Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ   አንቀጽ:
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُبَیِّنْ لَّنَا مَا هِیَ ۙ— اِنَّ الْبَقَرَ تَشٰبَهَ عَلَیْنَا ؕ— وَاِنَّاۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ لَمُهْتَدُوْنَ ۟
(بني اسرائیلو) وویل: له خپل پروردګاره وغواړه چې بیان کړي موږ ته چې څه قسم ده دغه غوا؟ بېشکه غوا موږ په شک کې اچولي یو، او که د الله خوښه وه موږ خامخا لارموندونكي يو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ اِنَّهٗ یَقُوْلُ اِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا ذَلُوْلٌ تُثِیْرُ الْاَرْضَ وَلَا تَسْقِی الْحَرْثَ ۚ— مُسَلَّمَةٌ لَّا شِیَةَ فِیْهَا ؕ— قَالُوا الْـٰٔنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ ؕ— فَذَبَحُوْهَا وَمَا كَادُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟۠
(موسی علیه السلام) وویل: الله جل جلاله وايي: دا يوه غواده، نه خواري كښه چې زمكه يوې كوي او نه كښت خړوبوي، سالمه پاتې شوې، هيڅ عيب پكې نشته، هغوى ويل: اوس دې سمه (حق) خبره راوړه نو حلاله يې كړه خو نږدې وو چې ويې نه كړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادّٰرَءْتُمْ فِیْهَا ؕ— وَاللّٰهُ مُخْرِجٌ مَّا كُنْتُمْ تَكْتُمُوْنَ ۟ۚ
(او یاد کړئ) هغه وخت چې تاسي یو کس وژلی ؤ، نو د هغه (مقتول) په اړه په جګړه شوئ او الله ښکاره کوونکی دی د هغه څه (قتل) چې تاسو پټولو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَقُلْنَا اضْرِبُوْهُ بِبَعْضِهَا ؕ— كَذٰلِكَ یُحْیِ اللّٰهُ الْمَوْتٰی وَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
نو موږ وویل چې پر وژل شوي د هغې (غوا) یوه ټوټه ووهئ (بیا هغه مړی ژوندی شو)، هم داسې الله تعالی (په قیامت کې) مړي ژوندي کوي او تاسې ته (د خپل قدرت) آیتونه (نښانې) درښیي ترڅو تاسو غور وکړئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ قَسَتْ قُلُوْبُكُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ فَهِیَ كَالْحِجَارَةِ اَوْ اَشَدُّ قَسْوَةً ؕ— وَاِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا یَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْاَنْهٰرُ ؕ— وَاِنَّ مِنْهَا لَمَا یَشَّقَّقُ فَیَخْرُجُ مِنْهُ الْمَآءُ ؕ— وَاِنَّ مِنْهَا لَمَا یَهْبِطُ مِنْ خَشْیَةِ اللّٰهِ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
بیا پس له دې ستاسو زړونه سخت شول، نو دغه (زړونه) په شان د تیږې (ګټی) دي بلکې ډیر زیات دي په سختوالي کې. او بېشکه چې له ځینو تیږو (ګټو) هغه دي چې بهیږي له هغو څخه ویالې او په تحقیق سره ځینې له دې تیږو (ګټو) څخه هغه دي چې چوي نو راوځي له هغو څخه اوبه او بیشکه ځینې له دې تیږو (ګټو) څخه هغه دی چې د الله له وېرې رارغړي او الله له هغه څه چې تاسو یې کوئ نا خبره نه دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَفَتَطْمَعُوْنَ اَنْ یُّؤْمِنُوْا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ یَسْمَعُوْنَ كَلٰمَ اللّٰهِ ثُمَّ یُحَرِّفُوْنَهٗ مِنْ بَعْدِ مَا عَقَلُوْهُ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
آیا نو تمه کوئ تاسې (ای مسلمانانو) چې ایمان به راوړي دوی (په وینا ستاسې) او بیشکه وه یوه ډله (د پخوانیو) له دوی چې اوریده به يې کلام د الله بیا به يې اړوله هغه خبره وروسته له دې چې پوه به شول په داسې حال کې چې دوی به پوهېدل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِذَا لَقُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَالُوْۤا اٰمَنَّا ۖۚ— وَاِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ قَالُوْۤا اَتُحَدِّثُوْنَهُمْ بِمَا فَتَحَ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ لِیُحَآجُّوْكُمْ بِهٖ عِنْدَ رَبِّكُمْ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
او کله چې دوی ملاقات وکړي له هغو کسانو سره چې مؤمنان دي نو وايې موږ ایمان راوړی دی او کله چې له یو بل سره یوازې شي، نو وایې، آیا خبروئ تاسې دوی په هغه شي چې پرانستلي دي الله په تاسې (په تورات کې) د دې لپاره چې جګړه وکړي له تاسې سره مؤمنان په هغه سره په نزد د پروردګار ستاسې آیا نو نه پوهیږي؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት