Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 穆罕默德   段:
وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُوْرَةٌ ۚ— فَاِذَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَّذُكِرَ فِیْهَا الْقِتَالُ ۙ— رَاَیْتَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ یَّنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ نَظَرَ الْمَغْشِیِّ عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ ؕ— فَاَوْلٰى لَهُمْ ۟ۚ
او وایي هغه خلک چې دعوا د ایمان کوي ولې نشې نازلیدلی یو سورت، نو کله چې یو محکم (پوخ مضمون والا) سورت نازل کړی شي، او ذکر کړی شي په هغه کې حکم د قتال، ویني ته هغه کسان چې په زړونو د هغوی کې مرض دی چې ګوري به تا ته په څېر د کتلو د هغه چا چې د مرګ له کبله ورباندې بېهوشي راغلې وي، نو تباهي ده دوی لره.
阿拉伯语经注:
طَاعَةٌ وَّقَوْلٌ مَّعْرُوْفٌ ۫— فَاِذَا عَزَمَ الْاَمْرُ ۫— فَلَوْ صَدَقُوا اللّٰهَ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ ۟ۚ
امر منل او ښه خبره كول (په كار دي) (او) بيا چې كله غوڅ حکم ورکړل شو نو كه الله سره يې رېښتينولي كړې وی (دا به) هرومرو ورته غوره و.
阿拉伯语经注:
فَهَلْ عَسَیْتُمْ اِنْ تَوَلَّیْتُمْ اَنْ تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ وَتُقَطِّعُوْۤا اَرْحَامَكُمْ ۟
نو آيا تاسي (منافقان) دې ته نه يې نږدې چې كه واكمنان شئ نو په ځمكه كې به فساد وكړئ او خپلوۍ به مو پرې كړئ؟
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ فَاَصَمَّهُمْ وَاَعْمٰۤی اَبْصَارَهُمْ ۟
دوى هغه خلك دي چې الله پرې لعنت كړى نو هغوى يې كاڼه او سترګې يې ورړندې كړې دي.
阿拉伯语经注:
اَفَلَا یَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ اَمْ عَلٰی قُلُوْبٍ اَقْفَالُهَا ۟
آيا دوی سوچ نه کوي په قرآن کې او كه پر زړونو يې تالې لګېدلې دي؟
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ ارْتَدُّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِهِمْ مِّنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدَی ۙ— الشَّیْطٰنُ سَوَّلَ لَهُمْ ؕ— وَاَمْلٰی لَهُمْ ۟
بېشکه هغه كسان چې واوړېدل (له ایمان څخه) په شاګانو خپلو وروسته لدې چې ښکاره شو دوی ته هدایت، شیطان ډولي (ښایسته) کړي دي دوی لره (بد عملونه د دوی) او مهلت یي ورکړی دی دوی ته.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ كَرِهُوْا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ سَنُطِیْعُكُمْ فِیْ بَعْضِ الْاَمْرِ ۚ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِسْرَارَهُمْ ۟
دا ځكه چې دوى وويل هغو كسانو ته چې د الله را نازله كړې وحى يې بده ګڼله: موږ به هم په ځينو كارونو كې ستاسي خبره ومنو، او الله ته يې پټې خبرې (ښې) معلومې دي.
阿拉伯语经注:
فَكَیْفَ اِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یَضْرِبُوْنَ وُجُوْهَهُمْ وَاَدْبَارَهُمْ ۟
نو څه حال به وي كله چې پرېښتې يې ساه اخلي، پر مخونو او څټونو يې وهي؟
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اتَّبَعُوْا مَاۤ اَسْخَطَ اللّٰهَ وَكَرِهُوْا رِضْوَانَهٗ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ ۟۠
دا له دې امله چې دوى په هغه څه پسې ولاړل كوم چې الله غصه (ناخوښه) كړ او د هغه خوښي يې بده وګڼله، نو د هغوى عملونه يې برباد (خراب) كړل.
阿拉伯语经注:
اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ اَنْ لَّنْ یُّخْرِجَ اللّٰهُ اَضْغَانَهُمْ ۟
ايا هغو كسانو چې په زړونو كې يې ناروغي ده دا انګيرلې ده چې الله به د هغوى دزړونو كينه (له مومنانو سره) راښكاره نكړي؟
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 穆罕默德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭