Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ   አንቀጽ:
وَاتَّبَعُوْا مَا تَتْلُوا الشَّیٰطِیْنُ عَلٰی مُلْكِ سُلَیْمٰنَ ۚ— وَمَا كَفَرَ سُلَیْمٰنُ وَلٰكِنَّ الشَّیٰطِیْنَ كَفَرُوْا یُعَلِّمُوْنَ النَّاسَ السِّحْرَ ۗ— وَمَاۤ اُنْزِلَ عَلَی الْمَلَكَیْنِ بِبَابِلَ هَارُوْتَ وَمَارُوْتَ ؕ— وَمَا یُعَلِّمٰنِ مِنْ اَحَدٍ حَتّٰی یَقُوْلَاۤ اِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ ؕ— فَیَتَعَلَّمُوْنَ مِنْهُمَا مَا یُفَرِّقُوْنَ بِهٖ بَیْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهٖ ؕ— وَمَا هُمْ بِضَآرِّیْنَ بِهٖ مِنْ اَحَدٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَیَتَعَلَّمُوْنَ مَا یَضُرُّهُمْ وَلَا یَنْفَعُهُمْ ؕ— وَلَقَدْ عَلِمُوْا لَمَنِ اشْتَرٰىهُ مَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۫ؕ— وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهٖۤ اَنْفُسَهُمْ ؕ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
او متابعت وکړ (یهودو) د هغه څه چې شیطانانو به د سلیمان علیه السلام په زمانه (د پاچاهۍ) کې لوستل، او سلیمان علیه السلام کفر نه و کړی، بلکې شیطانانو کفر وکړ، چې خلکو ته به یې کوډې (سحر) ښودلې او (متابعت به يې کاوه) د هغه شي چې نازل کړی شوی ړ په دوو پرښتو د بابل په (ښار) کې چې هاروت او ماروت وو، او ښودنه به نه کوله دوی هیچا ته تر هغه پورې چې وبه ویل دواړو بیشکه هم دا خبره ده چې موږ آزموینه (ازمیښت) یو نو مه کافر کیږه (په زده کولو د سحر) نو زده کاوه به هغوی له دوی دواړو نه هغه شی چې بیلتون به يې کاوه په هغه سره په منځ د میړه (خاوند) او ښځی د هغه کې، او نه وو دوی ضرر رسوونکي په دغه سحر سره هیچا ته مګر په اذن (حکم) د الله سره، او زده کوي دوی (یعنې یهودان) هغه څه چې ضرر رسوي دوی ته او نفع نه رسوي دوی ته، او هرومرو (خامخا) په تحقیق پوهیدل دوی چې خامخا هغه څوک چې پيری (اخلي) (زده کوي به اعتقاد د جواز) سحر نشته ده لره په آخرت کې هیڅ برخه (د نیکی)، او هرومرو (خامخا) ډیر بد دې هغه شی چې پلورلې (اخستی) دی دوی به هغه شی سره (حصه د) ځانو خپلو که چېرې وي دوی چي پوهیدلی (به بد انجام د سحر نو نه به يې زده کاوه).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَوْ اَنَّهُمْ اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَمَثُوْبَةٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ خَیْرٌ ؕ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
او که په تحقیق دوی ایمان راوړی وی او پرهېز يې کړی وی (له سحره او له یهودیته) نو هرومرو (خامخا) ثواب له طرفه د الله څخه ډیر غوره دی که چېرې دوی پوهېدلی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقُوْلُوْا رَاعِنَا وَقُوْلُوا انْظُرْنَا وَاسْمَعُوْا ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی (یعنې ای مؤمنانو) مه وایئ تاسې (لفظ د) راعنا (رسول الله ته) او ووایئ (لفظ د) انظرنا، او واورئ تاسې. او د کافرانو لپاره دردوونکی عذاب دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ وَلَا الْمُشْرِكِیْنَ اَنْ یُّنَزَّلَ عَلَیْكُمْ مِّنْ خَیْرٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟
نه خوښوي هغه کسان چې کافران شوي دي له اهل کتابو څخه او (نه) له مشرکانو څخه دا (خبره) چې نازله شي پر تاسي کومه ښه خبره ستاسو د رب لخوا، او الله تعالی ځانګړي کوي (خاصوي) په رحمت خپل سره هغه څوک چې اراده (يې) وکړي او الله د ډېر لوی فضل خاوند دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት