Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 哈地德   段:
لَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَیِّنٰتِ وَاَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتٰبَ وَالْمِیْزَانَ لِیَقُوْمَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ۚ— وَاَنْزَلْنَا الْحَدِیْدَ فِیْهِ بَاْسٌ شَدِیْدٌ وَّمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِیَعْلَمَ اللّٰهُ مَنْ یَّنْصُرُهٗ وَرُسُلَهٗ بِالْغَیْبِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ قَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟۠
پرته له شکه موږ خپل رسولان له ښكاره دليلونو سره لېږلي او له هغوى سره مو كتاب او تله هم را نازل كړي تر څو خلک په انصاف ولاړ اوسي، او موږ اوسپنه پیدا كړه چې په هغې كې سخت زور او د خلكو لپاره (ډېرې) ګتې دي، او د دې لپاره هم چې الله هغه څوك معلوم كړي چې په غيبو د هغه او رسولانو يې مرسته كوي، الله بېشكه ځواكمن برلاسى دى.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا وَّاِبْرٰهِیْمَ وَجَعَلْنَا فِیْ ذُرِّیَّتِهِمَا النُّبُوَّةَ وَالْكِتٰبَ فَمِنْهُمْ مُّهْتَدٍ ۚ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
او پرته له شکه موږ نوح او ابراهيم (رسولان) لېږلي او د هغوى په ځوځات (اولاد) كې مو نبوت او كتاب ايښى و، خو له هغوى څه كسان لارموندونكي او ډېری يې بې لاري وو.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ قَفَّیْنَا عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ بِرُسُلِنَا وَقَفَّیْنَا بِعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ وَاٰتَیْنٰهُ الْاِنْجِیْلَ ۙ۬— وَجَعَلْنَا فِیْ قُلُوْبِ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ رَاْفَةً وَّرَحْمَةً ؕ— وَرَهْبَانِیَّةَ ١بْتَدَعُوْهَا مَا كَتَبْنٰهَا عَلَیْهِمْ اِلَّا ابْتِغَآءَ رِضْوَانِ اللّٰهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَایَتِهَا ۚ— فَاٰتَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْهُمْ اَجْرَهُمْ ۚ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
بيا مو د هغوى پر پل خپل (نور) رسولان هم پرله پسې ولېږل او د مريمې زوى عيسىٰ مو ولېږی او انجيل مو وركړ او په هغه پسې تلونكو خلكو زړونو كې مو نرمي او زړه سوى واچولو، او هغه رهبانيت (ملنګي) چې هغوى له ځانه جوړ كړی و، موږ پرې نه و لازم كړى، پرته له دې چې د الله د خوښۍ په لټون (يې را اېستلى) و خو بيا چې څنګه ښايي هغسې يې خيال ونه ساتلو، نو له هغوى چې كومو خلكو ايمان راوړى و، بدله يې موږ وركړه، او (نور يې) ډېری سرغړوونكي وو.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَاٰمِنُوْا بِرَسُوْلِهٖ یُؤْتِكُمْ كِفْلَیْنِ مِنْ رَّحْمَتِهٖ وَیَجْعَلْ لَّكُمْ نُوْرًا تَمْشُوْنَ بِهٖ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ
اې هغو كسانو چې ايمان مو راوړی! له الله وډار شئ او د هغه په رسول (محمد) ايمان راوړئ، چې له خپل رحمت څخه دوه برابره (اجر) دركړي او يوه داسې رڼايي به دركړي چې په هغې سره به ګرځئ او بخښنه به درته وكړي او الله بخښونكى مهربان دى.
阿拉伯语经注:
لِّئَلَّا یَعْلَمَ اَهْلُ الْكِتٰبِ اَلَّا یَقْدِرُوْنَ عَلٰی شَیْءٍ مِّنْ فَضْلِ اللّٰهِ وَاَنَّ الْفَضْلَ بِیَدِ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟۠
تر څو اهل كتاب وپوهيږي چې هغوى د الله د لورينې په هيڅ برخه څه اختيار نه لري او دا چې (هغه) پېرزوينه بېشكه د الله په لاس کې ده، چا ته چې يې خوښه شي وركوي يې او الله د لويې پېرزوينې څښتن دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈地德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭