Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 穆罕默德   段:

محمد

اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَضَلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟
كومو خلکو چې کفر وکړ او د الله له لارې يې (خلک) اېسارول، الله يې عملونه له منځه وړي دي.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَاٰمَنُوْا بِمَا نُزِّلَ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّهُوَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْ ۙ— كَفَّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَاَصْلَحَ بَالَهُمْ ۟
او هغه کسان چې ايمان يې راوړى، سم كارونه يې كړي او خصوصا په هغه څه يې هم ايمان راوړى چې پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوي او هغه يې د خپل پالونکي له لوري حق هم دي، نو الله به يې ګناهونه ترې ورژوي او حال به يې سم كړي.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ بِاَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَاَنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِنْ رَّبِّهِمْ ؕ— كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ لِلنَّاسِ اَمْثَالَهُمْ ۟
دا ځكه چې كافرانو د باطل پيروي وكړه او مومنانو د هغه حق پيروي وكړه چې د هغو د رب لخوا راغلى دى، پدې ډول الله خلكو ته د هغو مثالونه (احوال) ورښايي.
阿拉伯语经注:
فَاِذَا لَقِیْتُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَضَرْبَ الرِّقَابِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَثْخَنْتُمُوْهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ ۙ— فَاِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَاِمَّا فِدَآءً حَتّٰی تَضَعَ الْحَرْبُ اَوْزَارَهَا— ذٰلِكَ ۛؕ— وَلَوْ یَشَآءُ اللّٰهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ ۙ— وَلٰكِنْ لِّیَبْلُوَاۡ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ ؕ— وَالَّذِیْنَ قُتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَلَنْ یُّضِلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟
او كله چې له دغو كافرانو سره تاسي مخامخ كيدلئ نو (لومړى كار) د څټونو وهل دي، تر دې پورې چې كله تاسي هغوې ښه وټكوئ نو بنديان كلک وتړئ، له هغه وروسته (ستاسي خوښه چې) ښېګنه كوئ او كه د فديې معامله كوئ تر هغه پورې چې جګړه (جنګیالي) خپله وسله وغورځوي. دغه دى ستاسي دكولو كار، كه الله غوښتي واى نو پخپله به يې له هغو څخه غچ اخستى و، خو (دغه كړنلاره هغه د دې لپاره غوره كړيده) څو تاسي يو د بل په وسيله وازمائي. او كوم كسان چې د الله په لار كې و وژل شي الله به د هغوی عملونه هيڅكله ورک نكړي.
阿拉伯语经注:
سَیَهْدِیْهِمْ وَیُصْلِحُ بَالَهُمْ ۟ۚ
زر به سمه لار ورته وښايي او حال به يې سم كړي.
阿拉伯语经注:
وَیُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ ۟
او هغوى به هغه جنت ته ننباسي چې هغوی ته يې ورپيژندلى دى.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تَنْصُرُوا اللّٰهَ یَنْصُرْكُمْ وَیُثَبِّتْ اَقْدَامَكُمْ ۟
ای مومنانو! كه تاسي د الله (د دين) مرسته وكړئ هغه به ستاسي مرسته وكړي او پښې به مو ټينګې كړي.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَاَضَلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟
او كوم خلک چې كافر شوي نو هغوی لره تباهي ده، او عملونه به يې وربرباد كړي.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَرِهُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ ۟
دا له دې امله چې هغوى هغه څه بد ګڼلي چې الله رانازل كړي، نو (الله) یې عملونه له منځه يوړل.
阿拉伯语经注:
اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— دَمَّرَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ؗ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ اَمْثَالُهَا ۟
آيا هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي څو وګوري چې تر هغوى مخکې خلكو پايله څنګه وه؟ الله هغوى تباه كړل او كافرانو ته همداسې سزاګانې دي.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ مَوْلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاَنَّ الْكٰفِرِیْنَ لَا مَوْلٰی لَهُمْ ۟۠
دا ځكه چې د مومنانو كار جوړوونكى الله دى، او د كافرانو څوک (ملګرى) كار جوړوونكى نشته.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 穆罕默德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭