Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 尼萨仪   段:
وَلَوْ اَنَّا كَتَبْنَا عَلَیْهِمْ اَنِ اقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ اَوِ اخْرُجُوْا مِنْ دِیَارِكُمْ مَّا فَعَلُوْهُ اِلَّا قَلِیْلٌ مِّنْهُمْ ؕ— وَلَوْ اَنَّهُمْ فَعَلُوْا مَا یُوْعَظُوْنَ بِهٖ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ وَاَشَدَّ تَثْبِیْتًا ۟ۙ
که مونږ پر هغوی ټاکلي وای چې ځانونه مو ووژنئ یا له خپلو کورونو څخه ووځئ نو پرته له لږو خلکو څخه به هیچا هم دا کار نه وای کړی خو که هغوی هغه څه پر ځای کړي وای چې: نصیحت ورته کیږي نو دا ورته ډیر غوره او زیاته پخه وه.
阿拉伯语经注:
وَّاِذًا لَّاٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ لَّدُنَّاۤ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟ۙ
او مونږ به هم له خپلې لورې څخه لوی اجر ورکړی وای.
阿拉伯语经注:
وَّلَهَدَیْنٰهُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟
او روغه لار به مو روښوولې وای.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ فَاُولٰٓىِٕكَ مَعَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ وَالصِّدِّیْقِیْنَ وَالشُّهَدَآءِ وَالصّٰلِحِیْنَ ۚ— وَحَسُنَ اُولٰٓىِٕكَ رَفِیْقًا ۟ؕ
او هغه څوک چې د الله او د رسول مننه وکړي نو له هغو کسانو سره به وي چې الله پرې لورینه کړې ده چې عبارت دي له پیغمبرانو، صدیقانو، شهیدانو او نیکو کارانو څخه او دوی خورا ډیر ښه ملګري دي.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللّٰهِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ عَلِیْمًا ۟۠
دا د الله لورینه ده ـ او بس دی الله ښه پوه او عالم .
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا خُذُوْا حِذْرَكُمْ فَانْفِرُوْا ثُبَاتٍ اَوِ انْفِرُوْا جَمِیْعًا ۟
ای مؤمنانو! خپله تابیا مو ونیسئ د الله په لار کې ډلې ډلې واوځئ یا ټول دمخې.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ مِنْكُمْ لَمَنْ لَّیُبَطِّئَنَّ ۚ— فَاِنْ اَصَابَتْكُمْ مُّصِیْبَةٌ قَالَ قَدْ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیَّ اِذْ لَمْ اَكُنْ مَّعَهُمْ شَهِیْدًا ۟
او بې شکه چې ستاسې ځینې خلک جهاد ته په تګ کې وروسته والی کوي ـ که تاسې ته کوم غم او مصیبت ورسیږي نو وایې چې الله پر ما لورینه وکړه چې زه ورسره تللی نه وم.
阿拉伯语经注:
وَلَىِٕنْ اَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ اللّٰهِ لَیَقُوْلَنَّ كَاَنْ لَّمْ تَكُنْ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهٗ مَوَدَّةٌ یّٰلَیْتَنِیْ كُنْتُ مَعَهُمْ فَاَفُوْزَ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟
او که تاسې ته د الله کومه لورینه او مهرباني ورسیږي نو پداسې ژبه چې ګواکې ستاسې او د هغوی ترمنیځ دوستي نشته وایې کاشکې چې زه هم ورسره وای ستره ګټه به مې تر لاسه کړې وای.
阿拉伯语经注:
فَلْیُقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ الَّذِیْنَ یَشْرُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا بِالْاٰخِرَةِ ؕ— وَمَنْ یُّقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَیُقْتَلْ اَوْ یَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟
نو د الله په لار کې دې هغه کسان جهاد وکړي چې د دنیا ژوند په اخرت خرڅوي، او څوک چې د الله په لار کې جهاد وکړې شهید شي یا بریا من نو مونږ به ډیرژر هغه ته لوی اجر ورکړو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 尼萨仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭