Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 嘎夫   段:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهٖ نَفْسُهٗ ۖۚ— وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیْدِ ۟
او بېشكه موږ انسان پيدا كړ او كوم خيالونه يې چې په زړه كې پيدا كيږي هغه راته معلوم دي او موږ هغه ته له شارګه هم ورنېږدې يو.
阿拉伯语经注:
اِذْ یَتَلَقَّی الْمُتَلَقِّیٰنِ عَنِ الْیَمِیْنِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِیْدٌ ۟
هغه وخت چې دوه اخېستونكي اخېستنه (ثبت) كوي چې ښي اوكيڼ لوري ته ناست وي.
阿拉伯语经注:
مَا یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ اِلَّا لَدَیْهِ رَقِیْبٌ عَتِیْدٌ ۟
هغه (انسان) يوه وینا هم داسې له خولې نشي اېسلتى چې خوا كې يې چمتو څارونكى نه وي.
阿拉伯语经注:
وَجَآءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِیْدُ ۟
او راغلې سختي د مرګ په رښتیا سره ( نو وبه ویلی شي) دا هغه څه دي چې ته له هغې نه تښتېدلې.
阿拉伯语经注:
وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْوَعِیْدِ ۟
او شپېلۍ كې به پو كړى شي، دا د عذاب د ژمنې ورځ ده.
阿拉伯语经注:
وَجَآءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَآىِٕقٌ وَّشَهِیْدٌ ۟
او هر كس به (داسې) راشي چې يو راوستونكى (چلوونکی) او يو شاهد به ورسره وي.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ كُنْتَ فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ الْیَوْمَ حَدِیْدٌ ۟
يقيناً ته له دې نه بې پروايي كې وې خو موږ دې هغه پرده درنه لرې كړه نو نظر دې نن (ښه) تېز دى.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ قَرِیْنُهٗ هٰذَا مَا لَدَیَّ عَتِیْدٌ ۟ؕ
او ملګرې (پرېښته) به يې ووايي دا دي څه چې ما سره و چمتو دي.
阿拉伯语经注:
اَلْقِیَا فِیْ جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِیْدٍ ۟ۙ
( وبه ویلی شي) وغورځوئ په جهنم كې هر كافر عنادي [ضدي].
阿拉伯语经注:
مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ مُّرِیْبِ ۟ۙ
د خير ايساروونكى، تېرى كوونكى او شك كوونكى.
阿拉伯语经注:
١لَّذِیْ جَعَلَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَاَلْقِیٰهُ فِی الْعَذَابِ الشَّدِیْدِ ۟
هغه څوک چې له الله سره يې بل معبود جوړ كړى و نو (اوس) يې په سخت عذاب كې وغورځوئ.
阿拉伯语经注:
قَالَ قَرِیْنُهٗ رَبَّنَا مَاۤ اَطْغَیْتُهٗ وَلٰكِنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟
ملګرى به يې وايي: زموږ ربه ما خو نه و بې لارې كړى خو دى په خپله په لرې بې لارې توب كې و.
阿拉伯语经注:
قَالَ لَا تَخْتَصِمُوْا لَدَیَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ اِلَیْكُمْ بِالْوَعِیْدِ ۟
الله به ووايي: (اوس) زما پر وړاندې ناندرۍ مه وهئ، ما خو لا مخکې د عذاب ژمنه درلېږلې وه.
阿拉伯语经注:
مَا یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَمَاۤ اَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠
له ما سره خبره نشي بدلېدلاى او نه زه پر خپلو بندګانو ظلم كوونكى يم.
阿拉伯语经注:
یَوْمَ نَقُوْلُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَاْتِ وَتَقُوْلُ هَلْ مِنْ مَّزِیْدٍ ۟
هغه ورځ چې جهنم ته ووايو: آيا ډک شوې؟ او هغه به وايي: آيا څه نور شته؟
阿拉伯语经注:
وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ غَیْرَ بَعِیْدٍ ۟
او متقيانو ته به جنت رانېږدې كړى شي (هيڅ) لرې به نه وي.
阿拉伯语经注:
هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِكُلِّ اَوَّابٍ حَفِیْظٍ ۟ۚ
دا هغه څه دي چې ژمنه به يې درسره كېدله، د هر راګرځېدونكي (الله ته) او (شريعت) ساتونكي لپاره.
阿拉伯语经注:
مَنْ خَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ وَجَآءَ بِقَلْبٍ مُّنِیْبِ ۟ۙ
څوک چې په غيبو له رحمانه وېرېدلى او په راګرځېدونكي زړه (الله ته) راغلى وي.
阿拉伯语经注:
١دْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُلُوْدِ ۟
(وبه ويلی شي) داخل شئ جنت ته په سلامتیا سره، دا ورځ د همیشوالي ده.
阿拉伯语经注:
لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ فِیْهَا وَلَدَیْنَا مَزِیْدٌ ۟
د هغوى لپاره به هلته هغه څه وي چې غواړي يې او موږ سره لا زيات هم شته.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 嘎夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭