Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾哈嘎夫   段:
وَاِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوْا لَهُمْ اَعْدَآءً وَّكَانُوْا بِعِبَادَتِهِمْ كٰفِرِیْنَ ۟
او كله چې خلك راغونډ كړل شي نو بيا به يې دښمنان وي او له عبادته څخه به يې منكر وي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ ۙ— هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ
او كله چې زموږ څرګند ايتونه پر دوی لوستل كيږي، نو هغه کسان چې کفر (انکار) يې کړی، کله چې حق ورته راشي، وايي دا خو ښكاره كوډې دي.
阿拉伯语经注:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ؕ— قُلْ اِنِ افْتَرَیْتُهٗ فَلَا تَمْلِكُوْنَ لِیْ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَا تُفِیْضُوْنَ فِیْهِ ؕ— كَفٰی بِهٖ شَهِیْدًا بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— وَهُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
ايا دوى وايې چې پېغمبر دا (قرآن) له خپله ځانه جوړكړی؟ دوى ته ووايه: كه ما دا له ځانه جوړ كړى وي نو تاسي به ما د الله له نيونې څخه هيڅ ونشئ ژغورلى، كومې خبرې چې تاسي جوړوئ الله ورباندې ښه پوهېږي، زما او ستاسي په منځ كې، همغه د شاهدۍ ويلو لپاره كافي دى او هغه ډير بخښونكى او خورا مهربان دى.
阿拉伯语经注:
قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِّنَ الرُّسُلِ وَمَاۤ اَدْرِیْ مَا یُفْعَلُ بِیْ وَلَا بِكُمْ ؕ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ وَمَاۤ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
ورته ووايه: زه خو څه نوى رسول نه يم او نه په دې پوهېږم چې پر ما او تاسي به (په دنیا) کې څه كيږي؟ زه هغه څه پسې ځم چې راته وحي كيږي او له يو څرګند خبرداري وركوونكي پرته بل څه نه يم.
阿拉伯语经注:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ وَكَفَرْتُمْ بِهٖ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَلٰی مِثْلِهٖ فَاٰمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
(اى پېغمبره!) دوى ته ووايه: اّيا تاسي كله په دې فكر كړى چې كه دغه كلام د الله لخوا وي او تاسي ترېنه انكار وكړ(نو ستاسې عاقبت به څه وي؟) او د همدې په څېر (يو كلام باندې) خو د بني اسرائيلو يو شاهد، شاهدي هم ويلې ده، هغه ايمان راوړ او تاسي لويي وکړله، بېشکه ظالمو خلكو ته الله هدايت نه كوي.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَوْ كَانَ خَیْرًا مَّا سَبَقُوْنَاۤ اِلَیْهِ ؕ— وَاِذْ لَمْ یَهْتَدُوْا بِهٖ فَسَیَقُوْلُوْنَ هٰذَاۤ اِفْكٌ قَدِیْمٌ ۟
او هغه کسان چې کفر يې کړی د هغو کسانو په اړه چې ايمان يې راوړی وايي: كه چېرې دا (ايمان راوړل) ښه واى نو له موږ به ور مخکې شوي نه وو! او كله يې چې سمه لار پرې ونه موندله، نو وايي دا پخواني درواغ دي.
阿拉伯语经注:
وَمِنْ قَبْلِهٖ كِتٰبُ مُوْسٰۤی اِمَامًا وَّرَحْمَةً ؕ— وَهٰذَا كِتٰبٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِیًّا لِّیُنْذِرَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۖۗ— وَبُشْرٰی لِلْمُحْسِنِیْنَ ۟
او (حال دا چې) له هغه مخكې د موسى كتاب هم و، د لارښود او رحمت په توګه او دا په عربي ژبه يو تصديقونكى كتاب دى، تر څو ظالمان ووېروي او د نېكانو لپاره يو زېرى دى.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟ۚ
له شک پرته هغه كسان چې وايي زموږ رب الله دى بيا ( یې په عبادت ټېنګ ودريږي، نو پر هغو نه څه ډار شته او نه به ( په اخرت کې) خپه كيږي.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
دا خلک جنتيان دي، تل تر تله پكې اوسېدونكي دي، د هغو عملونو په بدله كې چې دوى به كول.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾哈嘎夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭