Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 艾菲拉   段:
اَلْیَوْمَ تُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ؕ— لَا ظُلْمَ الْیَوْمَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
نن هر چا ته د هغه د کړو بدل ورکاوه شي نن به هیڅ ظلم او تیری نه وي. بې له شکه چې د الله حساب ډیر تیز دی.
阿拉伯语经注:
وَاَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْاٰزِفَةِ اِذِ الْقُلُوْبُ لَدَی الْحَنَاجِرِ كٰظِمِیْنَ ؕ۬— مَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ حَمِیْمٍ وَّلَا شَفِیْعٍ یُّطَاعُ ۟ؕ
ای پیغمبره! له هغې ډیر ژر راتلونکې ورځې نه يي وډاره وه چې زړونه به تالو ته رارسیدلي او په غمونو کې به ډوب وي. په دې ورځ به نه د ظالمانو کوم رښتینی دوست او نه کوم منلی شوی سپارښت ګر وي.
阿拉伯语经注:
یَعْلَمُ خَآىِٕنَةَ الْاَعْیُنِ وَمَا تُخْفِی الصُّدُوْرُ ۟
الله ته هغه ټول ښه معلوم دي چې سترګې يې په غلاء کوي او یا يي سیني پټ ساتي.
阿拉伯语经注:
وَاللّٰهُ یَقْضِیْ بِالْحَقِّ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَقْضُوْنَ بِشَیْءٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟۠
او الله به د حق پریکړه وکړي او هغه څه چې کافران يې پرته له الله نه بلي د هیڅ شي پریکړه نه شي کولی بې شکه چې همدا الله د هر څه اوریدونکی او د هر څه لیدونکی دی.
阿拉伯语经注:
اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ كَانُوْا مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْا هُمْ اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّاٰثَارًا فِی الْاَرْضِ فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ ؕ— وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ وَّاقٍ ۟
ایا مشرکان په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې وګوري چې د خلکو پای څه شوه چې له دوی نه وړاندې تیر شوي دي؟ هغوی له دوی نه ډیر ځواکمن او په ځمکه کې يي ډیرې نښې پریښې دي خو الله په خپلو ګناهونو ونیول. او هیڅوک نه وو چې له الله نه يي وژغوري.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانَتْ تَّاْتِیْهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَكَفَرُوْا فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ قَوِیٌّ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
او دا يې ځکه ورسره وکړل چې هغوی ته به رسولان له ښکاره دلایلو سره راتلل، خو منل به يې نه نو هغه وو چې الله ونیول، په رښتیا چې هغه ډیر پیاوړې او د سخت عذاب ورکولو والا دی.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
او مونږ موسی له خپلو ایتونو او ښکاره دلیل سره لیږلی و.
阿拉伯语经注:
اِلٰی فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَقَارُوْنَ فَقَالُوْا سٰحِرٌ كَذَّابٌ ۟
فرعون، هامان او قارون ته خو هغوی وویل چې کوډګر او درواغجن دی.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا اقْتُلُوْۤا اَبْنَآءَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ وَاسْتَحْیُوْا نِسَآءَهُمْ ؕ— وَمَا كَیْدُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟
نو کله چې موسی ورته زمونږ له لورې ښکاره حق راوړ نو فرعونیانو وویل: د هغو کسانو ځامن ووژنئ او لورګانې يې ژوندۍ پریږدئ چې له موسی سره يې ایمان راوړی دی. د کافرانو مکر او بد تدبیر پرته له رسوايې بل هیڅ نه وو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾菲拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭