنٰهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِیْهِ كَمَنْ مَّتَّعْنٰهُ مَتَاعَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ثُمَّ هُوَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟
آيا نو هغه كس چې موږ غوره ژمنه وركړې او هغه يې موندونكى وي، د هغه چا غوندې دى چې (يوازې) د دنيوي ژوند سامان مو وركړى، بيا به هغه د قيامت په ورځ (عذاب ته) له حاضرېدونكو څخه وي.
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟
او (په) كومه ورځ چې آواز ورته وكړي: زما هغه شريكان چېرته دي چې تاسو به ګومان كولو؟
阿拉伯语经注:
قَالَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَغْوَیْنَا ۚ— اَغْوَیْنٰهُمْ كَمَا غَوَیْنَا ۚ— تَبَرَّاْنَاۤ اِلَیْكَ ؗ— مَا كَانُوْۤا اِیَّانَا یَعْبُدُوْنَ ۟
بيا به هغه كسان ووايي كوم چې (د عذاب) خبره ورباندې ثابته شوې: اې زموږ ربه! همدغه خلك دي چې موږ بې لارې كړي وو، داسې مو بې لارې كړي وو لكه موږ چې بې لارې شوي وو، موږ تاته له هغوى نه بېزاري څرګندوو، دوى زموږ عبادت نه كولو.
阿拉伯语经注:
وَقِیْلَ ادْعُوْا شُرَكَآءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَرَاَوُا الْعَذَابَ ۚ— لَوْ اَنَّهُمْ كَانُوْا یَهْتَدُوْنَ ۟
او وبه ويل شي، خپل شريكان مو راوبولئ، نو هغوى به يې راوبولي خو هغوى به څه ځواب ورنه كړي او عذاب به وويني، ( او وایې به ) كاشكې دوى پوهېدلی (چې دا شریکان هیڅ مرسته نشي کولی).
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ مَاذَاۤ اَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
او هغه ورځ چې دوى ته غږ وكړي وايي څه ځواب وركړی و تاسو رسولانو ته؟
阿拉伯语经注:
فَعَمِیَتْ عَلَیْهِمُ الْاَنْۢبَآءُ یَوْمَىِٕذٍ فَهُمْ لَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟
نو هغه ورځ به ټول خبرونه (ځوابونه) ورباندې پټ كړی شي بيا به يو بل پوښتلى هم نه شي.
阿拉伯语经注:
فَاَمَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مِنَ الْمُفْلِحِیْنَ ۟
نو چا چې توبه وكړه، ايمان يې راوړو او نېك عمل يې وكړ، نیږدې دی چې هغه له بري موندونكو څخه وي.
阿拉伯语经注:
وَرَبُّكَ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ وَیَخْتَارُ ؕ— مَا كَانَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
او ستا رب چې څه غواړي هغه پيدا كوي او غوره كوي يې، د دوى څه اختيار نشته، الله لره پاكي ده او له هغه څه ډېر اوچت دى چې دوى يې ورسره شريكوي.
阿拉伯语经注:
وَرَبُّكَ یَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟
او ستا پالونکي پوهیږي په هغه څه چې د هغوى سينې يې پټوي او هغه چې څرګندوي يې.
阿拉伯语经注:
وَهُوَ اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— لَهُ الْحَمْدُ فِی الْاُوْلٰی وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَلَهُ الْحُكْمُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
او همغه الله دى، له هغه پرته كوم بل لایق د عبادت نشته، همغه لره ستاينه ده په دنيا او آخرت كې او حكم د هغه دى او د همغه لور ته به ورستنېږئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 盖萨斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭