ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: الحج   آية:

سورة الحج - الحج

من مقاصد السورة:
تعظيم الله سبحانه وتعالى وشعائره والتسليم لأمره.
د الله پاک تعالی او د هغه د شعائرو درناوی او امر ته يې غاړه اېښودل.

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمْ ۚ— اِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَیْءٌ عَظِیْمٌ ۟
ای خلکو! ووېرېږئ د خپل رب څخه په عملي کولو د هغه څه چې تاسې ته يې پرې امر کړی، او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې تاسې یې ترې منعه کړي یاست، بېشکه هغه څه چې د قیامت د راتللو سره به یوځای وي د زلزلې د ځمکې او نورو سختو حالاتو څخه یقېنا ډیر لوی کار دی، لازم دي تیاری کول دې لره په هغه عمل چې الله تعالی خوشحاله کوي.
التفاسير العربية:
یَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّاۤ اَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَی النَّاسَ سُكٰرٰی وَمَا هُمْ بِسُكٰرٰی وَلٰكِنَّ عَذَابَ اللّٰهِ شَدِیْدٌ ۟
په کومه ورځ چې وبه وینئ تاسې دا زلزله غافله به شي هره یوه پۍ ورکوونکي ښځه د خپل بچي نه، او وبه غورځوي هره یوه حامله زنانه خپل حمل لره د ډېرې وېرې د وجې، او وېنې به ته خلکو لره د هغوی د عقلونو د لاسه ورکولو له کبله د نشیانو په شان د دغه ځای او حالاتو د سختې وېرې له وجې، او دوی به د شرابو د څښولو له امله نشه نه وي، بلکې عذاب د الله تعالی ډېر سخت دی، نو د الله تعالی عذاب د دوی نه عقلونه ورک کړي.
التفاسير العربية:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّیَتَّبِعُ كُلَّ شَیْطٰنٍ مَّرِیْدٍ ۟ۙ
او ځېني د خلکو نه هغه دي چې جګړه کوي د الله تعالی په قدرت کې په راژوندي کولو د مړو پرته له کوم دلېل نه چې دوی سره وي، او تابعداري کوي په خپله عقېده او وینا کې د هر یو شیطان چې سرکش وي د خپل رب د حکم نه، او د هر یو ګمراه مشر.
التفاسير العربية:
كُتِبَ عَلَیْهِ اَنَّهٗ مَنْ تَوَلَّاهُ فَاَنَّهٗ یُضِلُّهٗ وَیَهْدِیْهِ اِلٰی عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟
مقرر کړی شوې په دې سرکښ انسي او جني شیطان باندې چې یقېنا چا چې د ده تابعداري وکړه، او د ده خبره یې ومنله نو خامخا به یې دحق له لارې څخه بې لارې کوي، او عذاب د اور ته به یې رسوي د هغه د کفر او ګناهونو په وجه.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَاِنَّا خَلَقْنٰكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَّغَیْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَیِّنَ لَكُمْ ؕ— وَنُقِرُّ فِی الْاَرْحَامِ مَا نَشَآءُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ۚ— وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّرَدُّ اِلٰۤی اَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَیْلَا یَعْلَمَ مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَیْـًٔا ؕ— وَتَرَی الْاَرْضَ هَامِدَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَاَنْۢبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ ۟
ای خلکو! که چېرته تاسې سره شک وي زمونږ په قدرت باندې ستاسې په بېرته راژوندي کولو باندې، نو تاسې فکر وکړئ په خپل پيدایښت کې؛ نو بېشکه مونږ ستاسې پلار آدم د خاورې نه پیداکړی و، بیا مو د هغه اولاده د هغه څاڅکي د منۍ نه پیداکړه چې سړي یې د ښځي په رحم (بچې دانې) کې اچوي، بیا دا څاڅکی د منۍ بدل شي په کلکه وېنه باندې، بیا دا کلکه وینه د غوښي په ټوټې باندې بدله شي لکه د کرپندوکي په شان، بیا د غوښې دا ټوټه بدله شي؛ یا په پوره برابر پيدایښت باندې او یا پاتي شي په رحم (بچې دانۍ) کې تر دې چې هغه ژوندی بچی راووځي، او یا بدل شي ناقص شکل ته او رحم (بچه دانه) یې وغورځوي؛ دا د دې لپاره چې بیان کړو مونږ تاسې ته زمونږ قدرت په پیداکولو ستاسې کې په پی درپی ډول، او مونږ پرېږدو په بچه دانو کې هغه چې مونږ یې وغواړو د بچو نه تر دې چې پیداشي په نېټه مقرره کې چې هغه نهه میاشتې دي، بیا مو مونږ راوباسو د خېټو د مېندو ستاسې نه واړه واړه بچي، بیا تر دې چې تاسې ورسېږئ پوره والي د قوت او عقل ته، او ځېنې ستاسې څخه هغه دي چې د دې نه مخکې مړه شي، او ځېني ستاسې نه هغه څوک دي ژوند کوي تر دې چې د زوړوالي عمر ته ورسېږي داسې چې قوت او عقل دواړه یې کمزوري شي، تر دې چې د ماشوموالي د حال نه هم ډیر بدتر شي، نه پوهېږي په هغه څه چې دی پرې مخکې پوهېده، او وینې به ته زمکې لره وچه چې هیڅ بوټي پکې نه وي، نو کله چې مونږ په دې باندې د باران اوبه راووروو نو کولاو شي ځمکه د بوټو نه، او را اوچته شي په سبب د راټوکېدلو د بوټو د هغې، او راوباسي (رازرغون کړي) د هر یو قسم د ښایسته شکل والا بوټي نه.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• وجوب الاستعداد ليوم القيامة بزاد التقوى.
واجب دی تیاری کول د قیامت ورځې ته د تقوی په توخې سره.

• شدة أهوال القيامة حيث تنسى المرضعة طفلها وتسقط الحامل حملها وتذهب عقول الناس.
د قیامت د هېبت سختي داسې چې هیره به کړي هره یوه تی ورکوونکي زنانه خپل بچي لره او وبه غورځوي حامله زنانه خپل حمل لره او د خلکو عقلونه به لاړ شي.

• التدرج في الخلق سُنَّة إلهية.
په پی درپی ډول پيداېښت؛ الهي قانون دی.

• دلالة الخلق الأول على إمكان البعث.
د لومړي پيداېښت تر سره کېدل په بېرته راژوندي کولو باندې دلالت کوي.

• ظاهرة المطر وما يتبعها من إنبات الأرض دليل ملموس على بعث الأموات.
د باران څرګنده نښه او هغه څه چې په دې پسې وروسته راځي د راټوکولو د زمکې نه یو څرګند دلیل دی په بېرته راژوندي کولو د مړو.

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّهٗ یُحْیِ الْمَوْتٰی وَاَنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۙ
دا کوم بیان چې مونږ تاسې ته وکړ -ستاسې د پیداېښت شروع کېدل او د هغه پۍ درپۍ احوال دي، او احوال د هغه چا چې ستاسې نه پیداکېږی- دا د دې لپاره چې تاسې یقین وکړئ چې بېشکه هغه الله تعالی چې تاسې یې پیداکړي یاست هغه حق ذات دی چې هیڅ شک پکې نشته، په خلاف د هغو بوتانو چې تاسې یې بندګي کوئ، او د دې لپاره چې تاسې ایمان او یقین ولرئ چې بېشکه الله تعالی مړي ژوندي کوي، او بېشکه هغه په هر څه باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی یې نشي عاجز کولی.
التفاسير العربية:
وَّاَنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیْهَا ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ یَبْعَثُ مَنْ فِی الْقُبُوْرِ ۟
او د دې لپاره چې تاسې ایمان او یقېن ولرئ چې بېشکه قیامت خامخا راتلونکی دی د هغه په راتګ کې هیڅ شک نشته، او بېشکه الله تعالی راژوندي کوي مړي د خپلو قبرونو نه د دې لپاره چې د هغوی په عملونو بدلې ورکړي.
التفاسير العربية:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّلَا هُدًی وَّلَا كِتٰبٍ مُّنِیْرٍ ۟ۙ
او ځېني له کافرانو څخه هغه دي چې جکړه کوي د الله تعالی دتوحېد باره کې، پرته له څه داسې پوهې نه چې دوی پرې حق ته ورسېږي، او پغیر د تابعدارۍ د یو لارښود نه چې دوی ته دا توحېد وروښايي، او نه کتاب رڼا کوونکی چې دوی ته د الله تعالی له طرفه راغلی وي نو دوی هغه ته ورسوي.
التفاسير العربية:
ثَانِیَ عِطْفِهٖ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— لَهٗ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَّنُذِیْقُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟
اړوونکي وي خپل څټ لره د لويۍ د وجې د دې لپاره چې خلک واړوي د ایمان نه او د ننوتلو نه د الله تعالی په دین کې، نو دا چې د چا صفت وي د هغه لپاره ذلالت دی په دنیا کې د هغې سزا له وجې چې دې ته به رسېږي، او وبه څکوو مونږ دې ته په اخرت کې عذاب د اور؛ سوځوونکی.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ یَدٰكَ وَاَنَّ اللّٰهَ لَیْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠
او وېلی کیږي به دې ته: دا عذاب چې تا وڅکه د هغه کفر او ګناه په وجه دی چې تا کړي، او الله تعالی خپل هیڅ یو بنده ته سزا نه ورکوي مګر په ګناه سره.
التفاسير العربية:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّعْبُدُ اللّٰهَ عَلٰی حَرْفٍ ۚ— فَاِنْ اَصَابَهٗ خَیْرُ ١طْمَاَنَّ بِهٖ ۚ— وَاِنْ اَصَابَتْهُ فِتْنَةُ ١نْقَلَبَ عَلٰی وَجْهِهٖ ۫ۚ— خَسِرَ الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةَ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِیْنُ ۟
او ځېني له خلکو هغه دي چې ګډوډ وي په شک باندې د الله تعالی بندګي کوي، نو که ورسېږي دوی ته څه خیر د صحت او مالدارۍ نه نو په خپل اېمان او بندګۍ پاتي شي، او که ورسېږي دوی ته څه ازمېښت په مرض او یا ولږې سره نو په خپل دین باندې بد فالي نېسي نو د هغه نه بېرته وګرځي، تاواني شوه دنیا د ده، نو نه زیاتوي ده لره کفر د دې څه نصېب او برخه د دنیا نه کوم چې دې لره په تقدير کې نه وي لېکل شوي، او اخرت یې هم تاواني کړ د هغه عذاب په وجه چې دا به ورسره مخامخ کېږي، بېشکه دا دی تاوان ښکاره.
التفاسير العربية:
یَدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَضُرُّهٗ وَمَا لَا یَنْفَعُهٗ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُ ۟ۚ
بندګي کوي پغېر د الله تعالی نه د داسې بوتانو چې که څوک یې نافرماني وکړي ضرر ورته نشي رسولی، او که تابعداري یې وکړي فاېده ورته نشي رسولی، دا رابلل او بندګي کول د داسې بوتانو چې نه چا ته ضرر رسولی شي او نه چا ته فاېده رسولی شي همدا ګمراهي ده ډېره لرې د حق نه.
التفاسير العربية:
یَدْعُوْا لَمَنْ ضَرُّهٗۤ اَقْرَبُ مِنْ نَّفْعِهٖ ؕ— لَبِئْسَ الْمَوْلٰی وَلَبِئْسَ الْعَشِیْرُ ۟
رابلي دا کافر کوم چې د بوتانو بندګي کوي هغه څوک چې واقعي ضرر د هغه ډیر نږدی دی د هغه د ورکې فاېدې نه، یقېنا ډیر بد دی هغه معبود چې ضرر یې د فاېدې نه ډیر نږدې دی، ډیر بد دی دا مددګار د هغه چا چې مدد ترې غواړي، او ډیر بد ملګری دی د هغه چا چې ملګرتیا ورسره کوي.
التفاسير العربية:
اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یُرِیْدُ ۟
بېشکه ننباسي الله تعالی هغه کسان چې په هغه یې اېمان راوړی او نېک عملونه یې کړي جنتونو ته چې بهېږي به لاندې د ماڼېو د هغه ویالې، بېشکه الله تعالی کوي هغه څه چې غواړي؛ رحم کوي په چا چې رحم کول وغواړي د خپل رحمت نه، او سزا ورکوي چا ته چې سزا ورکول وغواړي، هیڅوک په هغه باندې زور اچوونکي نشته.
التفاسير العربية:
مَنْ كَانَ یَظُنُّ اَنْ لَّنْ یَّنْصُرَهُ اللّٰهُ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ فَلْیَمْدُدْ بِسَبَبٍ اِلَی السَّمَآءِ ثُمَّ لْیَقْطَعْ فَلْیَنْظُرْ هَلْ یُذْهِبَنَّ كَیْدُهٗ مَا یَغِیْظُ ۟
هر هغه څوک چې ګومان کوي چې یقېنا الله تعالی به د خپل پېغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- مدد ونه کړي په دنیا او اخرت کې نو بس دا دې د خپل کور چت ته یوه رسۍ اوږده کړي، بیا دې پرې ځان زندۍ (غرغره) کړي چې د د نیا د ځمکې نه ختم شي، بیا دې وګوري چې ایا دا کار بوځي د دې هغه غوصه چې په دې کې وه، نو خامخا الله تعالی د خپل پېغمبر مدد کوونکی دی، که دا عنادي حسدګر وغواړي او که ویې نه غواړي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أسباب الهداية إما علم يوصل به إلى الحق، أو هادٍ يدلهم إليه، أو كتاب يوثق به يهديهم إليه.
د هدایت اسباب یا خو داسې علم دی چې د دې په وجه حق ته ورسېږي، او یا یو ښودونکی وي چې حق ورته وښایي، او یا یو کتاب چې دی پرې اعتماد وکړي او هدایت ته یې ورسوي.

• الكبر خُلُق يمنع من التوفيق للحق.
تکبر او لویي داسې یو صفت دی چې حق ته د رسېدلو نه انسان بندوي.

• من عدل الله أنه لا يعاقب إلا على ذنب.
د الله تعالی د عدل او انصاف څخه دا دي چې هغه سزا نه ورکوي مګر په ګناه باندې.

• الله ناصرٌ نبيَّه ودينه ولو كره الكافرون.
الله تعالی د خپل پېغمبر او خپل دین مدد کوونکی دی اګر که کافران دا کار بدګڼي.

وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یُّرِیْدُ ۟
او لکه څرنګه چې مونږ تاسې ته ښکاره دلېلونه بیان کړل په بېرته راژوندي کولو باندې همدارنګه مونږ نازل کړی په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې قرآن د ښکاره دلېلونو والا، او بېشکه الله تعالی توفېق ورکوي چا لره چې وغواړي په خپلې مهربانۍ سره د هدایت او نیکۍ لارې ته.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَادُوْا وَالصّٰبِـِٕیْنَ وَالنَّصٰرٰی وَالْمَجُوْسَ وَالَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا ۖۗ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟
بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی یې اېمان راوړی د دې امت نه، او یهودیان او صابئېن (دا د ځېنو پېغمبرانو د تابعدارانو یو ډله ده)، او نصرانیان، او اور پرستان، او بوت پرستان، خامخا الله تعالی به فېصله وکړي د دوی ترمنځ د قیامت په ورځ نو ننباسي به مومنان جنت ته، او دا نور ټول به جهنم ته ننباسي، بېشکه الله تعالی ګواهي کوونکی (خبر دی) د خپلو بندګانو په ټولو ویناګانو او کړنو باندې، په هغه باندې د دوی څخه هیڅ شی هم پټ نشي پاتي کېدلی، او خامخا به ورله پرې بدلې ورکړي.
التفاسير العربية:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یَسْجُدُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُوْمُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَآبُّ وَكَثِیْرٌ مِّنَ النَّاسِ ؕ— وَكَثِیْرٌ حَقَّ عَلَیْهِ الْعَذَابُ ؕ— وَمَنْ یُّهِنِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّكْرِمٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یَشَآءُ ۟
آیا ته نه وېنې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی چې دی سجده کوي هغه ته سجده د تابعدارۍ ټول هغه څوک چې په آسمانونو کې دي د ملاېکو نه، او هغه څوک چې په زمکه کې دي د انسي او جني مومنانو څخه، او لمر ورته هم سجده کوي، او سپوږمۍ ورته هم سجده کوي، او ستوري ورته په آسمانونو کې سجده کوي، او غرونه او ونې او زنده سر ورته په زمکه کې سجده کوي؛ سجده د غاړي کېښودلو، او سجده ورته کوي ډېر د خلکو نه سجده د بندګۍ او تابعدارۍ، او ډیر د خکلو نه ځان بندوي هغه ته د تابعدارۍ د سجدې نه، نو په دوی باندې لازم شوی عذاب د الله تعالی د دوی د کفر په وجه، او هر هغه څوک چې الله تعالی پرې د هغه کفر له وجې د ذلت او سپکوالي فېصله وکړي نو هیڅوک داسې نشته چې د هغه عزت وکړي، بېشکه الله تعالی کوي چې څه وغواړي، هیڅوک په هغه باندې زور اچوونکی نشته.
التفاسير العربية:
هٰذٰنِ خَصْمٰنِ اخْتَصَمُوْا فِیْ رَبِّهِمْ ؗ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِیَابٌ مِّنْ نَّارٍ ؕ— یُصَبُّ مِنْ فَوْقِ رُءُوْسِهِمُ الْحَمِیْمُ ۟ۚ
دا دوه ډلې دي جګړه کوونکي دي د خپل رب باره کې؛ کومه یوه د دې دواړو ډلو څخه په حقه ده: د اېمان والا ډله، او که د کفر والا ډله؛ نو د کفر والا باندې به اور داسې راتاو شي لکه جامې (کالي) چې په اغوستونکي باندې راتاو شوې وي، او اړول کېږي به د دوی د سرونو دپاسه اوبه سرې ایشېدلې.
التفاسير العربية:
یُصْهَرُ بِهٖ مَا فِیْ بُطُوْنِهِمْ وَالْجُلُوْدُ ۟ؕ
په دې اوبو سره به ويلي شي هغه څه چې د دوی په کولمو کې به وي د ډېر ګرموالي له وجې او د دوی پوستکو ته به هم ورسېږي نو هغه به هم ويلي کړي.
التفاسير العربية:
وَلَهُمْ مَّقَامِعُ مِنْ حَدِیْدٍ ۟
او دوی لره به په اور کې د اوسپنو ګورزونه (څټکي) وي ملاېکې به ورله پرې سرونه وهي.
التفاسير العربية:
كُلَّمَاۤ اَرَادُوْۤا اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ اُعِیْدُوْا فِیْهَا ۗ— وَذُوْقُوْا عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟۠
هر کله چې دوی کوشش وکړي د اور نه د وتلو د هغو سختو عذابونو د وجې چې دوی به ورسره په دې کې مخامخ کېږي بېرته به وګرځول شي دوی دې اور ته، او دوی ته به ووېل شي: وڅکئ عذاب د اور سوځونکي.
التفاسير العربية:
اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّلُؤْلُؤًا ؕ— وَلِبَاسُهُمْ فِیْهَا حَرِیْرٌ ۟
او د ایمان والا ډله هغوی چې په الله تعالی یې اېمان راوړی او نېک عملونه یې کړي دي، داخل به کړي دوی لره الله تعالی په جنتونو کې چې بهېږي به لاندې د بنګلو او ونو د هغې ویالې، ښاېسته کوي به الله تعالی دوی په وراغوستلو سره دوی ته د سرو زرو بنګړي، او ښاېسته کوي به دوی لره په ملغلرو سره، او د دوی جامې به په دې کې د ورېښمو څخه وي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الهداية بيد الله يمنحها من يشاء من عباده.
هدایت کول د الله -تعالی- په لاس کې دی ورکوي یې چا ته چې یې وغواړي د خپلو بندګانو څخه.

• رقابة الله على كل شيء من أعمال عباده وأحوالهم.
د الله تعالی څارنه په هر یو شي د خپلو بندګانو د عملونو او حالاتو څخه.

• خضوع جميع المخلوقات لله قدرًا، وخضوع المؤمنين له طاعة.
د ټولو مخلوقاتو الله تعالی ته عاجزي کول په تقدیر سره، او د مومنانو عاجزي کول هغه ته په تابعدارۍ سره.

• العذاب نازل بأهل الكفر والعصيان، والرحمة ثابتة لأهل الإيمان والطاعة.
په کافرانو او نافرمانو خلکو باندې عذاب خامخا راتلونکی دی، او رحمت او مهرباني د ایمان او تابعدارۍ والاو لپاره ده.

وَهُدُوْۤا اِلَی الطَّیِّبِ مِنَ الْقَوْلِ ۖۗۚ— وَهُدُوْۤا اِلٰی صِرَاطِ الْحَمِیْدِ ۟
او لارښوونه کړې الله دوی ته په دنیوي ژوند کې د ښایسته ویناوو لکه کلمه د شهادت: لا اله الا الله، او د الله تعالی لویي او ثنا بیانول، او ښودنه يې کړې د دوی د اسلام ستایلی شوی لارې ته.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِیْ جَعَلْنٰهُ لِلنَّاسِ سَوَآءَ ١لْعَاكِفُ فِیْهِ وَالْبَادِ ؕ— وَمَنْ یُّرِدْ فِیْهِ بِاِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُّذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟۠
بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی یې کفر کړی، او نور خلک هم په اسلام کې د ننوتلو نه بندوي، او بندوي خلک د مسجد حرام نه، لکه مشرکانو چې د حدیبیی په کال کړی و نو زر دی چې وبه څکوو مونږ دوی ته عذاب دردناک، دغه جومات چې مونږ ګرځولې خلکو له قبله د هغوی په لمانځه کې او ځای د عبادت دی په حج او عمره کې، برابر دي په دې د مکې والا کوم چې هلته اوسېږي، او هغه څوک چې ورته راشي د بهر نه چې د مکې والا نه وي، او څوک چې اراده وکړي په دې د کوږوالي د حق نه په یو شي سره د ګناه نه قصدا نو وبه څکوو مونږ دې ته عذاب دردناک.
التفاسير العربية:
وَاِذْ بَوَّاْنَا لِاِبْرٰهِیْمَ مَكَانَ الْبَیْتِ اَنْ لَّا تُشْرِكْ بِیْ شَیْـًٔا وَّطَهِّرْ بَیْتِیَ لِلطَّآىِٕفِیْنَ وَالْقَآىِٕمِیْنَ وَالرُّكَّعِ السُّجُوْدِ ۟
او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې مونږ بیان کړل ابراهیم -علیه السلام- ته د بیت الله ځای او د هغه حدود وروسته د دی نه چې هغه نا معلوم وو، او مونږ وحې وکړه هغه ته چې زما سره په عبادت کې هیڅ څيز هم مه شرېکوه، بلکې یواځې زما بندګي وکړه، او پاک کړه کور زما د حسي او معنوي پلیتیانو څخه د طواف کوونکو او لمونځ کوونکو لپاره.
التفاسير العربية:
وَاَذِّنْ فِی النَّاسِ بِالْحَجِّ یَاْتُوْكَ رِجَالًا وَّعَلٰی كُلِّ ضَامِرٍ یَّاْتِیْنَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِیْقٍ ۟ۙ
او اعلان وکړه په خلکو کې راوبله دوی د ادا کولو د حج دې کور ته کوم چې مونږ تا ته د دې د جوړولو امر کړی؛ راځی به دوی تا ته پیاده او سواره په هر یو اوښ ډنګر چې ستړی شوی وي د مزل له وجې، راولي به دوی لره اوښان چې بار کړي به يې وي د هرې یوې لرې لارې نه.
التفاسير العربية:
لِّیَشْهَدُوْا مَنَافِعَ لَهُمْ وَیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ فِیْۤ اَیَّامٍ مَّعْلُوْمٰتٍ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ ۚ— فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْبَآىِٕسَ الْفَقِیْرَ ۟ؗ
د دې لپاره چې دوی حاضر شي هغه څه ته چې دوی ته فاېدې ورکوي د بښنې د ګناهونو نه، او د حاصلولو د ثوابونو نه، او یووالي د ټولي د دوی نه او داسې نور، او چې یاد کړي نوم د الله تعالی په هغه څه چې دوی ئې ذبحه کوي د قربانیو نه په هغو ورځو معلومو کې چې هغه: لسم د ذې الحجې دی او درې ورځې د هغې نه وروسته؛ له وجې د شکر اېستلو نه په هغو نعمتونو چې دوی ته الله تعالی ورکړي د اوښانو او غواګانو او ګدو نه، نو تاسې خوراک وکړئ د دې قربانیانو نه، او خوراک ورکړئ د دې نه هغه چا ته چې هغه ډیر غريب وي.
التفاسير العربية:
ثُمَّ لْیَقْضُوْا تَفَثَهُمْ وَلْیُوْفُوْا نُذُوْرَهُمْ وَلْیَطَّوَّفُوْا بِالْبَیْتِ الْعَتِیْقِ ۟
بیا دې پوره کړي هغه چې پاتي وي په دوی باندې د حج د طرېقو نه، او ځان دې حلال کړي په کلولو (ښرېلو) د سرونو خپلو او په کمولو د نوکانو د دوی، او په لرې کولو د هغو خېرو چې د احرام په وجې په دوی جمعه شوي وي، او پوره والی دې وکړي په هغه څه چې دوی په خپل ځان باندې واجب کړي د حج او عمرې او قربانیانو نه، او طواف دې وکړي طواف افاضة د بیت الله شریف نه هغه چې الله تعالی ازاد کړی د تسلط د ظالمانو نه په هغه باندې.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ ۗ— وَمَنْ یُّعَظِّمْ حُرُمٰتِ اللّٰهِ فَهُوَ خَیْرٌ لَّهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ ؕ— وَاُحِلَّتْ لَكُمُ الْاَنْعَامُ اِلَّا مَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْاَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوْا قَوْلَ الزُّوْرِ ۟ۙ
دغه حکمونه چې تاسې ته پرې امر شوی -د ځان حلالولو نه په ښرېلو (کلولو) د سر او په کمولو د نوکانو او په لرې کولو د ګندګۍ، او په وفا کولو په خپلو نذرونو او په طواف کولو سره په بیت الله شریف باندې- دا هغه څه دي چې الله تعالی په تاسې واجب کړي، نو تاسې احترام وکړئ د هغه څه چې په تاسې ئې واجب کړي، او څوک چې ځان وساتي د هغه څه نه چې الله تعالی ورته د هغه نه د ځان ساتلو امر کړي وي د احرام په وخت کې؛ د وجې د احترام کولو د هغه د الله تعالی پولو لره د دې ویرې نه چې هسې نه چې پکې واقع نه شي، او د هغه د محرماتو نه هسې نه چې هغه حلال وګڼي نو دا غوره دی ده لره په دنیا او اخرت کې په نیزد د خپل رب جل جلاله، او حلال شوي تاسې لره -ای خلکو- څاروي لکه اوښان او غواګانې او ګډې بزې، نو نه دي حرام شوي په تاسې باندې د دوی نه حام او نه بحېره او نه وصېله، او نه دي حرام د دې نه مګر هغه چې تاسې ئې بیامومئ په قرآن کريم کې د حراموالي د مرادارې او وینې بهېدونکې او نورو نه، نو ځان وساتئ د ګندګۍ نه چې هغه بوتان دي، او ځان وساتئ د هرې یوې وینا نه چې هغه باطله وي دروغ وي په الله تعالی او یا د هغه په مخلوقاتو باندې.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• حرمة البيت الحرام تقتضي الاحتياط من المعاصي فيه أكثر من غيره.
د بیت الله شریف عظمت او حرمت دا غوښتنه کوي چې د نورو ځایونو په پرتله دې په دې کې د ګناه څخه ډیر ځان وژغورل شي.

• بيت الله الحرام مهوى أفئدة المؤمنين في كل زمان ومكان.
بيت الله الحرام په هر وخت او ځای کې د مؤمنانو د زړونو غوښتنځی دی.

• منافع الحج عائدة إلى الناس سواء الدنيوية أو الأخروية.
د حج فاېدي خلکو ته راګرځي برابره خبره ده که دنیوي وي او که اخروي.

• شكر النعم يقتضي العطف على الضعفاء.
د نعمتونو شکر ادا کول په کمزورو خلکو باندې د مهربانۍ کولو تقاضا کوي.

حُنَفَآءَ لِلّٰهِ غَیْرَ مُشْرِكِیْنَ بِهٖ ؕ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَكَاَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَآءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّیْرُ اَوْ تَهْوِیْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ مَكَانٍ سَحِیْقٍ ۟
ځان وساتئ له دغو ذکر شویو شیانو نه؛ واوړئ له هر دین څخه پرته له هغه دین څخه چې الله ته خوښ دی، مه کیږئ شریک جوړوونکي د هغه سره په بندګۍ کې هیچا لره، او هر هغه څوک چې شرک کوي د الله تعالی سره ګویا کې دی له اسمان څخه راغورځېدلی، نو یا خو به ئې مرغان غوښې او هډوکي وتښتوي، او یا به یې سیلۍ (باد) په لرې ځای کې وغورځوي.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ ۗ— وَمَنْ یُّعَظِّمْ شَعَآىِٕرَ اللّٰهِ فَاِنَّهَا مِنْ تَقْوَی الْقُلُوْبِ ۟
دا هغه شیان دي چې الله تعالی پرې امر کړی د خپل توحید او هغه ته د اخلاص کولو نه، او ځان ساتل د بوتانو د بندګۍ او د دروغو د وینا نه، او څوک چې تعظیم او احترام کوي د دین د نښو -او د هغه نه قرباني او د حج طرېقې هم دي- نو بېشکه د هغه تعظیم کول دې شیانو لره د هغه خپل رب ته د زړه د اخلاص څخه دي.
التفاسير العربية:
لَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ مَحِلُّهَاۤ اِلَی الْبَیْتِ الْعَتِیْقِ ۟۠
تاسې لره په هغو قربانیو کې چې تاسې یې په بیت الله کې حلالوئ فاېدې دي، لکه سورلۍ کول او وړۍ او د هغه نسل او شېدې، د هغې د حلالولو د نېټې پورې نږدې د هغه کور سره چې الله تعالی ازاد کړی د ظالمانو د تسلط نه په هغه باندې.
التفاسير العربية:
وَلِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِّیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ ؕ— فَاِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ فَلَهٗۤ اَسْلِمُوْا ؕ— وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِیْنَ ۟ۙ
او هر یو پخواني امت لپاره مونږ مقرر کړی وه طرېقه خاصه د وینې د تویولو الله تعالی ته د نږدېکت لپاره؛ د دې لپاره چې یادوي به نوم د الله تعالی په هغو چې دوی ئې حلالوي د دغو قربانیانو نه په وخت د حلالولو کې؛ د وجې د شکر کولو نه الله تعالی لره په هغه نعمتونو چې دوی ته یې ورکړي د اوښانو او غواګانو او ګډو بزو څخه، نو حقدرا د بندګۍ ستاسې په رښتیا سره -ای خلکو- یو دی هیڅ شریک ورله نشته، نو خاص یواځې هغه ته غاړه کیږدئ او د هغه تابعداري وکړئ، او زیری ورکړه -ای پېغمبره- عاجزي کوونکو او اخلاص کوونکو ته په هغه څه چې دوی پرې خوشحالیږي.
التفاسير العربية:
الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَجِلَتْ قُلُوْبُهُمْ وَالصّٰبِرِیْنَ عَلٰی مَاۤ اَصَابَهُمْ وَالْمُقِیْمِی الصَّلٰوةِ ۙ— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟
هغه کسان چې کله الله ياد شي، له سزا يې ويريږي؛ نو د امر له سرغړونې يې ډډه کوي او که کوم کړاو ورته رسيږي صبر کوي، بشپړ لمنځونه کوي او کوم څه چې الله په روۍورکړي د نېکۍ په لارو کې يې لګوي.
التفاسير العربية:
وَالْبُدْنَ جَعَلْنٰهَا لَكُمْ مِّنْ شَعَآىِٕرِ اللّٰهِ لَكُمْ فِیْهَا خَیْرٌ ۖۗ— فَاذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهَا صَوَآفَّ ۚ— فَاِذَا وَجَبَتْ جُنُوْبُهَا فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ ؕ— كَذٰلِكَ سَخَّرْنٰهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او اوښان او غواګانې هغه چې بیت الله شرېف ته هدیه کیږي؛ مونږ ګرځولي ستاسې لپاره نښې د دین، شته دی په دې کې ستاسې لپاره فاېدې دینې او دنیوي، نو ووایاست: (بسم الله) په وخت د حلالولو د هغې کې وروسته د دې نه چې یوځای برابرې کړي پښي خپلې او دا ولاړ وي او مخې ته یوه پښه ئې تړل شوي وي د دې لپاره چې ونه تښتي، نو کله چې راوغورځيږي وروسته د هغه د حلالولو نه په خپل اړخ باندې، نو خورئ تاسې -ای هدیه کوونکو- د دې نه، او ورکړئ د دې نه هغه فقیر ته چې د سوال کولو نه ځان ساتي، او هغه فقیر ته چې سوال کوي، نو لکه څرنګه چې مونږ دا تاسې ته تابع کړي د دې لپاره چې تاسې پرې بارونه ویسئ او تاسې پرې سواره شئ؛ همداسې مونږ دا تاسې ته تابع کړي نو هغه ځای ته ځي چې تاسې ئې هلته حلالولوئ؛ د وجې د نږدېکت نه الله تعالی ته د دې لپاره چې تاسې شکر وباسئ په دې نعمت د الله تعالی چې تاسې ته ئې دا تابع کړي.
التفاسير العربية:
لَنْ یَّنَالَ اللّٰهَ لُحُوْمُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلٰكِنْ یَّنَالُهُ التَّقْوٰی مِنْكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللّٰهَ عَلٰی مَا هَدٰىكُمْ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
هیچېري نه رسېږي الله تعالی ته غوښې د هغو قربانیانو چې تاسې یې قرباني کوئ او نه وینې د هغې، او نه دا هغه ته پورته کېږي، لیکن پورته کېږي هغه ته اخلاص او تقوی ستاسې په دې کې؛ داسې چې تاسې خالص کړئ خپل عملونه په وخت د قربانۍ کولو ستاسې کې هغه ته، همداسې الله تعالی دا تاسې ته تابع کړي د دې لپاره چې تاسې د الله تعالی لویي بیان کړئ او شکر وباسئ هغه ته په دې وجه چې تاسې ته یې د حق توفیق درکړی، او زیری ورکړه -ای پېغمبره- نېکي کوونکو ته د خپل رب په بندګۍ کې او د هغو په کردار او تعامل کې د الله تعالی د بندګانو سره، په هغه څه چې هغوی پرې خوشحالېږي.
التفاسير العربية:
اِنَّ اللّٰهَ یُدٰفِعُ عَنِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُوْرٍ ۟۠
بېشکه الله تعالی له هغو کسانو څخه چې په هغه یې ایمان راوړی دفع کوي ورڅخه شر د هغوی د دښمنانو اړوي، بېشکه الله تعالی نه خوښوي هر خیانتګر په خپل امانت کې، ناشکري کوونکی د الله تعالی نعمتونو لره، نو د الله تعالی شکر نه وباسي په هغو باندې، بلکې بد یې ګڼي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• ضَرْب المثل لتقريب الصور المعنوية بجعلها في ثوب حسي، مقصد تربوي عظيم.
بیانول د مثال لپاره د نږدې کولو د معنوي شکل؛ په ګرځولو د هغه په حسي شکل کې، یو لوی تربوی هدف دی.

• فضل التواضع.
د خاکسارۍ او عاجزۍ فضېلت.

• الإحسان سبب للسعادة.
نیکي کول د نیکمرغۍ سبب دی.

• الإيمان سبب لدفاع الله عن العبد ورعايته له.
اېمان سبب دی د دفاع کولو د الله تعالی د یو بنده نه او سبب د حفاظت د الله تعالی دی هغه لره.

اُذِنَ لِلَّذِیْنَ یُقٰتَلُوْنَ بِاَنَّهُمْ ظُلِمُوْا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ عَلٰی نَصْرِهِمْ لَقَدِیْرُ ۟ۙ
اجازه ورکړې الله تعالی مومنانو ته -هغوی چې مشرکین ورسره جنګ کوي- د جنګ کولو؛ د وجې د هغه ظلم نه چې دوی ته د دوی د دښمنانو له خوا رسېدلی، او بېشکه الله تعالی د مومنانو په غالب کولو د هغوی په دښمن باندې پغېر د جنګه خامخا قدرت لرونکی دی، لېکن د هغه حکمت دا تقاضا کوي چې په مؤمنانو باندې ازمېښت وکړي د کافرانو سره په جنګ کولو.
التفاسير العربية:
١لَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بِغَیْرِ حَقٍّ اِلَّاۤ اَنْ یَّقُوْلُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا دَفْعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِیَعٌ وَّصَلَوٰتٌ وَّمَسٰجِدُ یُذْكَرُ فِیْهَا اسْمُ اللّٰهِ كَثِیْرًا ؕ— وَلَیَنْصُرَنَّ اللّٰهُ مَنْ یَّنْصُرُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟
هغه کسان چې کافرانو د خپلو کورونو څخه په ظلم باندې وېستلي، چې د هغوی هیڅ جرم نه و مګر دا چې هغوی ویلي وو: رب زمونږ الله تعالی دی، نشته دی مونږ لره پغیر له هغه نه بل رب، او که چېرې نه وی هغه چې روا کړي الله تعالی پېغمبرانو او مومنانو ته د هغوی د دښمنانو سره د جنګ نه نو خامخا هغوی به تیری کړی وی په عبادت خانو باندې، نو ورانې کړی به یې وی د راهبانو ګیرجې، او د نصرانیانو کلېساګانې، او د یهودیانو عبادتخانې، او د مسلمانانو جوماتونه کوم چې د لمانځه لپاره جوړ شوي دي، په دې کې مسلمانان الله تعالی ډیر یادوي، او خامخا مرسته به کوي الله تعالی د هغه چا سره چې د هغه د دین او د پېغمبر مرسته او مدد کوي، بېشکه الله تعالی خامخا قوي او قدرت لرونکی دی په مرستې د هغه چا چې د هغه د دین مرسته کوي، زورور دی هیڅوک پرې نشي غالب کېدلی.
التفاسير العربية:
اَلَّذِیْنَ اِنْ مَّكَّنّٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ وَاَمَرُوْا بِالْمَعْرُوْفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ ؕ— وَلِلّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ ۟
دا کسان چې د مرستې وعده ورسره شوې ده دوی داسې خلک دي چې که چېرته مونږ دوی ته په زمکه کې قدرت ورکړ داسې چې دوی په خپلو دښمنانو بریالي کړو نو دوی به لمونځ په پابندۍ سره ادا کړي، او د خپلو مالونو زکاتونه به ورکړي، او په هغه څه به امر کوي چې کوم باندې یې شرعې امر کړی، او د هغه څه نه به خلک منع کوي د کوم نه چې شریعت منع فرمایلې، او خاص یواځې الله تعالی ته ورګرځېدل د ټولو کارونو دي لپاره د ورکولو د ثواب او د سزا.
التفاسير العربية:
وَاِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّعَادٌ وَّثَمُوْدُ ۟ۙ
او که چېرته تا ته نسبت د دروغو کوي -ای پېغمبره- قوم ستا، نو ته صبر کوه! نو پس ته نه یې اول د هغو پېغمبرانو نه چې قوم یې ورته نسبت د دروغ کړی، نو بېشکه نسبت د دروغو کړی و مخکې ستا د قوم نه قوم د نوح -علیه السلام- د نوح -علیه السلام-، او نسبت د دروغو کړی وو عادیانو د هود -علیه السلام- او ثمودیانو د صالح -علیه السلام-.
التفاسير العربية:
وَقَوْمُ اِبْرٰهِیْمَ وَقَوْمُ لُوْطٍ ۟ۙ
او نسبت د دروغو کړی و قوم د ابراهیم -علیه السلام- د ابراهیم -علیه السلام-، او قوم د لوط -علیه السلام- د لوط -علیه السلام- تکذېب کړی و.
التفاسير العربية:
وَّاَصْحٰبُ مَدْیَنَ ۚ— وَكُذِّبَ مُوْسٰی فَاَمْلَیْتُ لِلْكٰفِرِیْنَ ثُمَّ اَخَذْتُهُمْ ۚ— فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟
او نسبت د دروغو کړی و د مدین والاو د شعیب -علیه السلام-، او فرعون او قوم یې د موسی -علیه السلام- تکذېب کړی و، نو ما د هغوی د قومونو نه عذاب وروسته کړی و هغوی ته د مهلت ورکولو لپاره، بیا مې هغوی راونېول په عذاب سره، نو ته وګوره څرنګه و انکار زما په دوی باندې، نو بېشکه دوی مې هلاک کړل د دوی د کفر په وجه.
التفاسير العربية:
فَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا وَهِیَ ظَالِمَةٌ فَهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا ؗ— وَبِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَّقَصْرٍ مَّشِیْدٍ ۟
پس څومره ډیر دی هغه کلي چې مونږ هلاک کړي -او حال دا چې دوی ظالمان وو د دوی د کفر کولو په وجه- په عذاب د بیخ کندنې سره، نو کورونه د دوی وران شوي خالي دي د اوسېدونکو نه، او څومره ډیر دي کوهیان خالي د ورتلونکو نه د هغوی د هلاکت د وجې، او څومره ډیرې اوچتې اوچتې ماڼۍ دي چې ښاېسته شوي دي خو لېکن بچ یې نه کړل خپل اوسېدونکي د عذاب نه.
التفاسير العربية:
اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَتَكُوْنَ لَهُمْ قُلُوْبٌ یَّعْقِلُوْنَ بِهَاۤ اَوْ اٰذَانٌ یَّسْمَعُوْنَ بِهَا ۚ— فَاِنَّهَا لَا تَعْمَی الْاَبْصَارُ وَلٰكِنْ تَعْمَی الْقُلُوْبُ الَّتِیْ فِی الصُّدُوْرِ ۟
آیا نه ګوري دا د دروغو نسبت کوونکي هغه څه لره چې پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- پرې راتګ کړی په ځمکه کې؛ د دې لپاره چې ووېنې نښې د هلاکت د دغو هلاک شویو کلېو، بیا فکر وکړي په خپلو عقلونو د دې لپاره چې عبرت واخلي، او واوري کیسې د دوی پداسې اروېدلو چې پند ترې واخلي، نو پس حقېقې ړوندوالی د سترګو ړوندوالی نه دی، بلکې حقېقي ړوندوالی کوم چې هلاکوونکی او تباه کوونکی دی هغه ړوند والی د پوهې دی، داسې چې دغه کس لره څه اعتبار نه وي او نه څه پند او نصېحت اخلي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إثبات صفتي القوة والعزة لله.
الله تعالی لره د ځواک(قوت) او عزت صفتونه ثابتېدل.

• إثبات مشروعية الجهاد؛ للحفاظ على مواطن العبادة.
د عبادت خونو د ساتلو په موخه د جهاد روا والی.

• إقامة الدين سبب لنصر الله لعبيده المؤمنين.
د دین قاېمول سبب دی د الله تعالی د مرستې کولو د خپلو مومنانو بندګانو سره.

• عمى القلوب مانع من الاعتبار بآيات الله.
د زړونو ړوندوالی د الله تعالی له آیتونو څخه د پند اخستلو مخنیوی کوي.

وَیَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ وَلَنْ یُّخْلِفَ اللّٰهُ وَعْدَهٗ ؕ— وَاِنَّ یَوْمًا عِنْدَ رَبِّكَ كَاَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ ۟
او کله چې ستا قوم په دنیا کې په بیړني او په اخرت کې په وروستني عذاب سره وویرول شول، نو دوی ستا څخه په تلوار سره د عذاب غوښتنه کوي او هیچېرې الله تعالی د دوی سره خلاف نه کوي د هغې وعدې چې د دوی سره ئې کړی ده، او په تلوار سره عذاب د دوی هغه و چې کوم په دوی باندې د بدر په ورځ راغلی و، او بېشکه یوه ورځ د عذاب په اخرت کې پشان د زرو ورځو ده د هغو نه چې تاسې یې شمېرئ د کلونو د دنیا نه د هغه عذاب په وجه چې په هغې ورځ کې دی.
التفاسير العربية:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَمْلَیْتُ لَهَا وَهِیَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ اَخَذْتُهَا ۚ— وَاِلَیَّ الْمَصِیْرُ ۟۠
او څومره ډیر دي د کلو نه چې ما ورته مهلت ورکړی و په عذاب سره او حال دا چې دوی ظالمان وو په سبب د کفر د دوی، او ما دوی ته په تلوار سره عذاب نه دی ورکړی د مهلت د وجې نه دوی ته، بیا مې راونېول دوی په عذاب د بېخ کندۍ سره، او خاص یواځې ما ته راګرځېدل د دوی دي په ورځ د قیامت، نو زه به بدله ورکوم دوی ته په سبب د کفر کولو د دوی په همیشني عذاب سره.
التفاسير العربية:
قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّمَاۤ اَنَا لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ
ووايه: اې خلکو زه يوازې تاسو لره وېروونکی يم، هغه څه درته رسوم چې پرې لېږل شوی يم، په خپله وېرونه کې څرګند يم.
التفاسير العربية:
فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟
پس هغه کسان چې په الله تعالی یې اېمان راوړی او عملونه یې کړي نېک عملونه؛ شته دوی لره بښنه د ګناهونو د خپل رب له طرفه، او دوی لره په جنت کې ښاېسته روزي ده چې هیڅکله به نه بندېږي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ سَعَوْا فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟
او هغه کسان چې کوشش کوي په دروغجن ګنلو کې زمونږ آیتونو لره دوی دا ګومان کوي چې ګویا کې دوی به الله تعالی عاجز کړي او د هغه نه به خلاص شي نو عذاب به ور نه کړي، دوی خاوندان د اور دي داسې به په اور کې وي لکه څرنګه چې ملګری د ملګري سره یوځای وي.
التفاسير العربية:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَّسُوْلٍ وَّلَا نَبِیٍّ اِلَّاۤ اِذَا تَمَنّٰۤی اَلْقَی الشَّیْطٰنُ فِیْۤ اُمْنِیَّتِهٖ ۚ— فَیَنْسَخُ اللّٰهُ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ ثُمَّ یُحْكِمُ اللّٰهُ اٰیٰتِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟ۙ
او مونږ نه دی لېږلی مخکې ستا نه -ای پېغمبره- هیڅ یو پېغمبر او نه نبي مګر کله چې یې د الله کتاب لوستلی نو اچولي شیطان د ده په لوستلو کې هغه څه چې دا په خلکو باندې ګډوډ کړي چې ګویا کې دا هم وحې ده، نو پس باطلوي الله تعالی هغه چې اچوي یې شېطان د خپلې وسوسې او شبهو نه، او کلکوي آیتونه خپل، او بېشکه الله تعالی پوهه دی په هر شي باندې، هیڅ یو شی په هغه باندې پټ نشي پاتې کېدلی، د حکمت والا دی په خپل پېداېښت او تقدیر او تدبیر کې.
التفاسير العربية:
لِّیَجْعَلَ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّالْقَاسِیَةِ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَفِیْ شِقَاقٍ بَعِیْدٍ ۟ۙ
اچوي شیطان په وخت د لوستلو د پېغمبر کې د دې لپاره چې وګرځوي الله تعالی هغه څه چې دا یې غورځوي امتحان لپاره د منافقېنو، او لپاره د هغو کسانو چې سخت شوي زړونه د هغوی د مشرکېنو نه، او بېشکه ظالمان خلک د منافقېنو او مشرکېنو نه خامخا په دښمنۍ کې دي د الله تعالی او د هغه د پېغمبر سره او ډېر لرې دي د حق او سمې لارې نه.
التفاسير العربية:
وَّلِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَیُؤْمِنُوْا بِهٖ فَتُخْبِتَ لَهٗ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهَادِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او لپاره د دې چې ښه یقین وکړي هغه کسان چې الله تعالی ورته علم ورکړی چې بېشکه په محمد صلی الله علیه وسلم باندې رانازل شوی قرآن کرېم همدا حق دی هغه چې الله تعالی پرې تا ته وحې کړې -ای پېغمبره- نو زیات به شي اېمان د دوی په دې باندې، او د دوی زړونه به دې ته نرم او ټیټ شي، او بېشکه الله تعالی خامخا هدایت کوونکی دی هغو کسانو ته چې په دې یې اېمان راوړی د حق نېغې لارې ته هغه چې هیڅ کوږوالی پکې نشته؛ دا بدله ده دوی لره په سبب د عاجزۍ کولو د دوی هغه ته.
التفاسير العربية:
وَلَا یَزَالُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْهُ حَتّٰی تَاْتِیَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً اَوْ یَاْتِیَهُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَقِیْمٍ ۟
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسول يې درواغجن ګڼلی تل په شک کې دي له هغه څه څخه چې الله پر تا قرآن نازل کړی دی، همداسې دوام ورکوونکي به وي، ترڅو ناببره قيامت نه وي راغلی او هغوی پر همدغه حالت وي او يا د هغې ورځې سزا ورته راشي چې هغوی لره پکې لورېينه او ښېګڼه نه وي او هغه د هغوی په نسبت د قيامت ورځ ده.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• استدراج الظالم حتى يتمادى في ظلمه سُنَّة إلهية.
مهلت ورکول ظالم ته تر دې چې په خپل ظلم کې نور هم ورننوځي الهي طرېقه ده.

• حفظ الله لكتابه من التبديل والتحريف وصرف مكايد أعوان الشيطان عنه.
ساتنه د الله تعالی خپل کتاب لره د بدلولو او تحرېف نه او د هغه نه د شیطان او د هغه د ملګرو چلونه اړول.

• النفاق وقسوة القلوب مرضان قاتلان.
منافقت او د زړه سختوالی دواړه وژونکي مرضونه دي.

• الإيمان ثمرة للعلم، والخشوع والخضوع لأوامر الله ثمرة للإيمان.
اېمان د علم ثمره ده، او خشوع او سر ټېټول د الله تعالی حکمونو ته د اېمان ثمره (نتېجه) ده.

اَلْمُلْكُ یَوْمَىِٕذٍ لِّلّٰهِ ؕ— یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
بادشاهي او اختیار د قیامت په ورځ -هغه ورځ چې رابه شي دوی ته هغه عذاب چې د دوی سره یې وعده شوې وه- یوازې خاص الله تعالی لره ده، هیڅوک جګړه کوونکی نشته هغه لره په دې کې، هغه پاک ذات یوازې فیصلې کوي د مومنانو او کافرانو ترمنځ، نو فیصله به کوي هر یو لره د هغه څه چې دا یې مستحق وي، نو پس هغه کسان چې په الله تعالی یې اېمان راوړی او نېک عملونه یې کړي، دوی لره لوی ثواب دی چې هغه د همیشني جنت نعمتونه دي کوم چې نه پرې کېږي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟۠
او هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او نسبت د دروغو یې کړی هغو آیتونو ته چې زمونږ په پېغمبر باندې نازل شوي دي، د دوی لپاره دی عذاب ذلیلوونکی، الله تعالی به یې په دې عذاب سره په جهنم کې ذلیلوي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ قُتِلُوْۤا اَوْ مَاتُوْا لَیَرْزُقَنَّهُمُ اللّٰهُ رِزْقًا حَسَنًا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟
او هغه کسان چې پرېښي یې دي خپل کورونه او وطنونه لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی او لپاره د قوي کولو د هغه دین لره، بیا د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې مړه شوي، او یا په خپل مرګ مړه شوي خامخا په جنت کې به ورته الله تعالی ښاېسته روزي ورکوي داسې همیشنۍ روزي چې نه به پرې کېږي، او بېشکه خاص الله تعالی هغه ښه روزي ورکوونکی دی.
التفاسير العربية:
لَیُدْخِلَنَّهُمْ مُّدْخَلًا یَّرْضَوْنَهٗ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَعَلِیْمٌ حَلِیْمٌ ۟
خامخا داخل به کړي الله تعالی دوی داسې ځای ته چې دوی به یې خوښوي او هغه جنت دی، او بېشکه الله تعالی ښه پوهه دی د هغوی په کارونو او نیتونو، صبرناک دی ځکه چې په تلوار سره ورته د هغوی په نقصان کولو باندې سزا نه ورکوي.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ ۚ— وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوْقِبَ بِهٖ ثُمَّ بُغِیَ عَلَیْهِ لَیَنْصُرَنَّهُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَعَفُوٌّ غَفُوْرٌ ۟
دغه چې بیان شو؛ د الله په لار کې مهاجرینو لره جنت ته ننویستل، او په اجازې ورکولو سره په مقابله د زیاتي کوونکي لره په شان د هغه چې په ده یې زیاتی کړی داسې چې په دې کې په دې باندې هیڅ ګناه نشته، نو که چېرته دې زیاتي کوونکي بېرته زیاتي کولو ته راوګرځېده نو یقېنا الله تعالی مرسته کوي د مظلوم انسان، بېشکه الله تعالی عفوه کوونکی دی د مومنانو ګناهونو لره، بښنه کوونکی دی دوی ته.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ وَاَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟
دغه مدد د مظلوم سره په دې وجه چې بېشکه الله تعالی قدرت لرونکی دی په هغه څه چې غواړي یې، او د هغه د قدرتونو څخه دا دي چې ننباستل د شپې په ورځې کې، او د ورځې په شپه کې؛ په زیاتولو د یو د دواړو نه او په کمولو د بل یو، او بېشکه الله تعالی ښه اورېدونکی دی د خپلو بندګانو ویناګانو لره، پوهه دی د هغوی په کارونو، په هغه باندې د دې نه هیڅ شي هم پټ نشي پاتي کېدلی، او خامخا به ورله پرې بدلې ورکوي.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ هُوَ الْبَاطِلُ وَاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟
دغه چې بیان شو- د ننباستلو د الله تعالی نه شپه په ورځ کې، او ورځ په شپه کې- د دې وجې نه چې بېشکه الله تعالی هغه حق ذات دی، نو د هغه دین هم حق دی، او د هغه وعده هم حقه ده، او د مؤمنانو سره د هغه مرسته هم حق او یقېني ده، او هغه چې مشرکېن یې بندګي کوي پرته له الله تعالی نه د بوتانو، دا باطل دي چې هیڅ اساس نه لري، او بېشکه الله تعالی خاص هغه اوچت دی په خپلو بندګانو په اعتبار د ذات او قدرت او زور سره، لوی دی داسې چې هغه لره هر قسم تکبر لويي او عظمت دی.
التفاسير العربية:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ؗ— فَتُصْبِحُ الْاَرْضُ مُخْضَرَّةً ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَطِیْفٌ خَبِیْرٌ ۟ۚ
آیا ته نه ګورې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی رالیږلي د بره نه اوبه د باران، پس شي ځمکه وروسته له باران څخه شنه؛ د هغو بوټو د وجې چې په دې رازرغون کړي، بېشکه الله تعالی ښه مهربان دی په خپلو بندګانو داسې چې په دوی یې باران وکړ او د دوی لپاره یې زمکه رازرغونه کړه، پوهه دی د دوی په مصلحتونو، په هغه باندې د دې نه هیڅ شی هم پټ نشي پاتي کېدلی.
التفاسير العربية:
لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟۠
ده لره یوازې بادشاهي ده د هغه څه چې په اسمانونو کې دي او باشاهي د هغه څه چې په زمکه کې دي، او بېشکه الله تعالی خاص هغه بې حاجته ذات دی چې هیڅ یو مخلوق ته نه دی محتاج، ستایل شوی ذات دی په هر حال کې.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مكانة الهجرة في الإسلام وبيان فضلها.
د هجرت مرتبه په اسلام کې او د هغه د فضېلت بیان.

• جواز العقاب بالمثل.
بالمثل د سزا ورکولو جواز.

• نصر الله للمُعْتَدَى عليه يكون في الدنيا أو الآخرة.
د الله تعالی مرسته او مدد د مظلوم سره په دنیا او اخرت کې ده.

• إثبات الصفات العُلَا لله بما يليق بجلاله؛ كالعلم والسمع والبصر والعلو.
الله تعالی لره د لوړو صفتونو ثبوت؛ څرنګه چې د هغه د عظمت او لویۍ سره ښایي؛ لکه علم، اورېدل، لېدل، او اوچتوالی د ذات او د صفاتو.

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ ؕ— وَیُمْسِكُ السَّمَآءَ اَنْ تَقَعَ عَلَی الْاَرْضِ اِلَّا بِاِذْنِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
آیا ته نه ګورې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی تابع کړي تا لره او خلکو لره هغه څه چې په زمکه کې دي د زنده سرو او جماداتو نه ستاسې د فاېدې او ضرورتونو لپاره، او تابع کړي یې دي تاسې لره کښتۍ چې ګرځي په دریاب کې د هغه په حکم او تابع کولو د یو ښار نه بل ښار ته، او کلک کړی یې دی اسمان هسې نه چې په زمکه باندې راپریوځي مګر د هغه په حکم سره، نو که هغه ورته اجازه وکړه چې راوغورځېږه نو راوبه غورځېږي، بېشکه الله تعالی په خلکو باندې شفقت کوونکی مهربان دی، داسې چې دوی لره یې دا ټول شیان تابع کړي سره د دې نه چې په دوی کې ظلم کول هم شته.
التفاسير العربية:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَحْیَاكُمْ ؗ— ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ ۟
او الله تعالی هغه ذات دی چې تاسې یې راژوندي کړي یاست وروسته لدې نه چې تاسې نه وئ، بیا به مو مړه کوي کله مو چې عمرونه ختم شي، بیا به مو بېرته راژوندي کوي وروسته دمړه کولو ستاسو نه د دې لپاره چې ستاسې په عملونو درسره حساب کتاب وکړي، او په هغه درله بدلې درکړي، بېشکه انسان خامخا ډیر ناشکره دی د الله تعالی نعمتونو لره -سره لدې نه چې هغه ښکاره دي- داسې چې د هغه سره د بل چا بندګي هم کوي.
التفاسير العربية:
لِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوْهُ فَلَا یُنَازِعُنَّكَ فِی الْاَمْرِ وَادْعُ اِلٰی رَبِّكَ ؕ— اِنَّكَ لَعَلٰی هُدًی مُّسْتَقِیْمٍ ۟
د هر یو امت لپاره مونږ مقرر کړې کړنلاره د بندګۍ، نو دوی په خپله طرېقه باندې بندګي کوي، نو جګړه دې ونه کړي -ای پېغمبره- ستا سره مشرکین او د نورو دینونو والا ستا په طرېقه د بندګۍ کې، نو بېشکه ته ډیر حقدار یې په حق باندې د دوی نه؛ ځکه چې دوی باطل پرست دي، او ته راوبله خلک د توحید خالص کولو ته یوازې الله تعالی لره، بېشکه ته په سمه لاره باندې یې، چې هیڅ کوږوالی پکې نشته.
التفاسير العربية:
وَاِنْ جٰدَلُوْكَ فَقُلِ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
او که دوی و نه منله پرته لدې چې جګړه وکړي ستا سره وروسته د ښکاره کېدلو د دليل نه، نو ته وسپاره کار د دوی الله تعالی ته داسې ورته ووایه د وېرې ورکولو په شکل: الله تعالی ډیر ښه پوهېږي په کومو کارونو چې تاسې یې کوئ، په هغه باندې ستاسې د عملونو نه هیڅ هم پټ نشي پاتي کېدلی، او خامخا به درله پرې بدلې درکوي.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟
الله به فېصله وکړي د خپلو بندګانو ترمنځ: مومن د دوی نه او کافر د دوی نه د قیامت په ورځ په هغه څه کې چې دوی پکې اختلاف کوونکي وو په دنیا کې د دین د کار نه.
التفاسير العربية:
اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ فِیْ كِتٰبٍ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟
آیا ته نه پوهېږې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی پوهېږي په هغه څه چې په آسمان کې دي، او پوهېږي په هغه څه چې په زمکه کې دي، پټ نشي پاتې کېدلی په دې باندې هيڅ شي د هغه څه نه چې په دې دواړو کې دي، بېشکه علم د دې شیانو لېکل شوی په لوح محفوظ کې، بېشکه د دې ټولو علم الله تعالی ته ډېر اسان دی.
التفاسير العربية:
وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّمَا لَیْسَ لَهُمْ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ نَّصِیْرٍ ۟
او بندګي کوي مشرکېن پرته له الله تعالی نه د داسې بوتانو چې نه دی رالېږلی الله تعالی دلیل د هغوی په بندګۍ کولو باندې په خپلو رالېږل شویو کتابونو کې، او نشته دوی لره په دې باندې څه دلیل د پوهې نه، بلکې د دوی تکیه د خپلو پلرونو په ړندې تابعدارۍ باندې وه، او نشته ظالمانو لره څوک مددګار چې دوی وساتي د الله تعالی د هغه عذاب نه چې په دوی به راځي.
التفاسير العربية:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ تَعْرِفُ فِیْ وُجُوْهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الْمُنْكَرَ ؕ— یَكَادُوْنَ یَسْطُوْنَ بِالَّذِیْنَ یَتْلُوْنَ عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ؕ— قُلْ اَفَاُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِّنْ ذٰلِكُمْ ؕ— اَلنَّارُ ؕ— وَعَدَهَا اللّٰهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠
او کله چې ولوستل شي په دوی باندې آیتونه زمونږ په قران کرېم کې چې واضحه دي، وېنې به ته په مخونو د هغو کسانو کې چې کفر یې کړی په الله تعالی انکار د دې آیتونو د هغو د تندو د کوتوالي د وجې کله چې دوی دا واوري، نږدې وي د ډېرې غصې د وجې چې حمله وکړي په هغه چا چې زمونږ ایتونه پرې لولي، ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: ایا پس خبر کړم تاسې په هغه څه چې هغه ستاسې د دې غوسې او تندي کوتوالي څخه ډیر سخت دی؟ هغه اور دی هغه چې وعده یې کړي الله تعالی د کافرانو سره چې دوی به ورته ورننباسي، او ډیر بد دی هغه ځای د ورګرځېدلو چې دوی به ورته ورګرځي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من نعم الله على الناس تسخير ما في السماوات وما في الأرض لهم.
په بندګانو باندې د الله تعالی د نعمتونو څخه دا دي چې هغوی لره تابع کرځوي هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي.

• إثبات صفتي الرأفة والرحمة لله تعالى.
الله تعالی لره د نرمۍ کولو او مهربانۍ کولو صفتونو ثبوت.

• إحاطة علم الله بما في السماوات والأرض وما بينهما.
د الله تعالی د علم راګېرول هغه څه لره چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي.

• التقليد الأعمى هو سبب تمسك المشركين بشركهم بالله.
د مشرکېنو الله تعالی سره د شرک کولو سبب ړوند تقلید وو.

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوْا لَهٗ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَنْ یَّخْلُقُوْا ذُبَابًا وَّلَوِ اجْتَمَعُوْا لَهٗ ؕ— وَاِنْ یَّسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَیْـًٔا لَّا یَسْتَنْقِذُوْهُ مِنْهُ ؕ— ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوْبُ ۟
اې خلکو! بیان شوی یو مثال نو تاسې هغه ته غوږ شئ، او د هغه نه عبرت واخلئ، بېشکه هغه چې تاسې یې بندګي کوئ د بوتانو او نورو نه پغېر له الله تعالی نه هیچیری نشي پیداکولی یو مچ سره د دې نه چې دا څومره وړوکی مخلوق دی، ځکه چې دوی عاجز دي، او که دوی ټول هم راټول شي چې دا پیداکړي نو پیدا به یې نه کړي، او دا خو لا څه کوې که چېرته مچ د دوی نه هغه عطر یا نور څه چې په دوی باندې وي وتختوي نو دوی یې د هغه نه نشي خلاصولی، او دا چې دوی مچ نشي پیداکولی، او څه شي ترې خلاصولی هم نشي؛ نو ښکاره شو د دوی عجز د هغه څه نه چې د دې څخه لوی دی، نو تاسې څرنګه د الله تعالی نه پرته د دوی بندګي کوئ؟ -سره د دې نه چې دوی دومره عاجز دي-! کمزوری دی دا طالب او دا هغه بوت دی چې بندګي ئې کیدلی شي کوم چې د مچ نه څه شي نشي خلاصولی، او کمزوری دی دا مطلوب کوم چې مچ دی.
التفاسير العربية:
مَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟
هغه مهال چې دوی د الله تعالی سره د ځینو مخلوقاتو عبادت وکړ نو دوی الله تعالی په هغه لوی والی سره ندی منلی کوم لوی والی چې د هغه حق دی، بېشکه الله تعالی زورور دی، او د هغه د قوت او زور څخه دادي چې پیداکړي ئې دي آسمانونه او زمکه او هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي، زورور دی هیڅوک پرې نشي غالب کېدلی؛ د مشرکېنو بوتانو پر خلاف، ځکه هغه کمزوري دي هیڅ شی هم نشي پیداکولی.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ یَصْطَفِیْ مِنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا وَّمِنَ النَّاسِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟ۚ
الله پاک غوره کوي د ملاېکو نه استازي، او غوره کوي د خلکو نه هم استازي، نو بعضې ملاېکې پېغمبرانو ته رالېږي لکه جبریل -علیه السلام- ئې رالیږلی ئې وو پېغمبرانو ته چې انسانانو ته لیږل شوي و، او رالېږلي یي دي استازي د انسانانو نه خلکو ته، بېشکه الله تعالی اورېدونکی دی هغه څه لره چې مشرکان یې د هغه په پېغمبرانو او ستازو پسې وایي، پوهه دی په هغه چا چې خپلې پېغمبرۍ لپاره یې غوره کوي.
التفاسير العربية:
یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟
پوهېږي الله پاک په هغه حال باندې چې د هغه استازي پرې دي د ملاېکو او خلکو نه مخکې د هغوی د پیداېښت او وروسته د مرګ د هغوی نه، او خاص یواځې الله تعالی ته ورګرځېدل د ټولو کارونو دي د قیامت په ورځ، کله چې خپل بندګان به راژوندي کړي نو هغوی لره به بدلې ورکړي په هغو عملونو چې دوی وړاندی کړي وو.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا ارْكَعُوْا وَاسْجُدُوْا وَاعْبُدُوْا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَیْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، په خپلو لمنځونو کې يوازې الله لره رکوع او سجده کوئ او له صدقې، خپلوۍ پالنې او داسې نورو څخه ښېګڼه کوئ په دې هيله چې موخې ته به رسېږئ او له هغه څه به ژغورل کېږئ چې وېره ترې لرئ.
التفاسير العربية:
وَجَاهِدُوْا فِی اللّٰهِ حَقَّ جِهَادِهٖ ؕ— هُوَ اجْتَبٰىكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَیْكُمْ فِی الدِّیْنِ مِنْ حَرَجٍ ؕ— مِلَّةَ اَبِیْكُمْ اِبْرٰهِیْمَ ؕ— هُوَ سَمّٰىكُمُ الْمُسْلِمِیْنَ ۙ۬— مِنْ قَبْلُ وَفِیْ هٰذَا لِیَكُوْنَ الرَّسُوْلُ شَهِیْدًا عَلَیْكُمْ وَتَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ ۖۚ— فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاعْتَصِمُوْا بِاللّٰهِ ؕ— هُوَ مَوْلٰىكُمْ ۚ— فَنِعْمَ الْمَوْلٰی وَنِعْمَ النَّصِیْرُ ۟۠
او جهاد کوئ په لاره د الله تعالی کې خاص د هغه د رضا لپاره، هغه تاسې غوره کړي یاست او ستاسې دین یې آسان ګرځولی چې هیڅ تنګستیا او سختي پکې نشته، دا د نرمۍ دین ستاسې د پلار ابراهیم -علیه السلام- دین دی، او بېشکه الله تعالی نومولوي یاستئ تاسې مسلمانان په پخوانیو کتابونو کې او په قرآن کرېم کې هم؛ لپاره د دې چې شي پېغمبر ګواهي ورکوونکی په تاسې چې بېشکه تاسې ته یې دررسولی و هغه دین چې هغه ته یې په رسولو امر شوی و، او د دې لپاره چې شئ تاسې ګواهي ورکوونکي په پخوانیو امتونو باندې چې د هغوی پېغمبرانو هغوی ته د الله تعالی دین رسولی و، نو تاسې په دې باندې د الله تعالی شکر ادا کړئ په ادا کولو د لمانځه په پوره توګه سره، او ورکړئ تاسې زکات د مالونو ستاسې، او الله تعالی ته وروګرځئ، او په خپلو کارونو کې په هغه باندې بروسه وکړئ، نو هغه پاک ذات ښه دوست دی د هغه چا چې دوستي ورسره وکړي د مومنانو نه، او ښه مددګار دی د هغه چا چې مدد ترې وغواړي، نو د هغه سره دوستي وکړئ هغه به ستاسې سره دوستي وکړي، او د هغه نه مدد وغواړئ نو مدد به مو وکړي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أهمية ضرب الأمثال لتوضيح المعاني، وهي طريقة تربوية جليلة.
د مثالونو د بیانولو اهمیت د معناګانو د وضاحت لپاره، او دا ډیره غوره تربوي طرېقه ده.

• عجز الأصنام عن خلق الأدنى دليل على عجزها عن خلق غيره.
د بوتانو ناکامي او عجز د پیداېښت د ورکوټي شي نه دا دلیل دی په عجز د دوی د پېداېښت د نور څه نه.

• الإشراك بالله سببه عدم تعظيم الله.
په الله تعالی باندې د شرک کولو سبب؛ الله تعالی په لویۍ سره نه منل دي.

• إثبات صفتي القوة والعزة لله، وأهمية أن يستحضر المؤمن معاني هذه الصفات.
الله تعالی لره د قوت او عزت صفتونو ثبوت، او اهمیت د دې خبرې چې مومن باېد د دې صفتونو معناګانې د ځان سره حاضرې وګڼې.

 
ترجمة معاني سورة: الحج
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق