Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ   አንቀጽ:
وَمَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ نَّفَقَةٍ اَوْ نَذَرْتُمْ مِّنْ نَّذْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُهٗ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ اَنْصَارٍ ۟
او كوم لګښت چې تاسو يې كوئ يا څه نذر (منښته) منئ نو الله (ښه) ورباندى پوهيږي او د ظالمانو لپاره څوك مرستيالان نشته.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنْ تُبْدُوا الصَّدَقٰتِ فَنِعِمَّا هِیَ ۚ— وَاِنْ تُخْفُوْهَا وَتُؤْتُوْهَا الْفُقَرَآءَ فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ؕ— وَیُكَفِّرُ عَنْكُمْ مِّنْ سَیِّاٰتِكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
خيراتونه كه څرګند وركوئ نو هم ښه دي او كه پټ يې كړئ او خوارانو ته يې وركوئ نو دا درته غوره ده او له تاسو به (الله) څه ګناهونه ورژوي، او الله ستاسو له عمله ښه خبر دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لَیْسَ عَلَیْكَ هُدٰىهُمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ خَیْرٍ فَلِاَنْفُسِكُمْ ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْنَ اِلَّا ابْتِغَآءَ وَجْهِ اللّٰهِ ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ خَیْرٍ یُّوَفَّ اِلَیْكُمْ وَاَنْتُمْ لَا تُظْلَمُوْنَ ۟
خلكو ته د هدايت نصيب كولو مسئوليت پر تا نشته يوازې الله دى چې چا ته يې خوښه شي هدايت ور په برخه كوي او تاسي چي كوم مال په خيرات كې لګوئ ښېګڼه همدا تاسي ته ده او تاسې خو يې په همدې خاطر لګوئ چې الله خوشحاله كړئ؛ نو كوم مال چې تاسي په خيرات كې ولګوئ، د هغه پوره او بشپړ ثواب به دركړاى شي او هېڅكله به ستاسي حق ونه سوځي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لِلْفُقَرَآءِ الَّذِیْنَ اُحْصِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ضَرْبًا فِی الْاَرْضِ ؗ— یَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ اَغْنِیَآءَ مِنَ التَّعَفُّفِ ۚ— تَعْرِفُهُمْ بِسِیْمٰىهُمْ ۚ— لَا یَسْـَٔلُوْنَ النَّاسَ اِلْحَافًا ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ بِهٖ عَلِیْمٌ ۟۠
(له بل هر چا څخه زيات د مرستي وړ) هغه بېوزلي دي چې د الله په لار كې داسې بند دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د ځمكې پر مخ هېڅ راز هلې ځلې نشي كولاى د هغو د استغناء په ليدلو بې خبره خلك ګومان كوي چې دوى شتمن دي ته د هغو د څېرو په ليدو د هغو پر حال خبرېداى شې؛ خو هغوى داسې خلك ندي چې چاته كلك ودرېږي او څه وغواړي د هغو په لاس نيوي كې چې تاسې څه مال ولګوئ هغه به له الله نه پټ پاتې نشي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً فَلَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ— وَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟ؔ
هغوى چې خپل مالونه شپه ورځ، پټ او ښكاره (په ښه لار كې) لګوي نو اجرونه يې له الله سره دي او نه به ورباندې څه ډار وي او نه به غمجن شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት