Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 嘎夫   段:

ق

قٓ ۫— وَالْقُرْاٰنِ الْمَجِیْدِ ۟ۚ
ق [1] قسم دی په قران شرافت والا.
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
阿拉伯语经注:
بَلْ عَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا شَیْءٌ عَجِیْبٌ ۟ۚ
بلكې هغوى په دې تعجب كوي چې (څنګه) په خپله له همدوى يو وېروونكى ورته راغى نو كافرانو وويل: دا يو عجيب شى دى.
阿拉伯语经注:
ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ۚ— ذٰلِكَ رَجْعٌ بَعِیْدٌ ۟
ايا كله چې موږ مړه او خاورې شو (نو دوهم ځل به بيا را ژوندي كېږو؟) دا بېرته راګرځيدل خو (له پوهې) لرې دي.
阿拉伯语经注:
قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْاَرْضُ مِنْهُمْ ۚ— وَعِنْدَنَا كِتٰبٌ حَفِیْظٌ ۟
موږ ته رېښتيا معلوم دي هغه څه چې کموي یې زمکه د دوی نه، او موږ سره يو کتاب دی ساتونكى (د دوی د عملونو).
阿拉伯语经注:
بَلْ كَذَّبُوْا بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ فَهُمْ فِیْۤ اَمْرٍ مَّرِیْجٍ ۟
بلكې دوى دروغجن ګڼي حق لره هر کله چې دوی ته راغی، نو دوی په خبره ګډه وډه کې دي.
阿拉伯语经注:
اَفَلَمْ یَنْظُرُوْۤا اِلَی السَّمَآءِ فَوْقَهُمْ كَیْفَ بَنَیْنٰهَا وَزَیَّنّٰهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوْجٍ ۟
ایا آسمان ته يې نه دي كتلي چې موږ څنګه جوړ كړى، ښكلى كړى مو دى او هيڅ چاود پكې نشته.
阿拉伯语经注:
وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ ۟ۙ
او ځمكه موږ (هواره) وغوړوله او كلك ولاړ غرونه مو پكې واچول او هر ډول ښكلي تازه بوټي مو پكې زرغون كړي.
阿拉伯语经注:
تَبْصِرَةً وَّذِكْرٰی لِكُلِّ عَبْدٍ مُّنِیْبٍ ۟
لپاره د پوهولو، او یادداشت دی هر غاړه اېښودونکي بنده لره.
阿拉伯语经注:
وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً مُّبٰرَكًا فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ جَنّٰتٍ وَّحَبَّ الْحَصِیْدِ ۟ۙ
او موږ له آسمانه بركتي اوبه وورولې بيا مو باغونه او رېبلو والا (غلې) دانې پرې زرغونې كړې.
阿拉伯语经注:
وَالنَّخْلَ بٰسِقٰتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِیْدٌ ۟ۙ
او د كجورو دنګې دنګې ونې چې لاندې باندې (ډک) وږي لري.
阿拉伯语经注:
رِّزْقًا لِّلْعِبَادِ ۙ— وَاَحْیَیْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ؕ— كَذٰلِكَ الْخُرُوْجُ ۟
د بندګانو د روزۍ لپاره او مړ (شاړ) ښار مو پرې ژوندى كړ، دغسې راوتل دي (له قبرونو څخه).
阿拉伯语经注:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّاَصْحٰبُ الرَّسِّ وَثَمُوْدُ ۟ۙ
تر هغوى مخكې د نوح قوم، رس والاوو او ثموديانو (رسولان) درواغ ګڼلي وو.
阿拉伯语经注:
وَعَادٌ وَّفِرْعَوْنُ وَاِخْوَانُ لُوْطٍ ۟ۙ
او (همدارنګه) عاديانو، فرعون او د لوط (قومي) ورونو.
阿拉伯语经注:
وَّاَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ ؕ— كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِیْدِ ۟
او د ځنګله والا وو او د تبع قوم (دې) ټولو رسولان درواغجن وګڼل نو (زما د عذاب) ژمنه پرې ثابته شوه.
阿拉伯语经注:
اَفَعَیِیْنَا بِالْخَلْقِ الْاَوَّلِ ؕ— بَلْ هُمْ فِیْ لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟۠
آيا نو موږ په لومړي (ځل) پيدا كولو (ډېر) ستومانه شو؟ بلكې هغوى له نوي پيدايښته په شک كې دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 嘎夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭