Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 罗姆   段:
وَلَىِٕنْ اَرْسَلْنَا رِیْحًا فَرَاَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوْا مِنْ بَعْدِهٖ یَكْفُرُوْنَ ۟
او كه يو داسې باد ولېږو چې بيا (خپل كښتونه) تك زېړ وويني نو له هغه وروسته به خامخا په كفر لاس پورې كوي.
阿拉伯语经注:
فَاِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟
نو ته خو مړو ته نه شې ور اورولاى او نه هغو كڼو ته بلنه ور اورولاى شې چې بيرته په شا ګرځېدونكي وي.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِ الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟۠
او ته له بې لاريتوب نه د ړندو راوېستونكى هم نه يې، ته له هغه چا پرته بل چا ته نه شې ور اورولاى چې زموږ پر آيتونو باور كوي او هغوی غاړه اېښودونكي وي.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ ضُؔعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضُؔعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضُؔعْفًا وَّشَیْبَةً ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیْمُ الْقَدِیْرُ ۟
الله هغه ذات دى چې تاسي يې له كمزورتيا څخه پيدا كړئ، بيا يې له كمزورۍ وروسته قوت دركړ، بيا يې له قوت وروسته كمزورتيا او زوړوالى، څه يې چې خوښه وي پيدا كوي يې او هماغه ډېر پوه قدرت والا دى.
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُقْسِمُ الْمُجْرِمُوْنَ ۙ۬— مَا لَبِثُوْا غَیْرَ سَاعَةٍ ؕ— كَذٰلِكَ كَانُوْا یُؤْفَكُوْنَ ۟
او كله چې قيامت ترسره كيږي مجرمان به قسمونه كوي چې له يو ساعت پرته زيات نه دي ځنډېدلي! دوى به همداسې (له حق نه) ګرځول كېدل.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَالْاِیْمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ اِلٰى یَوْمِ الْبَعْثِ ؗ— فَهٰذَا یَوْمُ الْبَعْثِ وَلٰكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
او چا ته چې علم او ايمان وركړل شوى هغوى به وايي: تاسي خو د الله په كتاب كې د پاڅون تر ورځې ځنډېدلي ياست، نو دا د پاڅون ورځ ده خو تاسي نه پوهېدلئ.
阿拉伯语经注:
فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟
نو په هغه ورځ به ظالمانو ته د هغوى عذر غوښتل هيڅ ګټه ونه رسوي او نه به توبه ویستل ( او اطاعت) ترې وغوښتل شي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَلَىِٕنْ جِئْتَهُمْ بِاٰیَةٍ لَّیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُبْطِلُوْنَ ۟
او بې شكه موږ د خلكو لپاره په دې قراّن كې هر ډول بيان كړى، او كه چېرې ته كومه نښانه ورته راوړې، كافران به خامخا وايي چې تاسي له باطل ويونكو پرته بل څه نه ياست.
阿拉伯语经注:
كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
په همدې توګه الله د هغو خلكو په زړونو باندې ټاپه وهي چې نه پوهيږي.
阿拉伯语经注:
فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلَا یَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِیْنَ لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠
نو صبر وكړه، يقيناً د الله ژمنه رښتينې ده او هغه خلك دې تا هيڅكله بې ثباته او کم ونه مومي چې يقين نه كوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 罗姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭