Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 穆罕默德   段:
اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَتَمَتَّعُوْنَ وَیَاْكُلُوْنَ كَمَا تَاْكُلُ الْاَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًی لَّهُمْ ۟
پرته له شکه كومو خلكو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي الله به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي او كوم خلك چې كافر شوي (لږه) دنيايي ګټه اخلي، د څارويو غوندې خوراكونه كوي او اور د هغوى اصلي هستوګنځى دى.
阿拉伯语经注:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ هِیَ اَشَدُّ قُوَّةً مِّنْ قَرْیَتِكَ الَّتِیْۤ اَخْرَجَتْكَ ۚ— اَهْلَكْنٰهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ ۟
او څومره (زیات) داسې كلي وو چې هغه ستا له دې كلي نه چې ته يې بهر اېستلى يې، ډېر ځواكمن و، موږ هغوى تباه كړل، بيا يې نو څوك مرستندوى نه و.
阿拉伯语经注:
اَفَمَنْ كَانَ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ كَمَنْ زُیِّنَ لَهٗ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟
ايا هغه څوك چې د خپل رب له لوري په روښانه او څرګند هدايت باندې وي د هغو خلكو په څېر دی چې د هغو لپاره د هغوی بد عمل ښايسته كړى شويدى او هغوى د خپلو نفسي غوښتنو پيروان ګرځيدلي دي.
阿拉伯语经注:
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— فِیْهَاۤ اَنْهٰرٌ مِّنْ مَّآءٍ غَیْرِ اٰسِنٍ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ لَّبَنٍ لَّمْ یَتَغَیَّرْ طَعْمُهٗ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۚ۬— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّی ؕ— وَلَهُمْ فِیْهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ ؕ— كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِی النَّارِ وَسُقُوْا مَآءً حَمِیْمًا فَقَطَّعَ اَمْعَآءَهُمْ ۟
بیان د هغه جنت چې دپرهيز ګارانو سره یې ژمنه شوې ده (داسې دی:)، په هغه كې به ويالې وي د صافو اوبو (چې بد بویه نه وي) او بهیدونکي ويالې د داسې شيدو چې بد خونده به نه وي، او ويالې د داسې شرابو چې څښونكو لپاره خوندور وي او ويالى د صافو (خالصو) شاتو، په هغه كې به د هغوی لپاره هر راز ميوې وي او د هغوی د رب لخوا بخښنه (ايا هغه څوك چې د دغه وړ دى) د هغو خلكو په څېر كيداى شي چې په دوزخ كې به تل اوسيدونكى وي او په هغو باندې به داسې ګرمې اوبه څښلى شي چې د هغوی كولمې به غوڅې غوڅې كړي؟!
阿拉伯语经注:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا خَرَجُوْا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ اٰنِفًا ۫— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟
او ځینې له دوی نه تا ته غوږ نيسي تر دې چې کله له تا بهر لاړ شي بيا د پوهې څښتنانو ته وايي: (لږ) وړاندې يې څه وويل؟ دوى هغه خلك دي چې الله يې په زړونو ټاپه وهلې او خپلو هوسونو پسې روان دي.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًی وَّاٰتٰىهُمْ تَقْوٰىهُمْ ۟
او كومو خلكو چې لار موندلې، الله به يې هدايت ورزيات او تقوا به وركړي.
阿拉伯语经注:
فَهَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً ۚ— فَقَدْ جَآءَ اَشْرَاطُهَا ۚ— فَاَنّٰی لَهُمْ اِذَا جَآءَتْهُمْ ذِكْرٰىهُمْ ۟
نو اّيا دوى د هغه قیامت انتظار باسي چې په ناڅاپي ډول به ورباندې راشي؟ د هغه علامات (نښې) خو راغلي دي، كله چې هغه پخپله راشي نو اّيا د دوى لپاره به د نصيحت قبلولو څه فرصت پاتې شي؟
阿拉伯语经注:
فَاعْلَمْ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوٰىكُمْ ۟۠
نو پوه شه چې په رېښتيا له الله پرته (په حق سره) بل معبود نشته، او د خپلې ګناه او د نورو مومنانو نارينه وو او ښځينه وو لپاره بخښنه وغواړه، او الله ته ستاسي د ګرځېدو راګرځېدو او استوګنې ځاى معلوم دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 穆罕默德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭