Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 * - 译解目录


含义的翻译 章: 塔哈   段:
فَاَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهٗ خُوَارٌ فَقَالُوْا هٰذَاۤ اِلٰهُكُمْ وَاِلٰهُ مُوْسٰی ۚۙ۬— فَنَسِیَ ۟ؕ
خو بیا یې د هغوی لپاره رمباړه وهونکی خوسی راوویست او ورته یي وویل:بس همدا ستاسې خدای دی،او د موسې خدای هم دی.خو له هغه نه هیر شوی دی.
阿拉伯语经注:
اَفَلَا یَرَوْنَ اَلَّا یَرْجِعُ اِلَیْهِمْ قَوْلًا ۙ۬— وَّلَا یَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا ۟۠
ایا دا خلک دیته نه ګوري چې جوړ کړی خدای يي نه د خبرې ځواب ورکوي.او نه هغوی ته د تاوان او ګټې رسولو واک او وس لري؟
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هٰرُوْنُ مِنْ قَبْلُ یٰقَوْمِ اِنَّمَا فُتِنْتُمْ بِهٖ ۚ— وَاِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمٰنُ فَاتَّبِعُوْنِیْ وَاَطِیْعُوْۤا اَمْرِیْ ۟
هارون د موسې له راتګ نه وړاندې هغوی ته ویلی وو چې:قومیانو!تاسې له یوه ازمیښت سره مخ شوي یاست. او رب مو یوازې رحمان ذات دی،نو زما لاره ونیسئ او زما خبره ومنئ.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا لَنْ نَّبْرَحَ عَلَیْهِ عٰكِفِیْنَ حَتّٰی یَرْجِعَ اِلَیْنَا مُوْسٰی ۟
هغوی وویل:مونږ به تر هغو همدا کار کوو تر څو چې موسې بیرته راشي.
阿拉伯语经注:
قَالَ یٰهٰرُوْنُ مَا مَنَعَكَ اِذْ رَاَیْتَهُمْ ضَلُّوْۤا ۟ۙ
موسې وویل:هارونه! ته څه منع کړې کله چې تا ولیدل چې هغوی بې لارې شوي دي؟
阿拉伯语经注:
اَلَّا تَتَّبِعَنِ ؕ— اَفَعَصَیْتَ اَمْرِیْ ۟
ولې دې زما لار ونه نیوله؟ ایا زما له حکم نه دې سروغړاوه؟
阿拉伯语经注:
قَالَ یَبْنَؤُمَّ لَا تَاْخُذْ بِلِحْیَتِیْ وَلَا بِرَاْسِیْ ۚ— اِنِّیْ خَشِیْتُ اَنْ تَقُوْلَ فَرَّقْتَ بَیْنَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِیْ ۟
هارون وویل:زما د مور ځویه!له ږیرې او سرنه مې مه نیسه،زه ډاریدم چې ته به بیا وايي:په بنې اسرائیلو کې دې بیلتون راوست،او زما تر خبرې دې نه دي کتلي.
阿拉伯语经注:
قَالَ فَمَا خَطْبُكَ یٰسَامِرِیُّ ۟
موسې وویل:ای سامریه!ستا څه خبره ده؟
阿拉伯语经注:
قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ یَبْصُرُوْا بِهٖ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِّنْ اَثَرِ الرَّسُوْلِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذٰلِكَ سَوَّلَتْ لِیْ نَفْسِیْ ۟
سامري وویل:ما هغه څه ولیدل چې خلکو نه وو لیدلي. ما د جبرائیل له پښو نه یو موټی خاوره واخیسته او هغه مې وغورځوله.او په دې توګه زما نفس ماته دا کار راوښود.
阿拉伯语经注:
قَالَ فَاذْهَبْ فَاِنَّ لَكَ فِی الْحَیٰوةِ اَنْ تَقُوْلَ لَا مِسَاسَ ۪— وَاِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهٗ ۚ— وَانْظُرْ اِلٰۤی اِلٰهِكَ الَّذِیْ ظَلْتَ عَلَیْهِ عَاكِفًا ؕ— لَنُحَرِّقَنَّهٗ ثُمَّ لَنَنْسِفَنَّهٗ فِی الْیَمِّ نَسْفًا ۟
موسې وویل:ولاړ شه او په ټول ژوند کې به نارې وهې چې:ماته لاس مه راوړئ.او ستا لپاره د حساب او کتاب یو وخت ټاکل شوی چې هیڅکله به ترې بچ نه شې.او اوس دې هغه معبود ته وګوره چې ته پرې پړ مخ پریوتلی وې.مونږ به یي وسوزوو بیا به یې خاورې په سیند کې وپاشو.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَاۤ اِلٰهُكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَسِعَ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ۟
او ای خلکو!ستاسې خدای یوازې یو الله دی.پرته له هغه بل هیڅ معبود نشته.او د هغه علم او پوهه هر څه ته رسیږي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 塔哈
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭