Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 宰姆拉   段:
وَبَدَا لَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او څه يې چې كړي د هغو بدۍ به ورته راښكاره شي او په كوم شي يې چې ملنډې وهلې هغه به ترې چاپېر شي.
阿拉伯语经注:
فَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ؗ— ثُمَّ اِذَا خَوَّلْنٰهُ نِعْمَةً مِّنَّا ۙ— قَالَ اِنَّمَاۤ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ ؕ— بَلْ هِیَ فِتْنَةٌ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
پس انسان [کافر] ته چې كله څه تكليف ورسيږي، نو موږ رابولي، بيا چې له خپل لوري كوم نعمت وركړو، وايي دا خو يوازې ماته په خپله پوهه راكړل شوي دي، (نه) په اصل كې هغه يو امتحان دى خو ډېری يې نه پوهيږي.
阿拉伯语经注:
قَدْ قَالَهَا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
په تحقیق سره له هغوى مخكې خلكو هم دا بده خبره كړې وه پس دفع نه کړ له دوی څخه هیڅ شی [عذاب] هغه چې دوی یې کسب کاوه.
阿拉伯语经注:
فَاَصَابَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا ؕ— وَالَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ هٰۤؤُلَآءِ سَیُصِیْبُهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا ۙ— وَمَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟
نو څه يې چې كړي وو د هغو بدۍ ورته ورسېدلې، او له دغو خلكو هم چا چې ظلمونه كړي، د خپلو کړنو بدۍ به زر ورته ورسيږي او هغوى (موږ لره) عاجزوونكي نه دي.
阿拉伯语经注:
اَوَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
آيا نه دي پوهېدلي چې الله چاته وغواړي روزي يې پراخوي او (يايې) كموي؟ بېشكه په دې كې د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې ايمان راوړي.
阿拉伯语经注:
قُلْ یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اَسْرَفُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
ته ورته ووايه: ای زما هغو بندګانو چې پر ځانو يې ظلم كړى د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، يقيناً الله ټول ګناهونه بخښي بېشكه همغه ډېر بخښونكى مهربان دى.
阿拉伯语经注:
وَاَنِیْبُوْۤا اِلٰی رَبِّكُمْ وَاَسْلِمُوْا لَهٗ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ ۟
او خپل پالونکي ته مو وروګرځئ او هغه ته غاړه كېږدئ مخكې له دې چې عذاب درته راشي بيا به له تاسو سره څه مرسته نه كېږي.
阿拉伯语经注:
وَاتَّبِعُوْۤا اَحْسَنَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَّاَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَ ۟ۙ
او د هغه غوره شي پيروي كوئ چې د پالونکي لخوا مو درته نازل شوى، مخكې له دې چې ناڅاپه عذاب درته راشي او تاسو خبر هم نه ياست.
阿拉伯语经注:
اَنْ تَقُوْلَ نَفْسٌ یّٰحَسْرَتٰی عَلٰی مَا فَرَّطْتُ فِیْ جَنْۢبِ اللّٰهِ وَاِنْ كُنْتُ لَمِنَ السّٰخِرِیْنَ ۟ۙ
چې بیا (ونه) وایي یو نفس: های افسوس؛ چې ما کوتاهي نه وای کړی د الله په طاعت کې او یقینا شان دا دی ومه زه [په دنیا کې] له ملنډو وهونكو څخه.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 宰姆拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭