Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 宰姆拉   段:
فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَبَ عَلَی اللّٰهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ اِذْ جَآءَهٗ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟
پس له هغه چا لوى ظالم څوك دى چې پر الله دروغ تړي، او رېښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رېښتیا) ده ته راشي؟ آیا په دوزخ كې د كافرانو لپاره هستوګنځى نشته؟
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْ جَآءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُتَّقُوْنَ ۟
او هغه چا چې راتګ کړی په صدق [چې خبر یې د واقع مطابق وي] او عمل یی ورباندې کړی وي همدوی پرهیزګاران دي.
阿拉伯语经注:
لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۚۖ
د هغوى لپاره د خپل رب پر وړاندې هغه څه دي چې هغوى يې غواړي، دغه د نېكانو بدله ده.
阿拉伯语经注:
لِیُكَفِّرَ اللّٰهُ عَنْهُمْ اَسْوَاَ الَّذِیْ عَمِلُوْا وَیَجْزِیَهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
انجام به دا شي چې الله له هغوی هغه ناوړه کړنې له منځه يوسي چې کړې يې دي اوهغوی ته يې د هغه څه غوره بدله ورکړي چې کول يې.
阿拉伯语经注:
اَلَیْسَ اللّٰهُ بِكَافٍ عَبْدَهٗ ؕ— وَیُخَوِّفُوْنَكَ بِالَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟ۚ
آیا الله خپل بنده ته بسنه نه کوي او هغوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له هغه (الله) پرته دي او څوك چې الله يې لارورکی كړي، نو د هغه لپاره هیڅ لار ښوونكى نشته.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّضِلٍّ ؕ— اَلَیْسَ اللّٰهُ بِعَزِیْزٍ ذِی انْتِقَامٍ ۟
او چاته چې الله لارښوونه وكړي نو بيا يې څوك بې لارې كوونكى نشته، اّيا الله برلاسى غچ اخېستونکی نه دى؟
阿拉伯语经注:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلْ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ اَرَادَنِیَ اللّٰهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كٰشِفٰتُ ضُرِّهٖۤ اَوْ اَرَادَنِیْ بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكٰتُ رَحْمَتِهٖ ؕ— قُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ ؕ— عَلَیْهِ یَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟
او كه ته پوښتنه وکړې د هغوی څخه چې اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ هرومرو به وايي چې الله! ورته ووايه: خبر راکړئ د هغه څه په اړه چې تاسو یی له الله پرته عبادت کوئ؟ كه ماته الله لږ ضرر رسول وغواړي، آيا هغوى هغه ضرر لرې کولی شي؟ يا كه ماته څه رحمت وغواړي آيا هغوى يې د رحمت بندوونكي دي؟ ورته ووايه الله مې بس دى، بروسه کوونکي (يوازي) پر هغه بروسه كوي.
阿拉伯语经注:
قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
ووايه: ای زما قومه! تاسو پخپله طریقه عمل كوئ زه هم عمل كوونكى يم پس زر به پوه شئ.
阿拉伯语经注:
مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَیَحِلُّ عَلَیْهِ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟
چې چاته شرموونكى عذاب راځي او تلپاتې سزا ورباندې راپرېوزي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 宰姆拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭