Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 哈地德   段:
یَوْمَ تَرَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ یَسْعٰی نُوْرُهُمْ بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَبِاَیْمَانِهِمْ بُشْرٰىكُمُ الْیَوْمَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟ۚ
په هغه ورځ (قيامت) به مومنان او مومنانې وينې چې رڼايي به يې په مخكې او ښي لوري ته ځغلي، نن تاسي ته د داسې جنتونو زېرى دى چې تر هغو لاندې ويالې بهيږي هلته به تل اوسېدونكي ياست، دا لوى برى دى.
阿拉伯语经注:
یَوْمَ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَالْمُنٰفِقٰتُ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوا انْظُرُوْنَا نَقْتَبِسْ مِنْ نُّوْرِكُمْ ۚ— قِیْلَ ارْجِعُوْا وَرَآءَكُمْ فَالْتَمِسُوْا نُوْرًا ؕ— فَضُرِبَ بَیْنَهُمْ بِسُوْرٍ لَّهٗ بَابٌ ؕ— بَاطِنُهٗ فِیْهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهٗ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ ۟ؕ
هغه ورځ چې منافقان او منافقانې به مومنانو ته وايي: موږ ته هم (لږ) انتظار وكړئ چې ستاسو له نور څخه څه رڼا واخلو، وبه ويل شي: بېرته وګرځئ او (ځان ته) رڼا ولټوئ! بيا به يې ترمنځ يو دېوال جوړ شي چې دروازه به لري، د ننه به پكې رحمت وي او د بهر خواته يې عذاب.
阿拉伯语经注:
یُنَادُوْنَهُمْ اَلَمْ نَكُنْ مَّعَكُمْ ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَلٰكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ اَنْفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْاَمَانِیُّ حَتّٰی جَآءَ اَمْرُ اللّٰهِ وَغَرَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ ۟
نارې به ورته وهي چې آيا موږ له تاسي سره نه وو؟ وايي به ولې نه، خو تاسي ځانونه په فتنه كې اچولي وو، انتظار مو كولو، په شک كې وئ او خپلو (غلطو) هيلو دوكه كړي واست، تر دې چې د الله حكم راغى او غولوونكي شيطان د الله په هكله وغولولئ.
阿拉伯语经注:
فَالْیَوْمَ لَا یُؤْخَذُ مِنْكُمْ فِدْیَةٌ وَّلَا مِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— مَاْوٰىكُمُ النَّارُ ؕ— هِیَ مَوْلٰىكُمْ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
نو نن به نه له تاسي (منافقانو) څه فديه (بدله) اخيستل كيږي او نه له كافرانو، استوګنځى به مو اور وي، همغه به مو ملګرى وي، او هغه د ورتلو بد ځاى دى.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ ۙ— وَلَا یَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَیْهِمُ الْاَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
آيا هغو کسانو لره چې ايمان يې راوړی هغه وخت نه دى راغلى چې زړونه يې د الله ياد ته نرم شي (ووېريږي) او هغه حق ته چې را نازل شوى، او د هغو كسانو په شان دې نه كيږي چې له دې مخكې كتاب وركړل شوى و نو چې اوږده زمانه پرې تېره شوه؛ نو زړونه يې كلک شول او له هغوى زياتره بې لارې وو.
阿拉伯语经注:
اِعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— قَدْ بَیَّنَّا لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
پوه شئ چې په رېښتيا الله ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ (وچېدو) وروسته، دا دى موږ تاسي ته (خپل) آيتونه څرګند بيان كړل تر څو عقل وكاروئ.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الْمُصَّدِّقِیْنَ وَالْمُصَّدِّقٰتِ وَاَقْرَضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا یُّضٰعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ اَجْرٌ كَرِیْمٌ ۟
بېشكه خيرات وركوونكي (سړی) او خيرات وركوونكې (ښځې) او هغوى چې الله سره يې غوره قرض كړى، هغوى ته به (دا) زياتيږي او د هغوى لپاره به غوره اجر وي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈地德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭