Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ   አንቀጽ:
سَیَقُوْلُ السُّفَهَآءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلّٰىهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِیْ كَانُوْا عَلَیْهَا ؕ— قُلْ لِّلّٰهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ؕ— یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
هرومرو به د خلکو ناپوهان ووایي چې څه شي وګرځول دوی (یعنې رسول صلی الله علیه وسلم او مؤمنان) له قبلی د دوی څخه هغې نه چې وو دوی په هغې باندې؟ ووایه (اې محمده! دوی ته) چې مشرق او مغرب (بلکې ټول جهات) د الله له پاره دي، هر چاته چې وغواړي د سمې لارې (اسلام) هدایت کوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَكَذٰلِكَ جَعَلْنٰكُمْ اُمَّةً وَّسَطًا لِّتَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ وَیَكُوْنَ الرَّسُوْلُ عَلَیْكُمْ شَهِیْدًا ؕ— وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِیْ كُنْتَ عَلَیْهَاۤ اِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ یَّتَّبِعُ الرَّسُوْلَ مِمَّنْ یَّنْقَلِبُ عَلٰی عَقِبَیْهِ ؕ— وَاِنْ كَانَتْ لَكَبِیْرَةً اِلَّا عَلَی الَّذِیْنَ هَدَی اللّٰهُ ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُضِیْعَ اِیْمَانَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
او هم داسې (لکه چې هدایت مو درته کړی دی) ګرځولي یئ موږ تاسې یوه ډله غوره لپاره د دې چې شئ شاهدان پر نورو خلقو (د جزا په ورځ د انبیاؤ له خوا) او چې شې (محمد) رسول (د الله) پر تاسې شاهد. او نه ده ګرځولې موږ (دا) قبله هغه چې وې ته (پخوا له هجرت نه) پر هغې باندې مګر لپاره د دې چې موږ (بیل او) ښکاره کړو هغه څوک چې پيروي کوي د رسول له هغه چانه چې بیرته ګرځي په پوندو خپلو، اګر که دي دا ګرځیدل (کعبې ته) هرومرو (خامخا) ډیر ګران (سخت) مګر نه دي ګران (سخت) په هغو کسانو چې سمه لاره ورته ښوولې ده الله. او نه دی الله چې ضایع کړي ایمان (لمونځ) ستاسې (اې مؤمنانو!) بېشکه الله پر خلکو ډېر مهربان، پوره رحم کوونکی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَدْ نَرٰی تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِی السَّمَآءِ ۚ— فَلَنُوَلِّیَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضٰىهَا ۪— فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ؕ— وَحَیْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوْا وُجُوْهَكُمْ شَطْرَهٗ ؕ— وَاِنَّ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ لَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟
په تحقیق سره وینو موږ (بیا بیا) ګرځول د مخ ستا په (طرف د) آسمان، نو موږ به وګرځوو هرومرو (خامخا) تا (هغې) قبلی ته چې ته یې خوښوې. نو وګرځوه مخ خپل په لوري د مسجد الحرام (کعبې ته په لمانځه کې). او په هر ځای کې چې یې، نو وګرځوئ (تاسې) مخونه خپل (په لمانځه کې) په لوري د هغې (کعبی)، او بېشکه هغه کسان چې هغوی ته کتاب ورکړل شوی دی، خامخا پوهېږي چې دا د دوی د رب له لوري حق ده او الله غافل نه دی له هغو کړنو چې دوی یې کوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَىِٕنْ اَتَیْتَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ بِكُلِّ اٰیَةٍ مَّا تَبِعُوْا قِبْلَتَكَ ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ ۚ— وَمَا بَعْضُهُمْ بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ ؕ— وَلَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ مِّنْ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ— اِنَّكَ اِذًا لَّمِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۘ
او که چېرې ته دې اهل كتابو ته هر دلیل (نښانه) راوړې، دوی به ستا د قبلې پیروي و نه کړي او نه یې ته (اې محمده) د دوی د قبلې پېروي کوونکی او نه دي ځینې د دوی پېروان د قبلی د ځینو (نورو). او که چېرې ته تابع شې د هیلو (آرزوګانو) د دوی وروسته له هغه علم (وحي) څخه چې تا ته راغی، نو بېشکه ته به له ظالمانو ځينې شې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት