Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 优素福   段:
قَالَ یٰبُنَیَّ لَا تَقْصُصْ رُءْیَاكَ عَلٰۤی اِخْوَتِكَ فَیَكِیْدُوْا لَكَ كَیْدًا ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ لِلْاِنْسَانِ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟
پلار یې ورته وویل ځوی جانه! دا خوب ورونو ته مه وایه هسې نه چې هغوی تاته د بدۍ ناوړه هڅه وکړي. ځکه چې شیطان د انسان ډیر ښکاره دښمن دی.
阿拉伯语经注:
وَكَذٰلِكَ یَجْتَبِیْكَ رَبُّكَ وَیُعَلِّمُكَ مِنْ تَاْوِیْلِ الْاَحَادِیْثِ وَیُتِمُّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكَ وَعَلٰۤی اٰلِ یَعْقُوْبَ كَمَاۤ اَتَمَّهَا عَلٰۤی اَبَوَیْكَ مِنْ قَبْلُ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْحٰقَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟۠
او په همدې توګه به ستا رب تا غوره او د خبرو په معنا او مفهوم به دې پوه[۱۷] او خپله لورینه به پر تا او د یعقوب پر کورنۍ هغه ډول بشپړه کړي لکه څنګه یې چې ستا پر پخوانیو پلرونو ابراهیم او اسحق پوره کړی وه بې شکه چې ستا رب په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
[۱۷] له دې نه د هرې خبرې په پوره معنا پوهیدل او د خوب په تغبیر پوهیدل دي.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ كَانَ فِیْ یُوْسُفَ وَاِخْوَتِهٖۤ اٰیٰتٌ لِّلسَّآىِٕلِیْنَ ۟
د یوسف او د هغه ورونو په کیسه کې د پوښتونکو لپاره خورا غوره او پخې نښې دي.
阿拉伯语经注:
اِذْ قَالُوْا لَیُوْسُفُ وَاَخُوْهُ اَحَبُّ اِلٰۤی اَبِیْنَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ ؕ— اِنَّ اَبَانَا لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنِ ۟ۙۖ
کله چې هغوی سره وویل: یوسف او د هغه ورور[۱۸] زمونږ په انډول د پلار زړه ته ډیر نژدې دي په داسې حال کې چې مونږ یوه لویه ډله یو. نوښکاره همدا ده چې زمونږ پلار پوره بې لارې دی.
[۱۸] دا یوسف علیه السلام سکنې ورور دی( ابن جریر الطبری).
阿拉伯语经注:
١قْتُلُوْا یُوْسُفَ اَوِ اطْرَحُوْهُ اَرْضًا یَّخْلُ لَكُمْ وَجْهُ اَبِیْكُمْ وَتَكُوْنُوْا مِنْ بَعْدِهٖ قَوْمًا صٰلِحِیْنَ ۟
راځئ یوسف ووژنئ او یا يې په یوه لرې ځای کې وغورځوئ تر څو درته د پلار مخه خلاصه او وروسته به بیا په توبې کولو سره نیکان شئ.
阿拉伯语经注:
قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ لَا تَقْتُلُوْا یُوْسُفَ وَاَلْقُوْهُ فِیْ غَیٰبَتِ الْجُبِّ یَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّیَّارَةِ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟
د دوی له مینځ نه یوه وویل که خامخا مو دې کار ته ملا تړلې وي نو وژنئ يې مه بلکې په یوه ژوره تیاره څاه کې يې ورواچوئ تر څو یې ځینې مسافر خلک له ځان سره پورته کړي.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا یٰۤاَبَانَا مَا لَكَ لَا تَاْمَنَّا عَلٰی یُوْسُفَ وَاِنَّا لَهٗ لَنٰصِحُوْنَ ۟
ټولو پلار ته وویل: پلار جانه! څه خبره ده چې ته د یوسف په برخه کې په مونږ باور نه کوې سره له دې چې مونږ هغه ته پرته له ښیګڼې بل څه نه غواړو؟
阿拉伯语经注:
اَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا یَّرْتَعْ وَیَلْعَبْ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ ۟
سبا ته يې له مونږ سره ولیږه تر څو تازه میوې وخوري او ښکته او پورته منډې وکړي ته بې غمه اوسه ساتنه يې پر مونږ ده.
阿拉伯语经注:
قَالَ اِنِّیْ لَیَحْزُنُنِیْۤ اَنْ تَذْهَبُوْا بِهٖ وَاَخَافُ اَنْ یَّاْكُلَهُ الذِّئْبُ وَاَنْتُمْ عَنْهُ غٰفِلُوْنَ ۟
پلار وویل: تاسې چې دی بیايې زما زړه دربیږي ځکه زه ډاریږم چې لیوه به يې وخوري او ستاسې به هیڅ خیال ورته نه وي.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا لَىِٕنْ اَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ اِنَّاۤ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ ۟
هغوی ورته وویل که ددې لویي ډلې په مینځ کې يې هم لیوه خوري نو بیا خو به مونږ ډیر بدبخته یو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 优素福
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭