Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 宰姆拉   段:
اَوْ تَقُوْلَ لَوْ اَنَّ اللّٰهَ هَدٰىنِیْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
يا (داسې) (و نه) وايي چې كه الله راته سمه لار ښوولې واى، زه به هم هرومرو له پرهیزګارانو څخه وم.
阿拉伯语经注:
اَوْ تَقُوْلَ حِیْنَ تَرَی الْعَذَابَ لَوْ اَنَّ لِیْ كَرَّةً فَاَكُوْنَ مِنَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
يا (و نه) وايي كله چې عذاب وويني: كاشكي زما بل وار ورتګ واى، بيا به زه له نېكانو څخه وم.
阿拉伯语经注:
بَلٰی قَدْ جَآءَتْكَ اٰیٰتِیْ فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
داسې نه ده؛ تا ته خو زموږ آيتونه درغلي وو خو تا دروغ وګڼل، كبر دې پرې وكړ او له كافرانو څخه شوې.
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ تَرَی الَّذِیْنَ كَذَبُوْا عَلَی اللّٰهِ وُجُوْهُهُمْ مُّسْوَدَّةٌ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟
او وبه وينې چې د قيامت په ورځ د هغو كسانو مخونه تور شوي وي چا چې په الله دروغ ويلي، اّيا د كبر كوونكو استوګنځى په جهنم كې نه دى؟
阿拉伯语经注:
وَیُنَجِّی اللّٰهُ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ ؗ— لَا یَمَسُّهُمُ السُّوْٓءُ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
او نجات به ورکړي الله کاملو پرهیزګارانو ته په کامیابۍ د دوی [ځکه چې دوی د نجات اسباب کارولي وو] نه به څه تکلیف ور ورسیږي او نه به غمجن وي.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ ؗ— وَّهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ وَّكِیْلٌ ۟
الله د هر شي پيدا كوونكى او همغه د هر څه ساتونكى دى.
阿拉伯语经注:
لَهٗ مَقَالِیْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠
هغه لره د اسمانو او ځمكې کونجي ګانې (کلیانې) دي، او كومو خلكو چې د الله په ايتونو كفر كړى همغوى تاوانيان دي.
阿拉伯语经注:
قُلْ اَفَغَیْرَ اللّٰهِ تَاْمُرُوْٓنِّیْۤ اَعْبُدُ اَیُّهَا الْجٰهِلُوْنَ ۟
ووايه نو آيا تاسو راته امر كوئ چې له الله پرته د بل چا بنده ګي وکړم اې جاهلانو!
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اُوْحِیَ اِلَیْكَ وَاِلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ— لَىِٕنْ اَشْرَكْتَ لَیَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
قسم دی خامخا په تحقیق سره تا ته هم دا وحى شوې او له تا مخكينيو ته هم چې كه شرك دې وكړ، هرومرو به دې عمل هم برباد شي او هرومرو به له زيانمنو هم شې.
阿拉伯语经注:
بَلِ اللّٰهَ فَاعْبُدْ وَكُنْ مِّنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟
بلكې یوازې د یو الله عبادت کوه او له شكر کوونکو څخه اوسه.
阿拉伯语经注:
وَمَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ ۖۗ— وَالْاَرْضُ جَمِیْعًا قَبْضَتُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَالسَّمٰوٰتُ مَطْوِیّٰتٌ بِیَمِیْنِهٖ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
او هغوى د الله هغه شان درناوى ونه كړ څنګه چې ښايي، حال دا چې ځمكه به ټوله د قيامت په ورځ د هغه په موټي كې وي، او اسمانونه به د ده په ښي لاس كې نغښتي وي، هغه لره پاكي ده او له هغه څه ډېر لوړ دى چې هغوى يې (ورسره) شريكوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 宰姆拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭