Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 盖萨斯   段:
وَلَمَّا بَلَغَ اَشُدَّهٗ وَاسْتَوٰۤی اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او كله چې خپلې ځوانۍ ته ورسېد او سم برابر شو؛ نو موږ هغه ته حكمت او علم وركړ او نېكانو ته همدغسې بدله وركوو.
阿拉伯语经注:
وَدَخَلَ الْمَدِیْنَةَ عَلٰی حِیْنِ غَفْلَةٍ مِّنْ اَهْلِهَا فَوَجَدَ فِیْهَا رَجُلَیْنِ یَقْتَتِلٰنِ ؗ— هٰذَا مِنْ شِیْعَتِهٖ وَهٰذَا مِنْ عَدُوِّهٖ ۚ— فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِیْ مِنْ شِیْعَتِهٖ عَلَی الَّذِیْ مِنْ عَدُوِّهٖ ۙ— فَوَكَزَهٗ مُوْسٰی فَقَضٰی عَلَیْهِ ؗ— قَالَ هٰذَا مِنْ عَمَلِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِیْنٌ ۟
او هغه (يو ځل) ښار ته په داسې وخت کې ننوت چې خلك يې (د غرمې د خوب) په غفلت كې وو؛ نو هلته يې دوه كسان خپلو كې سره په جګړه وموندل، دا يو يې د خپل قوم او بل يې له دښمن قوم څخه و؛ نو د هغه د قوم سړي د هغه بل دښمن قوم سړي پر خلاف له هغه (موسى) مرسته وغوښته، خو موسى چې هغه بل يو سوك وواهه، ختم يې كړ، وېلې: دا د شيطان كار و، بې شكه هغه يو څرګند بې لارې كوونكى دښمن دى.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ ظَلَمْتُ نَفْسِیْ فَاغْفِرْ لِیْ فَغَفَرَ لَهٗ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
وېلې زما ربه! ما پر خپل ځان ظلم وكړ، نو ما ته بخښنه وكړې، الله هغه ته بخښنه وكړه، بې شكه همغه ډېر مهربان بخښونكى دى.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ فَلَنْ اَكُوْنَ ظَهِیْرًا لِّلْمُجْرِمِیْنَ ۟
وېلې زما ربه! د هغې پېرزوينې له امله چې تا راباندې كړې، بيا به زه هيڅكله د مجرمانو ملاتړی نه شم.
阿拉伯语经注:
فَاَصْبَحَ فِی الْمَدِیْنَةِ خَآىِٕفًا یَّتَرَقَّبُ فَاِذَا الَّذِی اسْتَنْصَرَهٗ بِالْاَمْسِ یَسْتَصْرِخُهٗ ؕ— قَالَ لَهٗ مُوْسٰۤی اِنَّكَ لَغَوِیٌّ مُّبِیْنٌ ۟
نو (بله ورځ) سهار وېرېدونكى او په څار څار كې و چې دا دى كوم تن چې پرون يې مرسته ترې غوښتې وه، بيا چېغې ورته وهي، موسى ورته وويل: ته خو يقيناً ښكاره بې لارې يې.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّاۤ اَنْ اَرَادَ اَنْ یَّبْطِشَ بِالَّذِیْ هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا ۙ— قَالَ یٰمُوْسٰۤی اَتُرِیْدُ اَنْ تَقْتُلَنِیْ كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْاَمْسِ ۗ— اِنْ تُرِیْدُ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَ جَبَّارًا فِی الْاَرْضِ وَمَا تُرِیْدُ اَنْ تَكُوْنَ مِنَ الْمُصْلِحِیْنَ ۟
نو كله چې موسى وغوښتل هغه كس راونيسي كوم چې د دواړو دښمن و، نو هغه وويل ای موسى! ته غواړې چې هغه شان ما هم ووژنې لكه پرون دې چې يو كس ووژلو، ته بل څه نه غواړې پرته له دې چې په دې سيمه كې د يو زورواكي په توګه واوسې او نه غواړې چې سوله ګرى شې.
阿拉伯语经注:
وَجَآءَ رَجُلٌ مِّنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ یَسْعٰی ؗ— قَالَ یٰمُوْسٰۤی اِنَّ الْمَلَاَ یَاْتَمِرُوْنَ بِكَ لِیَقْتُلُوْكَ فَاخْرُجْ اِنِّیْ لَكَ مِنَ النّٰصِحِیْنَ ۟
بيا يو سړى د ښار له لرې سيمې په منډه راغى وېلې اې موسى! مشران ستا په هكله مشورې كوي چې ودې وژني، نو ځان وباسه، زه بالكل ستا لپاره خير غوښتونكى يم.
阿拉伯语经注:
فَخَرَجَ مِنْهَا خَآىِٕفًا یَّتَرَقَّبُ ؗ— قَالَ رَبِّ نَجِّنِیْ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
نو په څار څار ترې ووتو، وېلې زما ربه له ظالمانو مې وژغورې!
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 盖萨斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭