Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾哈嘎夫   段:
وَاذْكُرْ اَخَا عَادٍ اِذْ اَنْذَرَ قَوْمَهٗ بِالْاَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَمِنْ خَلْفِهٖۤ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
او یاد کړه ورور د عاديانو، کله يې چې په احقاف (سیمه) کې خپل قوم ووېرولو او په رېښتيا له ده مخكې او وروسته (ډېر) وېروونكي تېر شوي وو (په دې خبره) چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسې د يوې (سختې) لويې ورځې له عذابه وېرېږم.
阿拉伯语经注:
قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِتَاْفِكَنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا ۚ— فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
هغوى ويل: آيا د دې لپاره موږ ته راغلى يې چې له خپلو معبودانو مو واړوې؟ نو كه ته رښتينى يې هغه عذاب راته راوله چې ویروې ته موږ لره په هغې سره.
阿拉伯语经注:
قَالَ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ ؗ— وَاُبَلِّغُكُمْ مَّاۤ اُرْسِلْتُ بِهٖ وَلٰكِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُوْنَ ۟
هغه وويل چې د دې علم خو له الله سره دى، زه صرف هغه پيغام تاسي ته رسوم چې زه له هغه سره لېږل شوى يم، خو زه ګورم چې تاسي ناپوهي كوئ.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا رَاَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ اَوْدِیَتِهِمْ ۙ— قَالُوْا هٰذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا ؕ— بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهٖ ؕ— رِیْحٌ فِیْهَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟ۙ
نو بيا يې چې هغه عذاب د ورېځې په بڼه د هغوى ناو ته راروان وليد، وېلې: دا ورېځ پر موږ باران اوروي، (نه) په اصل كې دا هغه عذاب دى چې تاسي بېړه پرې كوله! يوه سيلۍ ده چې دردوونکی عذاب دی پکې.
阿拉伯语经注:
تُدَمِّرُ كُلَّ شَیْ بِاَمْرِ رَبِّهَا فَاَصْبَحُوْا لَا یُرٰۤی اِلَّا مَسٰكِنُهُمْ ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
چې د خپل پالونکي په امر هر څه تباه كوي، نو په پای کې داسې شول چې له (ورانو) كورو پرته يې بل څه نه ليدل كېدل، موږ ګناهکارو خلكو ته همدغسې سزا وركوو.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ مَكَّنّٰهُمْ فِیْمَاۤ اِنْ مَّكَّنّٰكُمْ فِیْهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَّاَبْصَارًا وَّاَفْـِٕدَةً ۖؗ— فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَاۤ اَبْصَارُهُمْ وَلَاۤ اَفْـِٕدَتُهُمْ مِّنْ شَیْءٍ اِذْ كَانُوْا یَجْحَدُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
او په رېښتيا هغوى ته مو ځواک وركړى و په هغه څېزونو کې چې تاسو ته مو نه دى دركړى او هغوى ته مو غوږونه، سترګې او زړونه هم وركړي وو، خو نه يې غوږونو څه ترې ايسار كړل، نه يې سترګو او نه يې زړونو ځكه چې هغوى د الله له ايتونو نټه کوله او هغه (عذاب) ورباندې راپرېوت چې هغوى به ملنډې پرې وهلې.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُمْ مِّنَ الْقُرٰی وَصَرَّفْنَا الْاٰیٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او بېشكه ستاسي شاوخوا مو ډېر كلي تباه كړل او په راز راز مو (د خپل قدرت) نښانې بيان كړې تر څو هغوى راوګرځي.
阿拉伯语经注:
فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ قُرْبَانًا اٰلِهَةً ؕ— بَلْ ضَلُّوْا عَنْهُمْ ۚ— وَذٰلِكَ اِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
نو هغوى چې (الله ته) د نږدېوالي لپاره له الله پرته كوم معبودان نيولي وو، ولې يې د هغوى مرسته ونه كړه؟ بلكې بيخې ترې ورك شول. او دا يې (بالكل) درواغ او هغه تور و چې له ځانه يې جوړولو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾哈嘎夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭