Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈智姆   段:

نجم

وَالنَّجْمِ اِذَا هَوٰی ۟ۙ
قسم په ستوري کله چې پریوزي.
阿拉伯语经注:
مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوٰی ۟ۚ
چې ستاسو ملګرى (رسول الله) نه بې لارې شوى او نه په غلطه (عقيده) دى.
阿拉伯语经注:
وَمَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰی ۟ؕۚ
او نه له خپله هوسه غږيږي.
阿拉伯语经注:
اِنْ هُوَ اِلَّا وَحْیٌ یُّوْحٰی ۟ۙ
دا له وحي پرته بل څه نه دي چې ورته رالېږل كيږي.
阿拉伯语经注:
عَلَّمَهٗ شَدِیْدُ الْقُوٰی ۟ۙ
ډېر ځواكمنې (پرېښتې) ور ښوولې ده.
阿拉伯语经注:
ذُوْ مِرَّةٍ ؕ— فَاسْتَوٰی ۟ۙ
چې د زور څښتنه ده، نو سيده ودرېده.
阿拉伯语经注:
وَهُوَ بِالْاُفُقِ الْاَعْلٰی ۟ؕ
او هغه د آسمان پر اوچتو څنډو و.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ دَنَا فَتَدَلّٰی ۟ۙ
بيا نېږدې او ښه رانیږدې شو.
阿拉伯语经注:
فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰی ۟ۚ
نو د دوو ليندو ترمنځ يا تر هغه هم ورنېږدې شو.
阿拉伯语经注:
فَاَوْحٰۤی اِلٰی عَبْدِهٖ مَاۤ اَوْحٰی ۟ؕ
نو د هغه (الله) بنده ته يې وحي كړل څه يې چې وحي كړل.
阿拉伯语经注:
مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَاٰی ۟
د هغه زړه درواغ نه دي ويلي په هغه څه كې چې ليدلي يې و.
阿拉伯语经注:
اَفَتُمٰرُوْنَهٗ عَلٰی مَا یَرٰی ۟
آيا په هغه څه كې ورسره ناندرۍ وهئ چې هغه يې ويني؟
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ رَاٰهُ نَزْلَةً اُخْرٰی ۟ۙ
او يقيناً يو ځل مخكې يې هم ليدلى دى.
阿拉伯语经注:
عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهٰی ۟
د آخرنۍ (لرې) بېرې (ونې) خواته.
阿拉伯语经注:
عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَاْوٰی ۟ؕ
چې له هغې سره جنت الماوٰى دى.
阿拉伯语经注:
اِذْ یَغْشَی السِّدْرَةَ مَا یَغْشٰی ۟ۙ
هغه وخت چې بېره يې پټه كړې وه هغه څه چې پرې خپور شوى و.
阿拉伯语经注:
مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغٰی ۟
(د هغه) سترګې نه کږې شوې او نه له بريده واوښتې.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ رَاٰی مِنْ اٰیٰتِ رَبِّهِ الْكُبْرٰی ۟
په رېښتيا د خپل پالونکي څه سترې نښانې يې وليدې.
阿拉伯语经注:
اَفَرَءَیْتُمُ اللّٰتَ وَالْعُزّٰی ۟ۙ
آيا تاسي لات او عزى ليدلي [آیا د هغوی څه قدرت لویوالی شته]؟
阿拉伯语经注:
وَمَنٰوةَ الثَّالِثَةَ الْاُخْرٰی ۟
او بل دريم منات؟
阿拉伯语经注:
اَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْاُ ۟
آيا تاسي لره به زامن او د هغه به لوڼې (لورګانې) وي؟
阿拉伯语经注:
تِلْكَ اِذًا قِسْمَةٌ ضِیْزٰی ۟
دا خو بيا ډېر بې انصافه وېش دى!
阿拉伯语经注:
اِنْ هِیَ اِلَّاۤ اَسْمَآءٌ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَی الْاَنْفُسُ ۚ— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنْ رَّبِّهِمُ الْهُدٰی ۟ؕ
دا پرته له يو څه نومونو بل څه نه دي چې تاسو او پلرونو مو اېښي دي، الله كوم دليل پرې نه دى نازل كړى. هغوى پرته له ګومان او نفسي غوښتنې بل څه پسې نه دي روان او پرته له شکه د هغوى د پالونکي له خوا لارښوونه ورغلې ده.
阿拉伯语经注:
اَمْ لِلْاِنْسَانِ مَا تَمَنّٰی ۟ؗۖ
آيا (هغه كافر) انسان چې د څه هيله كوي همغه به ورته رسېدونكى وي؟
阿拉伯语经注:
فَلِلّٰهِ الْاٰخِرَةُ وَالْاُوْلٰی ۟۠
نو (يوازې) الله لره دي آخرت او دنيا.
阿拉伯语经注:
وَكَمْ مِّنْ مَّلَكٍ فِی السَّمٰوٰتِ لَا تُغْنِیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا اِلَّا مِنْ بَعْدِ اَنْ یَّاْذَنَ اللّٰهُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَرْضٰی ۟
او په آسمانو كې څومره پرېښتې دي چې سپارښتنه يې هيڅ ګټه نه شي رسولاى، مګر له هغه وروسته چې الله اجازه وركړي چاته چې وغواړي او پرې رضا شي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈智姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭