Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 塔哈   段:
اِذْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اُمِّكَ مَا یُوْحٰۤی ۟ۙ
کله مو چې ستا مور ته په دې هکله پیغام لیږلی وو.
阿拉伯语经注:
اَنِ اقْذِفِیْهِ فِی التَّابُوْتِ فَاقْذِفِیْهِ فِی الْیَمِّ فَلْیُلْقِهِ الْیَمُّ بِالسَّاحِلِ یَاْخُذْهُ عَدُوٌّ لِّیْ وَعَدُوٌّ لَّهٗ ؕ— وَاَلْقَیْتُ عَلَیْكَ مَحَبَّةً مِّنِّیْ ۚ۬— وَلِتُصْنَعَ عَلٰی عَیْنِیْ ۟ۘ
چې ځوی دې په یوه صندک کې واچوه.او صندک په سیند کې ور واچوه سیند به یې غاړې ته وباسي.زما او د هغه دښمن به يي راواخليږماله خپلې لورې پر تا مینه خپره کړه.او داسې لار مې برابره کړه چې ته زما په څارنه کې وپالل شې.
阿拉伯语经注:
اِذْ تَمْشِیْۤ اُخْتُكَ فَتَقُوْلُ هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰی مَنْ یَّكْفُلُهٗ ؕ— فَرَجَعْنٰكَ اِلٰۤی اُمِّكَ كَیْ تَقَرَّ عَیْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ ؕ۬— وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّیْنٰكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنّٰكَ فُتُوْنًا ۫۬— فَلَبِثْتَ سِنِیْنَ فِیْۤ اَهْلِ مَدْیَنَ ۙ۬— ثُمَّ جِئْتَ عَلٰی قَدَرٍ یّٰمُوْسٰی ۟
ای موسې هغه را په زړه کړه چې ستا خور به روانه او ویل به یې:ایا زه تاسې ته داسې څوک دروښایم چې دا کوچنۍ په ښه شان وروزي؟په دې توګه مونږ ته بیرته د مور غیږې ته راتاو کړې تر څو د هغې سترګې یخې او اندیښمنه نشي. او تا یو څوک وژلی و مونږ له دغه غم خلاص اوله راز،راز ازمیښتونو نه مو تیر کړې.د مدین په خلکو کې دې څو څو کلونه تیر او دغه دی اوس په خپله نیټه راغلی يي.
阿拉伯语经注:
وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِیْ ۟ۚ
او ته ما د خپل کار لپاره جوړ کړې.
阿拉伯语经注:
اِذْهَبْ اَنْتَ وَاَخُوْكَ بِاٰیٰتِیْ وَلَا تَنِیَا فِیْ ذِكْرِیْ ۟ۚ
ته او ستا ورور زما له نښانو سره ولاړ شئ!خو پام چې زما په یاد کې سستي ونه کړئ.
阿拉伯语经注:
اِذْهَبَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ۚۖ
ورځئ دواړه فرعون ته ورشئ هغه خپل سری شوی دی.
阿拉伯语经注:
فَقُوْلَا لَهٗ قَوْلًا لَّیِّنًا لَّعَلَّهٗ یَتَذَكَّرُ اَوْ یَخْشٰی ۟
په نرمۍ ورسره خبرې وکړئ.کیدای شي چې خبره ومني او یا وډار شي.
阿拉伯语经注:
قَالَا رَبَّنَاۤ اِنَّنَا نَخَافُ اَنْ یَّفْرُطَ عَلَیْنَاۤ اَوْ اَنْ یَّطْغٰی ۟
دواړو وویل: زمونږ پالونکیه!مونږ ډاریږو هسې نه چې سم له لاسه پر مونږ تیری وکړي او یا لاپسې سرو اخلي.
阿拉伯语经注:
قَالَ لَا تَخَافَاۤ اِنَّنِیْ مَعَكُمَاۤ اَسْمَعُ وَاَرٰی ۟
الله وفرمایل:مه ډاریږئ زه درسره یم هر څه اورم او هر څه وینم.
阿拉伯语经注:
فَاْتِیٰهُ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلَا رَبِّكَ فَاَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۙ۬— وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ؕ— قَدْ جِئْنٰكَ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— وَالسَّلٰمُ عَلٰی مَنِ اتَّبَعَ الْهُدٰی ۟
ورشئ او ورته ووايې چې مونږ ستا رب رالیږلی یو.بني اسرائیل پریږده چې له مونږ سره ولاړ شي،او نور یې مه ربړوه.مونږ تاته ستا د رب له نښانې سره راغلي یو.او سلامتی د هغه چا په برخه ده چې سمه لار ومني.
阿拉伯语经注:
اِنَّا قَدْ اُوْحِیَ اِلَیْنَاۤ اَنَّ الْعَذَابَ عَلٰی مَنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟
او مونږ ته وحې شوې ده چې:عذاب د هغه چا په برخه دی چې د حق استازي درواغجن ګڼي او مخ ترې اړوي.
阿拉伯语经注:
قَالَ فَمَنْ رَّبُّكُمَا یٰمُوْسٰی ۟
فرعون وویل:نو ستاسو دواړو رب څوک دی؟
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبُّنَا الَّذِیْۤ اَعْطٰی كُلَّ شَیْءٍ خَلْقَهٗ ثُمَّ هَدٰی ۟
موسې ځواب ورکړ چې:زما رب هغه ذات دی چې هر شي ته یي د هغه جوړښت وباښه او بیا یې ښوونه ورته وکړه.
阿拉伯语经注:
قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُوْنِ الْاُوْلٰی ۟
فرعون وویل:د پخوانیو تیروشوو خلکو حال څه ؤ؟
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 塔哈
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭