Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 罗姆   段:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلُ ؕ— كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّشْرِكِیْنَ ۟
ووايه: وګرځئ په زمكه كې نو وګورئ انجام د هغو خلكو چې مخكې تېر شوي، ډیر د هغوى نه مشرکان وو.
阿拉伯语经注:
فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ الْقَیِّمِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ یَوْمَىِٕذٍ یَّصَّدَّعُوْنَ ۟
نو د سم دین په لور دې مخ ور برابر کړه، د هغې ورځې له راتلو مخكې چې د الله لخوا يې بيرته ګرځېدل نشته، په دغه ورځ چې خلک سره بیل شي.
阿拉伯语经注:
مَنْ كَفَرَ فَعَلَیْهِ كُفْرُهٗ ۚ— وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِاَنْفُسِهِمْ یَمْهَدُوْنَ ۟ۙ
چا چې کفر کړی دی نو په هغه باندې به سزا د کفر د هغه وي، او چا چې سم كار وكړ نو خپلو ځانو ته (په جنت كې) ځايونه برابروي.
阿拉伯语经注:
لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْكٰفِرِیْنَ ۟
ترڅو هغو کسانو ته له خپلې لورینې بدله ورکړي چې ایمان یې راوړی او سم کارونه یې کړي، بې شکه هغه (الله) کافران نه خوښوي.
阿拉伯语经注:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ یُّرْسِلَ الرِّیٰحَ مُبَشِّرٰتٍ وَّلِیُذِیْقَكُمْ مِّنْ رَّحْمَتِهٖ وَلِتَجْرِیَ الْفُلْكُ بِاَمْرِهٖ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او د هغه له نښانو نه (بل) دا چې زېرى وركونكي بادونه ليږي چې تاسي ته د خپل رحمت نه څه دروڅكي، بېړۍ ګانې يې په امر وچليږي، تاسي د هغه فضل ولټوئ او ښایي شكر يې وباسئ.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا اِلٰى قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا ؕ— وَكَانَ حَقًّا عَلَیْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او خامخا لیږلي و موږ له تا مخكې پېغمبران د هغوى خپلو قومو ته او له څرګندو نښانو سره ورغلل چې بيا مو له هغو كسانو چې جرمونه يې كړي وو، غچ هم واخيست او له مومنانو سره مرسته پر موږ حق وه.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ فَتُثِیْرُ سَحَابًا فَیَبْسُطُهٗ فِی السَّمَآءِ كَیْفَ یَشَآءُ وَیَجْعَلُهٗ كِسَفًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ ۚ— فَاِذَاۤ اَصَابَ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
الله هغه ذات دى چې بادونه ليږي چې هغه بيا ورېځې پورته كوي او بيا څنګه چې وغواړي په اسمان كې يې خپروي او ټوټې ټوټې يې كوي، بيا وينې چې د باران څاڅكي يې له منځه راوځي، نو بيا يې چې له خپلو بندګانو چاته وغواړي رسوي، هغوى يو دم خوشاله شي.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّنَزَّلَ عَلَیْهِمْ مِّنْ قَبْلِهٖ لَمُبْلِسِیْنَ ۟
اګر چې دوی وو وړاندې له باران راورېدلو پر دوی ناهیلي.
阿拉伯语经注:
فَانْظُرْ اِلٰۤی اٰثٰرِ رَحْمَتِ اللّٰهِ كَیْفَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ لَمُحْیِ الْمَوْتٰى ۚ— وَهُوَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
نو د الله د رحمت نښانو ته وګوره چې څرنګه مړه زمكه راژوندۍ كوي، بې شكه هغه د مړو راژوندى كونكى او هغه په هر څه قادر دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 罗姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭