ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: النور   آية:

سورة النور - النور

من مقاصد السورة:
الدعوة إلى العفاف وحماية الأعراض.
پاک لمنۍ ته بلنه او د عزتونو خونديتوب.

سُوْرَةٌ اَنْزَلْنٰهَا وَفَرَضْنٰهَا وَاَنْزَلْنَا فِیْهَاۤ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
دغه يو سورت دی چې موږ نازل کړی او پر احکامو مو يې عمل واجب کړی او په هغه کې مو څرګند آيتونه نازل کړي دي، په دې هيله چې په هغه کې له شته احکامو څخه پند واخلئ؛ نو عمل پرې وکړئ.
التفاسير العربية:
اَلزَّانِیَةُ وَالزَّانِیْ فَاجْلِدُوْا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ ۪— وَّلَا تَاْخُذْكُمْ بِهِمَا رَاْفَةٌ فِیْ دِیْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ۚ— وَلْیَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَآىِٕفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
نا واده شوې زناکاره ښځه او ناواده شوی زنا کار سړی هر يو له هغوی دواړو سل درې ووهئ، د هغوی دواړو په اړه دې نرمي او زړه سوی تاسو نه نيسي چې پر هغوی حد پلی نه کړای شئ يا پکې کموالی راولئ، که چېرې تاسو پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لرئ او پر هغوی د حد پلي کولو لپاره دې يوه ډله مومنان هم حاضر شي تر څو ښه مشهور شي، د هغوی او نورو لپاره مخنيوی شي.
التفاسير العربية:
اَلزَّانِیْ لَا یَنْكِحُ اِلَّا زَانِیَةً اَوْ مُشْرِكَةً ؗ— وَّالزَّانِیَةُ لَا یَنْكِحُهَاۤ اِلَّا زَانٍ اَوْ مُشْرِكٌ ۚ— وَحُرِّمَ ذٰلِكَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
د زنا د بدوالي له امله الله دا خبره بيان کړه چې څوک په زنا اخته وي هغه يوازې د خپل ځان غوندې له زانیې ښځې سره د واده لېوالتيا لري يا له مشرکې ښځې سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې د هغې مشرکې نکاح روا هم نه وي، او کومه ښځه چې د زنا عادت لري هغه هم يوازې د ځان په څېر له زاني سړي سره د واده لېوالتيا لري يا مشرک سړي سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې له هغه سره نکاح حرامه وي، او پر مومنانو د زانيې ښځې نکاح او زاني سړي ته ور واده کول حرام کړل شوي دي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ الْمُحْصَنٰتِ ثُمَّ لَمْ یَاْتُوْا بِاَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ فَاجْلِدُوْهُمْ ثَمٰنِیْنَ جَلْدَةً وَّلَا تَقْبَلُوْا لَهُمْ شَهَادَةً اَبَدًا ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې پر پاک لمنو ښځو د زنا تور لګوي (او پر پاک لمنو سړيو تور هم همدا حکم لري) بيا د زنا پر تور څلور شاهدان رانه ولي؛ نو ای واکمنانو هغوی اتيا درې ووهئ او هيڅکله يې شاهدي مه منئ دغه کسان چې پر پاک لمنو ښځو تور لګوي هغوی د الله له پيروي وتلي دي.
التفاسير العربية:
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ وَاَصْلَحُوْا ۚ— فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
مګر هغه کسان چې له دغه کار وروسته الله ته توبه وباسي او خپل اعمال سم کړي؛ نو بېشکه الله د هغوی توبه او شاهدي قبلوي، پرته له شکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا بخښونکی دی چې توبه وباسي او پرې مهربانه دی.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ اَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ شُهَدَآءُ اِلَّاۤ اَنْفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ اَحَدِهِمْ اَرْبَعُ شَهٰدٰتٍۢ بِاللّٰهِ ۙ— اِنَّهٗ لَمِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
هغه نارينه چې پر خپلو مېرمنو تورلګوي خو له هغوی سره له ځانو پرته نور شاهدان نه وي چې پر مېرمنو د تور د صحت شاهدي ورکړي، يو له هغوی به څلور ځلې د الله په نوم شاهدي ورکوي چې هغه پرخپله مېرمن د زنا په تورلګولو کې رېښتينی دی.
التفاسير العربية:
وَالْخَامِسَةُ اَنَّ لَعْنَتَ اللّٰهِ عَلَیْهِ اِنْ كَانَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
بيا به په پنځم ځل شاهدي کې د ځان پر خلاف د الله د لعنت د استحقاق ښېرا ورزياتوي که چېرې هغه پر خپله مېرمن تور لګولو کې درواغجن وي.
التفاسير العربية:
وَیَدْرَؤُا عَنْهَا الْعَذَابَ اَنْ تَشْهَدَ اَرْبَعَ شَهٰدٰتٍۢ بِاللّٰهِ ۙ— اِنَّهٗ لَمِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟ۙ
نو د سړي پر دغې شاهدۍ ښځه د دې وړ ګرځي چې د زنا حد پرې پلی شي، خو له هغې ښځې څخه د حد مخه داسې نيول کيږي چې هغه ښځه څلور ځلې د الله په نوم شاهدي ووايي: چې سړی پر هغې تورلګولو کې درواغجن دی.
التفاسير العربية:
وَالْخَامِسَةَ اَنَّ غَضَبَ اللّٰهِ عَلَیْهَاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
بيا په پنځم ځل شاهدۍ کې به د ځان پر خلاف د الله د غضب ښېرا ور زياتوي چې که هغه سړی په هغه تور کې رېښتينی وي چې پر دې يې لګولی دی.
التفاسير العربية:
وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ وَاَنَّ اللّٰهَ تَوَّابٌ حَكِیْمٌ ۟۠
ای خلکو! که چېرې پر تاسو دالله فضل او د هغه رحمت نه وی او دا چې هغه له خپلو بندګانو د هغه چا ډېر توبه قبلوونکی دی چې توبه وباسي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی، هرومرو به يې ستاسو پرګناهونو تاسو ته په سزا درکولو کې بيړه کړې وی او پر هغو به يې رسوا کړي وئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• التمهيد للحديث عن الأمور العظام بما يؤذن بعظمها.
د لویو پېښو لپاره د خبرو داسې مقدمه جوړول چې د هغو لوی والی بيان کړي.

• الزاني يفقد الاحترام والرحمة في المجتمع المسلم.
زنا په اسلامي ټولنه کې درناوی او رحمت له منځه وړي.

• الحصار الاجتماعي على الزناة وسيلة لتحصين المجتمع منهم، ووسيلة لردعهم عن الزنى.
پر زانيانو ټولنيز بنديز لګول له زانيانو څخه د ټولنې د ژغورلو لار ده او له زنا څخه د هغوی د راګرځولو لار ده.

• تنويع عقوبة القاذف إلى عقوبة مادية (الحد)، ومعنوية (رد شهادته، والحكم عليه بالفسق) دليل على خطورة هذا الفعل.
حد د تور لګوونکي لپاره يوه مادي او معنوي سزا ده ( چې د شاهدۍ ردېدل او پر هغه د فسق حکم دی) دا د دغه کار د خطرناک والي دليل دی.

• لا يثبت الزنى إلا ببينة، وادعاؤه دونها قذف.
زنا يوازې په شاهدۍ ثابتيږي او له شاهدۍ پرته د زنا دعوی تور لګول دي.

اِنَّ الَّذِیْنَ جَآءُوْ بِالْاِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنْكُمْ ؕ— لَا تَحْسَبُوْهُ شَرًّا لَّكُمْ ؕ— بَلْ هُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ؕ— لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْاِثْمِ ۚ— وَالَّذِیْ تَوَلّٰی كِبْرَهٗ مِنْهُمْ لَهٗ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
بېشکه هغه کسان چې تور يې لګولی(چې د مومنانو پر مور عائشه رضی الله عنها د زنا تور دی) هغه يوه داسې ډله ده ای مومنانو چې تاسو ته يې نسبت کيږي! دا ګومان مه کوئ چې د هغوی تور ستاسو لپاره شر دی بلکې په هغو کې ستاسو لپاره خير دی ځکه په هغو کې ثواب، د مومنانو لپاره ښه پلټنه او د مومنانو د مور برائت دی، هر چا چې پر هغې د زنا په تور کې ګډون کړی هغه لره د کړې ګناه سزا ده پر دغه لوی بهتان د تکلم له امله، چا چې د دغه تور لويه برخه پر غاړه اخېستې پر دې د پيل له امله هغه لره لوی عذاب دی، چې له دې څخه موخه د منافقانو سردار عبدالله بن ابی ابن سلول دی.
التفاسير العربية:
لَوْلَاۤ اِذْ سَمِعْتُمُوْهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُوْنَ وَالْمُؤْمِنٰتُ بِاَنْفُسِهِمْ خَیْرًا ۙ— وَّقَالُوْا هٰذَاۤ اِفْكٌ مُّبِیْنٌ ۟
کله چې نارينه مومنانو او ښځينه مومنانو د دغه لوی تور خبره واورېده ولې يې د تورن شوي مومنانو وروڼو له دغه تور څخه د خونديتوب ګومان ونه کړ او ويې نه ويل چې دغه څرګند درواغ دي.
التفاسير العربية:
لَوْلَا جَآءُوْ عَلَیْهِ بِاَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ ۚ— فَاِذْ لَمْ یَاْتُوْا بِالشُّهَدَآءِ فَاُولٰٓىِٕكَ عِنْدَ اللّٰهِ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ ۟
ولې د مومنانو پر مور عائشه رضی الله عنها تور لګوونکو پر خپل لوی تور څلور شاهدان را نه وستل چې هغې ته د نسبت کړي تور پر صحت يې شاهدي ورکړې وی؛ نو کله هغوی پر دغه تور څلور شاهدان را نه وستل او هيڅکله به يې رانشي وستلی؛ نو هغوی د الله په پرېکړه کې درواغجن دي.
التفاسير العربية:
وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِیْ مَاۤ اَفَضْتُمْ فِیْهِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۚ
ای مومنانو! که پرتاسو د الله فضل او رحمت نه وی چې تاسو ته په سزا درکولو کې يې بيړه ونه کړه، چاچې له تاسو توبه واېستله د هغه توبه يې قبوله کړه؛ نو هرومرو به د هغو درواغو او د مومنانو پر مور د تورلګولو له امله چې پکې لوېدلي وئ تاسو ته لوی عذاب در رسېدلی وی.
التفاسير العربية:
اِذْ تَلَقَّوْنَهٗ بِاَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُوْلُوْنَ بِاَفْوَاهِكُمْ مَّا لَیْسَ لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ وَّتَحْسَبُوْنَهٗ هَیِّنًا ۖۗ— وَّهُوَ عِنْدَ اللّٰهِ عَظِیْمٌ ۟
کله چې مو ځينې له ځينو روايت کوي او هغه درواغ سره بطلان يې په خپلو خولو له يو بل څخه نقلوئ، چې تاسو لره پر هغه څه پوهه هم نشته او دا ګومان کوئ چې دا آسانه کار دی، حال دا چې هغه د الله پر وړاندې لوی کار دی ځکه په هغو کې درواغ او پر بېګناه تورلګول دي.
التفاسير العربية:
وَلَوْلَاۤ اِذْ سَمِعْتُمُوْهُ قُلْتُمْ مَّا یَكُوْنُ لَنَاۤ اَنْ نَّتَكَلَّمَ بِهٰذَا ۖۗ— سُبْحٰنَكَ هٰذَا بُهْتَانٌ عَظِیْمٌ ۟
کله مو چې دغه لوی درواغ واورېدل ولې مو ونه ويل: موږ لره په کار نه ده چې د دغه ناوړه کار په اړه خبرې وکړو، پاکي ده تالره ای زموږ پالونکيه، دغه تور چې د مومنانو پرمور يې لګولی لوی درواغ دي.
التفاسير العربية:
یَعِظُكُمُ اللّٰهُ اَنْ تَعُوْدُوْا لِمِثْلِهٖۤ اَبَدًا اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
الله تاسو ته در په يادوي او نصيحت درته کوي چې بيا دغه ډول لوی درواغو ته ور ونه ګرځئ او پر بېګناه د زنا تور و نه لګوئ که چېرې تاسو پر الله ايمان لرونکي وئ.
التفاسير العربية:
وَیُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
الله تاسو ته داسې آيتونه په ډاګه بيانوي چې د هغه پرحکمونو او نصيحتونو شامل دي، الله ستاسو پر افعالو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، ژر به پر هغو تاسو ته بدله درکړي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُحِبُّوْنَ اَنْ تَشِیْعَ الْفَاحِشَةُ فِی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۙ— فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
بېشکه هغه کسان چې په مومنانو کې منکرات خپروي چې له هغو څخه د زنا تور لګول هم دي، هغوی لره په دنيا کې د تور لګولو په پلي کولو سره دردوونکې سزا ده او په آخرت کې د دوزخ عذاب دی، الله د هغوی پر درواغو او هغه څه پوهيږي چې خپل بندګان يې ورګرځي او د هغوی پر مصالحو پوهيږي او تاسو پر دغه نه پوهېږئ.
التفاسير العربية:
وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ وَاَنَّ اللّٰهَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
او که چېرې ای په تور کې واقع خلکو! پر تاسو د الله فضل او د هغه لورېينه نه وی، او دا چې بېشکه الله نرمي کوونکی او پر تاسو مهربان دی، هرومرو به يې تاسو ته په سزا درکولو کې بيړه کړې وی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تركيز المنافقين على هدم مراكز الثقة في المجتمع المسلم بإشاعة الاتهامات الباطلة.
د باطلو تورونو په مرسته په اسلامي ټولنه کې د باور د مرکزونو له منځه وړلو ته د منافقانو پاملرنه.

• المنافقون قد يستدرجون بعض المؤمنين لمشاركتهم في أعمالهم.
منافقان کله ځينو مومنانو ته دوکه ورکوي له هغوی سره په ځينو اعمالو کې د شريکوالي له امله.

• تكريم أم المؤمنين عائشة رضي الله عنها بتبرئتها من فوق سبع سماوات.
د مؤمنانو د مور عائشې رضی الله عنها درناوی چې له اوو آسمانونو پورته يې برائت بيان شو.

• ضرورة التثبت تجاه الشائعات.
د خپرونو د تحقیق اړتیا.

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ ؕ— وَمَنْ یَّتَّبِعْ خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ فَاِنَّهٗ یَاْمُرُ بِالْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ ؕ— وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ مَا زَكٰی مِنْكُمْ مِّنْ اَحَدٍ اَبَدًا ۙ— وَّلٰكِنَّ اللّٰهَ یُزَكِّیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه پر شريعت مو عمل کړئ، د باطل په ښايسته کولو کې د شيطان د لارو پيروي مه کوئ، چاچې د هغه د لارو پيروي وکړه؛ نو هغه هرومرو پر بدو کړنو او ويناوو او له شريعت څخه خلاف کارونو امر کوي، ای مؤمنانو که چېرې پرتاسو د الله پېرزوينه نه وای؛ نو هيڅکله به له تاسې يو هم په توبه اېستلو نه وای پاک شوی چې توبه يې اېستلې وای، خو الله چې چاته وغواړي دتوبې په اېستلو يې پاکوي، الله ستاسو د ويناوو اورېدونکی دی او ستاسو پر کړنو ښه پوه دی، له هغه څخه هيڅ هم پټ نه دي ژر به تاسو ته پر خپلو اعمالو مو جزا درکړي.
التفاسير العربية:
وَلَا یَاْتَلِ اُولُوا الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ اَنْ یُّؤْتُوْۤا اُولِی الْقُرْبٰی وَالْمَسٰكِیْنَ وَالْمُهٰجِرِیْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۪ۖ— وَلْیَعْفُوْا وَلْیَصْفَحُوْا ؕ— اَلَا تُحِبُّوْنَ اَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
په دين کې د فضيلت او مال کې د پراخۍ څښتنان دې خپلو هغو اړمنو خپلوانو ته د ورکړې په پرېښودلو لوړه نه کوي چې هغوی يوه ګناه کړې ده، ځکه هغوی د الله په لار کې له بې وزلو مهاجرينو څخه دي، هغوی ته دې عفوه وکړي او ورته تېر دې شي، آيا تاسو نه خوښوئ چې الله مو ګناهونه وبښي کله چې تاسو هغوی ته بښنه وکړئ او ورته تېر شئ؟! الله له خپلو بنده ګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی؛ نو بنده ګان يې دې پرهمدې پيروي وکړي، دغه آيت د ابوبکر رضی الله عنه په اړه نازل شو، کله چې هغه پر مسطح د لګښت نه کولو لوړه وکړه، ځکه چې هغه په تورلګولو کې برخه اخېستې وه.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ الْمُحْصَنٰتِ الْغٰفِلٰتِ الْمُؤْمِنٰتِ لُعِنُوْا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۪— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۙ
بېشکه هغه کسان چې پر داسې پاک لمنو بې خبرو مؤمنو ښځو تور لګوي چې هغوی په ناروا کې نه اخته کيږي، داسې خلک په دنيا او آخرت کې د الله له لورېينې لرې کړل شوي دي، او هغوی لره په آخرت کې لوی عذاب دی.
التفاسير العربية:
یَّوْمَ تَشْهَدُ عَلَیْهِمْ اَلْسِنَتُهُمْ وَاَیْدِیْهِمْ وَاَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
هغوی ته به د قيامت په ورځ دغه سزا ورسيږي، کله چې يې ژبې د هغوی پر خلاف د باطلې وينا شاهدي ورکړي، لاسونه او پښې يې د هغه څه شاهدي ورکړي چې کول يې.
التفاسير العربية:
یَوْمَىِٕذٍ یُّوَفِّیْهِمُ اللّٰهُ دِیْنَهُمُ الْحَقَّ وَیَعْلَمُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِیْنُ ۟
په دغه ورځ به الله هغوی ته په عدالت بشپړه سزا ورکړي، هغوی پوهيږي چې بېشکه الله پاک ذات حق دی؛ نو هر څه چې د هغه لخوا صادريږي هغه حق، څرګند دي هيڅ شک پکې نشته.
التفاسير العربية:
اَلْخَبِیْثٰتُ لِلْخَبِیْثِیْنَ وَالْخَبِیْثُوْنَ لِلْخَبِیْثٰتِ ۚ— وَالطَّیِّبٰتُ لِلطَّیِّبِیْنَ وَالطَّیِّبُوْنَ لِلطَّیِّبٰتِ ۚ— اُولٰٓىِٕكَ مُبَرَّءُوْنَ مِمَّا یَقُوْلُوْنَ ؕ— لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟۠
هر ناپاک له نارينه، ښځينه، کړنو او ويناوو څخه يوازې د هغه چا لپاره وړ او سم دي چې ناپاک وي، او پاک د هغه چا لپاره وړ او سم دي چې په خپله پاک وي، دغه پاک نارينه او پاکې ښځې په هغه څه کې بې ګناه دي چې ناپاک نارينه او ناپاکې ښځې يې د هغوی په اړه وايي، هغوی لره د الله لخوا بښنه ده چې ګناهونه به يې پرې بښي او هغوی لره ښه روزي ده چې هغه جنت دی.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَدْخُلُوْا بُیُوْتًا غَیْرَ بُیُوْتِكُمْ حَتّٰی تَسْتَاْنِسُوْا وَتُسَلِّمُوْا عَلٰۤی اَهْلِهَا ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه پر شريعت موعمل کړی، له خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته تر هغه مه ننوځئ، تر څو مو يې له اوسېدونکو څخه د ننوتلو اجازه نه وي اخېستې، او پر هغوی مو سلام نه وي اچولی، په سلام اچولو او اجازه غوښتلو کې داسې وايئ: السلام عليکم آيا داخل شم؟ دغه اجازه غوښتل چې تاسو ته پرې امر شوی دی، له سملاسي ننوتلو څخه غوره ده، کېدای شي له هغه څه پند واخلئ چې امر درته پرې شوی او پيروي يې وکړئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إغراءات الشيطان ووساوسه داعية إلى ارتكاب المعاصي، فليحذرها المؤمن.
د شيطان هڅونې او د هغه وسوسې د ګنانونو د ارتکاب خواته بلونکې دي؛ نو مومن بايد ډډه ترې وکړي.

• التوفيق للتوبة والعمل الصالح من الله لا من العبد.
د توبې او نېک عمل توفيق د الله له لوري وي نه د بنده لخوا.

• العفو والصفح عن المسيء سبب لغفران الذنوب.
تېروتونکي ته بښنه کول او له هغه تېرېدنه د ګناهونو د بښنې لامل ګرځي.

• قذف العفائف من كبائر الذنوب.
پر پاک لمنو ښځو تور لګول له لويو ګناهونو څخه دي.

• مشروعية الاستئذان لحماية النظر، والحفاظ على حرمة البيوت.
د اجازې غوښتلو مشروعيت د نظر د خونديتابه او کورونو د حرمت ساتلو په موخه دی.

فَاِنْ لَّمْ تَجِدُوْا فِیْهَاۤ اَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوْهَا حَتّٰی یُؤْذَنَ لَكُمْ ۚ— وَاِنْ قِیْلَ لَكُمُ ارْجِعُوْا فَارْجِعُوْا هُوَ اَزْكٰی لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟
که چېرې مو په دغو کورونو کې هيڅوک و نه موندل؛ نو تر هغه مه ورننوځئ تر څو د هغه چا لخوا اجازه نه وي درکړل شوې چې د اجازې واک لري، که چېرې يې څښتنانو درته وويل: وګرځئ؛ نو را وګرځئ او مه ننوځئ، بېشکه دغه ستاسو لپاره د الله پر وړاندې ډېره پاکيزه لار ده، الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي، ژر دی چې تاسو ته به پرې جزا درکړي.
التفاسير العربية:
لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَدْخُلُوْا بُیُوْتًا غَیْرَ مَسْكُوْنَةٍ فِیْهَا مَتَاعٌ لَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَمَا تَكْتُمُوْنَ ۟
پر تاسو کومه ګناه نشته چې پرته له اجازې داسې عامه خونو ته ننوځئ، چې پر هيچا پورې اړه ونه لري، د عامه ګټو لپاره چمتو شوې وي، لکه کتاب خونې، په بازارونو کې دوکانونه، الله ستاسو پر هغواعمالو او حالاتو ښه پوه دی چې تاسو يې ښکاروئ او يا يې پټوئ، له هغه څخه هيڅ هم پټ نه دي او ژر به جزا پرې درکړي.
التفاسير العربية:
قُلْ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ یَغُضُّوْا مِنْ اَبْصَارِهِمْ وَیَحْفَظُوْا فُرُوْجَهُمْ ؕ— ذٰلِكَ اَزْكٰی لَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا یَصْنَعُوْنَ ۟
اې رسوله! مؤمنانو ته ووايه! خپلې سترګې هغو ښخو او عورتونو ته له ګتلو بندې کړي چې ورته روا نه دي، خپل شرم ځایونه په ناروا کې له اخته کېدو او لوڅولو وساتي، کوم څه چې الله ناروا کړي دغو ته له کتلو بندول او د شرم ځايونو ساتل د هغوی لپاره د الله په وړاندې ډېره پاکي ده، پرته له شکه؛ الله هغه څه ښه خبر دی چې هغوی يې کوي، له هغه هيڅ هم نه ترې نه پټيږي او جزا به پرې ورکوي.
التفاسير العربية:
وَقُلْ لِّلْمُؤْمِنٰتِ یَغْضُضْنَ مِنْ اَبْصَارِهِنَّ وَیَحْفَظْنَ فُرُوْجَهُنَّ وَلَا یُبْدِیْنَ زِیْنَتَهُنَّ اِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْیَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلٰی جُیُوْبِهِنَّ ۪— وَلَا یُبْدِیْنَ زِیْنَتَهُنَّ اِلَّا لِبُعُوْلَتِهِنَّ اَوْ اٰبَآىِٕهِنَّ اَوْ اٰبَآءِ بُعُوْلَتِهِنَّ اَوْ اَبْنَآىِٕهِنَّ اَوْ اَبْنَآءِ بُعُوْلَتِهِنَّ اَوْ اِخْوَانِهِنَّ اَوْ بَنِیْۤ اِخْوَانِهِنَّ اَوْ بَنِیْۤ اَخَوٰتِهِنَّ اَوْ نِسَآىِٕهِنَّ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُنَّ اَوِ التّٰبِعِیْنَ غَیْرِ اُولِی الْاِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ اَوِ الطِّفْلِ الَّذِیْنَ لَمْ یَظْهَرُوْا عَلٰی عَوْرٰتِ النِّسَآءِ ۪— وَلَا یَضْرِبْنَ بِاَرْجُلِهِنَّ لِیُعْلَمَ مَا یُخْفِیْنَ مِنْ زِیْنَتِهِنَّ ؕ— وَتُوْبُوْۤا اِلَی اللّٰهِ جَمِیْعًا اَیُّهَ الْمُؤْمِنُوْنَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟
او مومنو ښځو ته هم ووايه: چې خپلې سترګې د هغو عورتونو له کتلو وساتي چې نه دي ورته روا، خپل شرم ځايونه له ناروا څخه په لرې والي او په پټولو وساتي، پرديو ته دې خپل سينګار نه ښکاروي، خو دا چې هغه څه ترې ښکاره شي چې پټول يې ناشوني وي، لکه جامې، او خپل پړوني دې داسې اچوي چې وېښتان، مخونه او غاړې يې پکې پټې شي، پټ سينګار دې له خپلو مېړونو، پلرونو، د مېړونو له پلرونو، زامنو، بنزيانو، وروڼو، د وروڼو له زامنو، د خويندو له زامنو، باوري مسلمانو يا کافرو مېرمنو، نارينه او ښځينه مرېيانو، هغو تابع شويو کسانو چې ښځو ته کومه اړتيا نه لري او له هغو ماشونو پرته چې تر اوسه د ښځو پر عورتونو خبر نه لري له دغو ټولو پرته نورو ته نه ښکاروي، ښځې دې خپلې پښې په لوی لاس داسې نه وهي چې پټ کړل شوی سينګار يې لکه د پښو شرنګوونکي او داسې نور يې وپېژندل شي، ای مومنانو ټول الله ته توبه وباسئ له بد نظر کولو او داسې نورو شیانو څخه، په دې هيله چې په موخه کې به بريالي او له وېروونکي څخه به خوندي شئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• جواز دخول المباني العامة دون استئذان.
عامه ځايونو ته پرته له اجازې د ننوتلو رواوالی.

• وجوب غض البصر على الرجال والنساء عما لا يحلّ لهم.
د نارينه او ښځينه وو لپاره له هغو شيانو څخه د سترګو د ټيټولو وجوب چې ورته روا نه وي.

• وجوب الحجاب على المرأة.
پر ښځه د پردې لازموالی.

• منع استخدام وسائل الإثارة.
د شهوت پاروونکو وسائلو د کارولو ممانعت.

وَاَنْكِحُوا الْاَیَامٰی مِنْكُمْ وَالصّٰلِحِیْنَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَاِمَآىِٕكُمْ ؕ— اِنْ یَّكُوْنُوْا فُقَرَآءَ یُغْنِهِمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
ای مومنانو د هغو نارينه وو ودونه ور وکړئ چې مېرمنې نه لري او د هغو آزادو مېرمنو ودونه وروکړئ چې مېړونه نه لري، ستاسو د مومنو مرېيانو او مينځو ودونه ور وکړئ، که چېرې هغوی بې وزله وي الله به يې په خپله پراخه پېرزوينه شتمن کړي، الله د روزۍ پراخوونکی دی، د هيچا شتمن کول د هغه روزي نه کموي، د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه دی.
التفاسير العربية:
وَلْیَسْتَعْفِفِ الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ نِكَاحًا حَتّٰی یُغْنِیَهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَبْتَغُوْنَ الْكِتٰبَ مِمَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوْهُمْ اِنْ عَلِمْتُمْ فِیْهِمْ خَیْرًا ۖۗ— وَّاٰتُوْهُمْ مِّنْ مَّالِ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اٰتٰىكُمْ ؕ— وَلَا تُكْرِهُوْا فَتَیٰتِكُمْ عَلَی الْبِغَآءِ اِنْ اَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوْا عَرَضَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَمَنْ یُّكْرِهْهُّنَّ فَاِنَّ اللّٰهَ مِنْ بَعْدِ اِكْرَاهِهِنَّ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
هغه کسان دې له زنا څخه پاک لمني ولټوي چې د بېوزلۍ له امله واده نه شي کولی، تردې چې الله يې له خپل پراخ فضل څخه شتمن کړي، هغه مرېيان چې له خپلو سردارانو څخه د هغه مال په بدل کې آزادي غواړي چې سوداګري پرې کوي؛ نو پر سردارانو يې لازم دي چې دغه بدله ترې قبوله کړی که چېرې هغوی يې پر اداکولو او په دين کې په سمون راوستلو پوهېدل، پر هغوی لازم دي چې د الله له هغه مال څخه څه ورکړي چې الله ورکړی دی تر څو د هغوی د آزادۍ له بدلې څخه څه اندازه کمه کړي، او خپلې مينځي د مال په لټه کې زنا ته مه اړباسئ، لکه څنګه چې عبدالله بن ابي پر خپلو دوو مينځو وکړل، کله چې هغوی پاک لمني او له زنا لرې والی غوښتلو، د هغه څه د غوښتلو په موخه چې هغه يې په خپل شرم ځای ترلاسه کوي، له تاسو څخه چې څوک هغوی دغه کار ته اړباسي؛ نو پرته له شکه الله د هغوی له اړ اېستلو وروسته د ګناهونو بښونکی يې دی او پر هغوی مهربانه دی، ځکه هغوی اړاېستل شوې دي او ګناه به يې پر اړ اېستونکي وي.
التفاسير العربية:
وَلَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ اٰیٰتٍ مُّبَیِّنٰتٍ وَّمَثَلًا مِّنَ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟۠
او اې خلکو تاسو ته مو څرګند آيتونه لېږلي چې حق له باطله بېلوي او له هغو کسانو مو بېلګه درته لېږلې ده چې له تاسو مخکې کوم مؤمنان او کافران تېر شوي دي او پر تاسو مو نصيحت نازل کړی دی چې هغه کسان پند ترې اخلي، کوم چې له پالونکي يې وېريږي د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ نُوْرُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— مَثَلُ نُوْرِهٖ كَمِشْكٰوةٍ فِیْهَا مِصْبَاحٌ ؕ— اَلْمِصْبَاحُ فِیْ زُجَاجَةٍ ؕ— اَلزُّجَاجَةُ كَاَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّیٌّ یُّوْقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُّبٰرَكَةٍ زَیْتُوْنَةٍ لَّا شَرْقِیَّةٍ وَّلَا غَرْبِیَّةٍ ۙ— یَّكَادُ زَیْتُهَا یُضِیْٓءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ؕ— نُوْرٌ عَلٰی نُوْرٍ ؕ— یَهْدِی اللّٰهُ لِنُوْرِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَیَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ لِلنَّاسِ ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟ۙ
الله د آسمانونو او ځمکې روښانوونکی او هغه چا ته لارښوونکی دی چې پکې دي، د هغه پاک ذات د نور بېلګه د مومن په زړه کې داسې ده لکه پرته له سوري په يو دېوال کې تاخچه، په هغې کې يوه ډېوه وي، ډېوه په يوه داسې ځلېدونکې شيشه کې، لکه د ملغلرې غوندې ځلېدونکی ستوری، د مبارکې ونې تېل پکې سوځول کيږي، چې هغه د زيتون ونه ده، داسې ونه چې له لمر څخه يې هيڅ شی هم نشي پټولی، نه په سهار کې او نه په ماښام کې، نېږدې ده چې تېل يې له پاکوالي څخه رڼا ورکړي، که څه اور نه وي ورته رسېدلی؛ نو هغه وخت به څنګه وي چې کله اور ورته ورسيږي؟! د ډېوې رڼا د شيشې پر رڼا سربېره ده، همدارنګه وي د مومن زړه، کله چې په هغه کې د هدايت ډېوه بله شي، الله له خپلو بندګانو چې چاته د قرآن له پيروانو توفيق ورکوي، الله په ورته شيانو بېلګې بيانوي او الله پر هرڅه پوه دی له هغه هيڅ هم پټ نه دي.
التفاسير العربية:
فِیْ بُیُوْتٍ اَذِنَ اللّٰهُ اَنْ تُرْفَعَ وَیُذْكَرَ فِیْهَا اسْمُهٗ ۙ— یُسَبِّحُ لَهٗ فِیْهَا بِالْغُدُوِّ وَالْاٰصَالِ ۟ۙ
دغه ډېوه په هغو جوماتونو کې بليږي چې الله د هغو د مرتبې او بنسټ د لوړوالي امر کړی، په هغو کې په آذان، ذکر او لمانځه کولو د هغه نوم ياديږي، د الله د خوښۍ په لټه کې د ورځې په پيل او پای کې په هغو کې لمونځ کوي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الله عز وجل ضيق أسباب الرق (بالحرب) ووسع أسباب العتق وحض عليه .
په جګړې سره الله د غلامۍ لاملونه کم کړي دي، او د آزادۍ لاملونه يې زيات کړي او هغو ته يې هڅونه کړې ده.

• التخلص من الرِّق عن طريق المكاتبة وإعانة الرقيق بالمال ليعتق حتى لا يشكل الرقيق طبقة مُسْتَرْذَلة تمتهن الفاحشة.
د بدل کتابت او له غلام سره د مالي مرستې له لارې له غلامۍ خلاصون، تر څو غلام د آزادۍ لپاره داسې ناوړه لار غوره نه کړي لکه زنا.

• قلب المؤمن نَيِّر بنور الفطرة، ونور الهداية الربانية.
د مومن زړه د فطرت او الهي لارښوونې په رڼا روښانه کړل شوی دی.

• المساجد بيوت الله في الأرض أنشأها ليعبد فيها، فيجب إبعادها عن الأقذار الحسية والمعنوية.
جوماتونه په زمکه کې د الله هغه کورونه دي چې د عبادت لپاره يې پيداکړي دي؛ نو له حسي او معنوي چټليو څخه پاک ساتل په کار دي.

• من أسماء الله الحسنى (النور) وهو يتضمن صفة النور له سبحانه.
د الله له ښکليو نومونو څخه يو نوم (النور) دی چې دغه د الله پاک نور صفت ته شامل دی.

رِجَالٌ ۙ— لَّا تُلْهِیْهِمْ تِجَارَةٌ وَّلَا بَیْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ وَاِقَامِ الصَّلٰوةِ وَاِیْتَآءِ الزَّكٰوةِ— یَخَافُوْنَ یَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِیْهِ الْقُلُوْبُ وَالْاَبْصَارُ ۟ۙ
داسې نارينه دي چې اخیستل او پلورل يې د الله پاک له ياده، په بشپړه توګه له لمانځه اداکولو او وړ خلکو ته له زکات ورکولو څخه نه غافلوي، هغوی د قيامت له هغې ورځې څخه ډاريږي چې په دغه ورځ به زړونه له سزا د خونديتوب د هيلې او له هغه څخه د وېرې تر منځ اوړي را اوړي، او سترګې به هم هر اړخ ته اوړي را اوړي چې کوم طرف ته به لیږل کیږي.
التفاسير العربية:
لِیَجْزِیَهُمُ اللّٰهُ اَحْسَنَ مَا عَمِلُوْا وَیَزِیْدَهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
دغه عمل ځکه کوي تر څو الله هغوی ته يې د عمل غوره بدله ورکړي، له خپل فضله لا زياته بدله ورکړي، الله چې چاته وغواړي پرته له حسابه د هغو د اعمالو په اندازه روزي ورکوي، بلکې د هغو د اعمالو څو برابره يې ورکوي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍۭ بِقِیْعَةٍ یَّحْسَبُهُ الظَّمْاٰنُ مَآءً ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءَهٗ لَمْ یَجِدْهُ شَیْـًٔا وَّوَجَدَ اللّٰهَ عِنْدَهٗ فَوَفّٰىهُ حِسَابَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟ۙ
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، د هغوی هغه اعمالو لره چې کړي يې دي هيڅ ثواب نشته، د ځمکې په ژوره برخه کې د هغه رېګ غوندې دي چې تږي ته ښکاري او هغه د اوبو ګومان پرې کوي؛ نو ورځي، کله چې ورشي او ورته ودريږي هيڅ اوبه نه مومي، همدارنګه کافر دا ګومان کوي چې د هغه عمل به ګټه ورته ورسوي، خو کله چې مړ شي او راپورته کړل شي، هيڅ ثواب به ونه مومي، خپل پالونکی به خپلې لورې ته ومومي چې د هغه د عمل بشپړ حساب به ورکړي او الله ژر حساب اخېستونکی دی.
التفاسير العربية:
اَوْ كَظُلُمٰتٍ فِیْ بَحْرٍ لُّجِّیٍّ یَّغْشٰىهُ مَوْجٌ مِّنْ فَوْقِهٖ مَوْجٌ مِّنْ فَوْقِهٖ سَحَابٌ ؕ— ظُلُمٰتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ ؕ— اِذَاۤ اَخْرَجَ یَدَهٗ لَمْ یَكَدْ یَرٰىهَا ؕ— وَمَنْ لَّمْ یَجْعَلِ اللّٰهُ لَهٗ نُوْرًا فَمَا لَهٗ مِنْ نُّوْرٍ ۟۠
او يا د هغوی اعمال په ژور درياب کې دهغو تيارو غوندې دي چې پر سر يې څپه وي، د دغې څپې پر سر بله څپه وي، د هغې د پاسه داسې ورېځ وي چې لار ښودونکي ستوري يې پټ کړي وي، د يو او بل د پاسه پرله پسې تيارې وي، څوک چې په دغو تيارو کې نښتی وي هغه چې کله لاس را وباسي، نږدې نه ده چې د سختې تيارې له امله يې وويني، همدارنګه وي کافر، چې پر هغه د ناپوهۍ، شک، حيرانتيا او پر زړه يې د مهر لګېدو له امله پرله پسې تيارې راغلې وي، او چاته چې الله له لارورکۍ لارښوونه او دهغه پر کتاب پوهه ور په برخه نه کړي؛ نو هغه لره هيڅ لارښوونه نشته چې لار پرې پيدا کړای شي او نه کوم کتاب شته چې رڼا ترې واخستی شي.
التفاسير العربية:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُسَبِّحُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَالطَّیْرُ صٰٓفّٰتٍ ؕ— كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهٗ وَتَسْبِیْحَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَفْعَلُوْنَ ۟
ای رسوله! آيا ته نه پوهېږې څه چې په آسمانونو کې دي او څه مخلوقات چې په ځمکه کې دي د الله پاکي بيانوي، هغه لره په هوا کې مرغان غوړېدلي وزرونه پاکي بيانوي، د دغو ټولو مخلوقاتو څخه پر هر يوه الله پوه دی چې څوک يې لمونځ کوي لکه انسان، څوک هغه لره پاکي بيانوي لکه مرغان، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، د هغوی له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي.
التفاسير العربية:
وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَاِلَی اللّٰهِ الْمَصِیْرُ ۟
يوازې الله لره ده د آسمانونو او زمکې پاچايي، او يوازې هغه ته د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدل دي.
التفاسير العربية:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُزْجِیْ سَحَابًا ثُمَّ یُؤَلِّفُ بَیْنَهٗ ثُمَّ یَجْعَلُهٗ رُكَامًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ ۚ— وَیُنَزِّلُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ جِبَالٍ فِیْهَا مِنْ بَرَدٍ فَیُصِیْبُ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ وَیَصْرِفُهٗ عَنْ مَّنْ یَّشَآءُ ؕ— یَكَادُ سَنَا بَرْقِهٖ یَذْهَبُ بِالْاَبْصَارِ ۟ؕ
ای رسوله! آيا ته نه پوهېږې، چې الله ورېځ روانوي، بيا يې ځينې برخې له ځينو سره يوځای کوي، بيا يې پاس له پاسه ټينګوي؛ نو وينې چې باران د ورېځ له مينځه راوځي، د آسمان له لوري له داسې ټينګې ورېځې څخه راوځې چې په لوی والي کې له اوبو څخه د شګو غوندې جامدو ټوټو څخه جوړ شويو غرونو سره ورته والی لري؛ نو له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي ور روسوي يې، اوچاته چې وغواړي ترې ګرځوي يې، نېږدې ده چې د ورېځې برېښنا يې له سختې رڼا سترګې يوسي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• موازنة المؤمن بين المشاغل الدنيوية والأعمال الأخروية أمر لازم.
د مومن لپاره د دنيوي بوختياوو او اخروي اعمالو تر منځ پرتله کول يو لازمي امر دی.

• بطلان عمل الكافر لفقد شرط الإيمان.
د ايمان د شرط د نشتون له امله د کافر د عمل بطلان.

• أن الكافر نشاز من مخلوقات الله المسبِّحة المطيعة.
بېشکه کافر د الله د تسبيح ويونکو پيروو مخلوقاتو څخه نافرمانه دی.

• جميع مراحل المطر من خلق الله وتقديره.
د باران ټول پړاوونه د الله له پيدايښت او اندازې څخه دي.

یُقَلِّبُ اللّٰهُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّاُولِی الْاَبْصَارِ ۟
الله شپه او ورځ په يو او بل پسې اوږدې او لنډې بيايي او راولي، بېشکه په دغه ياد شويو آيتونو کې د الله پر ربوبيت دلايل دي، دالله پر قدرت او يووالي د سترګورو لپاره پند دی.
التفاسير العربية:
وَاللّٰهُ خَلَقَ كُلَّ دَآبَّةٍ مِّنْ مَّآءٍ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰی بَطْنِهٖ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰی رِجْلَیْنِ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰۤی اَرْبَعٍ ؕ— یَخْلُقُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او الله هر ژوندی چې د ځمکې پر مخ درومي له نطفې پيداکړی؛ نو ځينې يې پر ګېډو ځي لکه ماران، ځينې يې په دوو پښو تګ کوي لکه انسان او مرغه او ځينې يې په څلورو ځي لکه څاروي، الله چې وغواړي هغه څه پيداکوي چې ياد شول او هغه څه هم چې نه دي ياد شوي، پرته له شکه الله پر هرڅه قادر دی هيڅ شی یې نشي بې وسه کولای.
التفاسير العربية:
لَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اٰیٰتٍ مُّبَیِّنٰتٍ ؕ— وَاللّٰهُ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او پر محمد صلی الله عليه وسلم مو داسې څرګند آيتونه نازل کړي چې حق لارې ته لارښوونه کوي، او الله چې چاته وغواړي داسې نېغې لارې ته توفيق ورکوي چې کوږوالی پکې نه وي؛ نو دغه لار يې جنت ته رسوي.
التفاسير العربية:
وَیَقُوْلُوْنَ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَبِالرَّسُوْلِ وَاَطَعْنَا ثُمَّ یَتَوَلّٰی فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ ؕ— وَمَاۤ اُولٰٓىِٕكَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او منافقان وايي: موږ پر الله ايمان راوړی او پر رسول مو ايمان راوړی، د الله پيروي مو کړې او د هغه د رسول پيروي مو کړې ده، بيا له هغوی يوه ډله مخ اړوي؛ نو د الله په لار کې د جهاد پر امر او داسې نورو د الله او د هغه د رسول پيروي نه کوي، وروسته له دې چې هغوی پر الله او د هغه پر رسول د ايمان رواړلو او د هغوی د پيروۍ ګومان کړی دی، دغه د الله او د هغه د رسول له پيروۍ مخ اړوونکي مؤمنان نه دي، که څه هم هغوی دعوی کړې چې مؤمنان دي.
التفاسير العربية:
وَاِذَا دُعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ لِیَحْكُمَ بَیْنَهُمْ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
کله چې دغه منافقان الله او د رسول لوري ته ور وبلل شي، ترڅو يې رسول ترمنځ د هغه څه په اړه پرېکړه وکړي چې هغوی پکې شخړې کوي؛ نو سملاسي د خپل نفاق له امله د هغه له پرېکړې مخ اړوونکي وي.
التفاسير العربية:
وَاِنْ یَّكُنْ لَّهُمُ الْحَقُّ یَاْتُوْۤا اِلَیْهِ مُذْعِنِیْنَ ۟ؕ
او که چېرې پوه شي چې حق هغوی لره دی، او هغه د هغوی په ګټه پرېکړه کوي؛ نو هغه ته غاړه اېښوودونکي عاجزي کوونکي راځي.
التفاسير العربية:
اَفِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ اَمِ ارْتَابُوْۤا اَمْ یَخَافُوْنَ اَنْ یَّحِیْفَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَرَسُوْلُهٗ ؕ— بَلْ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟۠
آيا د دغو خلکو په زړونو کې ناروغي ده چې ورته لازمه ده او که له دې خبرې په شک کې دي چې هغه به د الله رسول وي، يا هغوی له دې خبرې ډاريږي چې الله او د هغه رسول به په پرېکړه کې ظلم پرې وکړي؟ له دغو ياد شويو به هيڅ هم نه وي، بلکې د هغوی په زړونو کې د رسول له پرېکړې د مخ اړولو او له هغه سره د ضد له کبله ناروغي ده.
التفاسير العربية:
اِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِیْنَ اِذَا دُعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ لِیَحْكُمَ بَیْنَهُمْ اَنْ یَّقُوْلُوْا سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
پرته له شکه د مؤمنانو وينا بايد داسې وی چې کله د الله او د رسول لوري وروبلل شي، ترڅو يې ترمنځ پرېکړه وکړي چې ويلي يې وی: د هغه وينا مو واورېده او د هغه امر مو ومنی دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي همدوی په دنيا او آخرت کې بريالي دي.
التفاسير العربية:
وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَیَخْشَ اللّٰهَ وَیَتَّقْهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟
او څوک چې د الله او د هغه د رسول پيروي وکړي، د هغوی دواړو حکم ته غاړه کېږدي او د ګناهونو له پايلي وډار شي او د الله له سزا د هغه د اوامرو په منلو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو ځان وساتي، يوازې همدوی د دنيا او آخرت په ښېګڼو بريالي دي.
التفاسير العربية:
وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ اَمَرْتَهُمْ لَیَخْرُجُنَّ ؕ— قُلْ لَّا تُقْسِمُوْا ۚ— طَاعَةٌ مَّعْرُوْفَةٌ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
د منافقانو چې څومره له وسه وو همدومره ټينکې لوړې يې وکړې: چې که ته هغوی ته جهاد ته د وتلو امر وکړې، هغوی به هرومرو ووځي، ورته ووايه ای رسوله!: لوړې مه کوئ ستاسو درواغ مشهور دي او ستاسو له خپل ګومان سره سمه پيروۍ هم مشهوره ده، الله پر هغه څه ښه خبر دی چې کوئ يې، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي، څومره يې چې تاسو پټ کړئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تنوّع المخلوقات دليل على قدرة الله.
د مخلوقاتو بېلابېل ډولونه د الله پر قدرت دليل دی.

• من صفات المنافقين الإعراض عن حكم الله إلا إن كان الحكم في صالحهم، ومن صفاتهم مرض القلب والشك، وسوء الظن بالله.
د منافقانو له صفاتو څخه د الله له حکم څخه مخ اړول دي، خو دا چې په کوم حکم کې د هغوی ګټه وي، د هغوی له صفاتو د زړونو ناروغي، شک او پر الله بدګومانۍ کول دي.

• طاعة الله ورسوله والخوف من الله من أسباب الفوز في الدارين.
د الله او د هغه د رسول پيروي او له الله څخه وېره په دنيا او آخرت کې د بريا له لاملونو څخه دي.

• الحلف على الكذب سلوك معروف عند المنافقين.
په درواغو لوړه کول د منافقانو مشهور چلند دی.

قُلْ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ ۚ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا عَلَیْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَیْكُمْ مَّا حُمِّلْتُمْ ؕ— وَاِنْ تُطِیْعُوْهُ تَهْتَدُوْا ؕ— وَمَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
دغو منافقانو ته ووايه ای رسوله!: په ښکاره او پټه کې د الله او د رسول پيروي وکړئ، که چېرې د هغوی له پيروۍ مخ واړوئ چې امر درته پرې شوی؛ نو هغه يوازې پر رسونه مکلف دی، او تاسو پر پيروۍ او پر هغه عمل کولو مکلف ياست چې هغه ورسره راغلی دی، که چېرې د هغه څه په ترسره کولو پيروي وکړئ چې د کولو امر يې درته کړی، او له هغه څه ځانونه وساتئ چې ترې منع شوي ياست، حق ته به لار ومومئ، پر رسول يوازې څرګنده رسونه ده، هغه تاسو په زور پر سمه لار نشي راوستلی او نه مو پرې مجبورولای شي.
التفاسير العربية:
وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَیَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِی الْاَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۪— وَلَیُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِیْنَهُمُ الَّذِی ارْتَضٰی لَهُمْ وَلَیُبَدِّلَنَّهُمْ مِّنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ اَمْنًا ؕ— یَعْبُدُوْنَنِیْ لَا یُشْرِكُوْنَ بِیْ شَیْـًٔا ؕ— وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
له تاسو څخه چې چا پر الله ايمان راوړی او ښې کړنې يې ترسره کړې دي الله له هغوی سره ژمنه کړې چې د دښمنانو پر خلاف به يې مرسته کوي او په ځمکه کې به يې خليفه ګان ګرځوي لکه څنګه يې چې له هغوی مخکې مؤمنان پکې خليفه ګان ګرځولي وو، او دا ژمنه يې ورسره کړې ده چې کوم دين يې د هغوی لپاه خوښ کړی هغه دين د اسلام دی هغه به برقراره او قوي وي، او دا ژمنه يې ورسره کړې ده چې وېره به يې په ډاډ وربدلوي، هغوی يوازې ما لمانځي، له ما سره هيڅ نه شريکوي، چا چې له دغو نعمتونو وروسته کفر وکړ همدوی د الله له پيروۍ وتلي دي.
التفاسير العربية:
وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
او په بشپړه توګه لمونځ ترسره کوئ، د مالونو زکات مو ورکوئ، او د هغه څه په ترسره کولو چې امر يې درته کړی او هغه په پرېښودلو چې ترې منع کړي يې ياست د رسول پيروي کوئ، په دې هيله چې د الله رحمت تر لاسه کړئ.
التفاسير العربية:
لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ ۚ— وَمَاْوٰىهُمُ النَّارُ ؕ— وَلَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠
ای رسوله! هيڅکله د هغو خلکو په اړه ګومان مه کوه چې پر الله يې کفر کړی چې هغوی به له ما څخه پاتې شي کله چې زه پر هغوی سزا را نازله کړم، د قيامت په ورځ به يې هستوګنځی دوزخ وي او دوزخ له بد ځايونو بد ځای د هغوی دی.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِیَسْتَاْذِنْكُمُ الَّذِیْنَ مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ وَالَّذِیْنَ لَمْ یَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلٰثَ مَرّٰتٍ ؕ— مِنْ قَبْلِ صَلٰوةِ الْفَجْرِ وَحِیْنَ تَضَعُوْنَ ثِیَابَكُمْ مِّنَ الظَّهِیْرَةِ وَمِنْ بَعْدِ صَلٰوةِ الْعِشَآءِ ۫ؕ— ثَلٰثُ عَوْرٰتٍ لَّكُمْ ؕ— لَیْسَ عَلَیْكُمْ وَلَا عَلَیْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ ؕ— طَوّٰفُوْنَ عَلَیْكُمْ بَعْضُكُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ستاسو مرېيان، مينځې او هغه آزاد ماشومان چې د بلوغ عمر ته نه وي رسيدلي په دريو وختونو کې دې درڅخه اجازه وغواړي، د سهار له لمانځه مخکې کله چې د خوب جامې د بيدارۍ په جامو بدلوئ، د غرمې پر مهال کله چې د غرمې خوب لپاره جامې وباسئ او د ماخوستن له لمانځه وروسته، ځکه هغه ستاسو د خوب، د بيدارۍ د جامو اېستلو او خوب د جامو اغوستلو وخت دی، دغه درې وختونه ستاسو لپاره د پټولو دي چې هيڅوک به پرته له اجازې نه درننوځي، له دغو وختونو پرته په نورو کې نه پرتاسې کومه ګناه شته او نه پر هغوی چې پر تاسو دې در ننوځي، ځکه هغوی پرتاسو ډېر ګرځېدونکي دي، ستاسې ځينې پر ځينو ګرځي؛ نو په ټولو وختونو کې له ننوتلو را ګرځول ستونزمن وي، مګر په اجازه غوښتلو سره، لکه څنګه چې الله تاسو ته د اجازې غوښتلو حکمونه بيان کړل، ستاسو لپاره هغه آيتونه بيانوي چې هغو حکمونو ته لارښوونه کوي کوم يې چې ستاسو لپاره روا کړي دي، الله د خپلو بنده ګانو پر مصلحتونو ښه پوه دی او کوم حکمونه چې ورته روا کوي په هغو کې د حکمت څښتن دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• اتباع الرسول صلى الله عليه وسلم علامة الاهتداء.
د رسول صلی الله عليه وسلم پيروي د هدايت نښه ده.

• على الداعية بذل الجهد في الدعوة، والنتائج بيد الله.
پر بلونکي يوازې کوښښ کول دي نوره پايله د الله په لاسه کې ده.

• الإيمان والعمل الصالح سبب التمكين في الأرض والأمن.
ايمان او نېک عمل په زمکه کې د واکمنۍ تر لاسه کولو او ډاډ لامل دي.

• تأديب العبيد والأطفال على الاستئذان في أوقات ظهور عورات الناس.
مرېيانو او ماشومانو ته د خلکو د عورتونو د لوڅوالي په وختونو کې د اجازې ادب ورښودل.

وَاِذَا بَلَغَ الْاَطْفَالُ مِنْكُمُ الْحُلُمَ فَلْیَسْتَاْذِنُوْا كَمَا اسْتَاْذَنَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
او کله مو چې ماشومان د بلوغ عمر ته ورسېدل؛ نو هغوی دې د خپلو مشرانو غوندې په ټولو یاد شويو وختونو کې د ننوتلو پرمهال اجازه وغواړي، لکه څرنګه چې الله د اجازې غوښتلو حکمونه بيان کړل، همدارنګه تاسو ته خپل آيتونه بيانوي، الله د خپلو بنده ګانو پر ګټو ښه پوه دی او څه يې چې هغوی ته روا کړي په هغو کې د حکمت څښتن دی.
التفاسير العربية:
وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَآءِ الّٰتِیْ لَا یَرْجُوْنَ نِكَاحًا فَلَیْسَ عَلَیْهِنَّ جُنَاحٌ اَنْ یَّضَعْنَ ثِیَابَهُنَّ غَیْرَ مُتَبَرِّجٰتٍ بِزِیْنَةٍ ؕ— وَاَنْ یَّسْتَعْفِفْنَ خَیْرٌ لَّهُنَّ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
هغه بوډۍ ښځې چې د بوډا والي له امله مياشتنۍ ناروغي او حمل نه ورته راځي، هغوی چې نور د ودېدلو هيله نه لري، پر هغوی کومه ګناه نشته که ځينې جامې لکه پړونی او لوپټه کېږدي په دې شرط چې د هغې پټې ښکلا څرګندوونکې نه وي د کومې پر پټولو چې امر ورته شوی، خو که د زياتې پردې او پاک لمنۍ له امله د دغو جامو له اېښودلو هم ډډه وکړي دا به ورته غوره وي، الله ستاسو د ويناوو ښه اورېدونکی او پر کړنو مو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او پر هغو به تاسو ته جزا درکړي.
التفاسير العربية:
لَیْسَ عَلَی الْاَعْمٰی حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْاَعْرَجِ حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْمَرِیْضِ حَرَجٌ وَّلَا عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ اَنْ تَاْكُلُوْا مِنْ بُیُوْتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اٰبَآىِٕكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اُمَّهٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اِخْوَانِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَخَوٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَعْمَامِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ عَمّٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَخْوَالِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ خٰلٰتِكُمْ اَوْ مَا مَلَكْتُمْ مَّفَاتِحَهٗۤ اَوْ صَدِیْقِكُمْ ؕ— لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَاْكُلُوْا جَمِیْعًا اَوْ اَشْتَاتًا ؕ— فَاِذَا دَخَلْتُمْ بُیُوْتًا فَسَلِّمُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ تَحِیَّةً مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُبٰرَكَةً طَیِّبَةً ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟۠
نه پر هغه ړانده چې سترګې يې له لاسه ورکړې کومه ګناه شته، نه پر ګوډ ګناه شته، نه پر ناروغ ګناه شته که د الله په لار کې جهاد غوندې ځينې مکلفيتونه پرېږدي چې توان يې نه لري، نه ای مؤمنانو پر تاسو کومه ګناه شته چې له خپلو کورونو خوراک وکړئ چې له هغو څخه مو د پلرونو کورونه هم دي، نه پر تاسو په دې کې ګناه شته چې د پلرونو له کورونو خوراک وکړئ، يا مو د ميندو له کورونو، يا مو د وروڼو له کورنو، یا مو د خويندو له کورنو، يا مو د ترونو له کورنو، يا مو د عمه ګانو له کورنو، يا مو د خاله ګانو له کورونو، يا له هغو کورنو څخه چې ساتنه يې تاسوته در سپارل شوې ده، لکه د باغ ساتونکی، او نه پر تاسو ګناه شته چې له خپل عادت سره سم په خوښه د ملګري له کورونو خوراک وکړئ، نه پر تاسو ګناه شته چې ګډ خوراک سره وکړئ يا بېل بېل، کله چې دغو ياد شويو کورونو يا نورو ته ننوځئ؛ نو څوک چې پکې دي پر هغوی داسې سلام واچوئ چې السلام عليکم. خو که څوک پکې نه وو بيا پر خپلو ځانونو سلام واچوئ او داسې ووايئ: السلام علينا و علی عباده الصالحين، دغه د الله لخوا يوه مبارکه ډالۍ ده چې تاسو ته يې حکم کړی دی، تر څو مو تر منځ مينه او محبت پيداشي، يوه ښه کلمه ده چې د اورېدونکي زړه پرې خوشحاليږي، په دغه ډول تېر شوي ښکاره بيان سره په مخکېني سورت کې الله نښانې بيانوي په دې هيله که تاسو له عقله کار واخلئ او عمل پرې وکړئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• جواز وضع العجائز بعض ثيابهنّ لانتفاء الريبة من ذلك.
د بوډيو ښځو لپاره د ځينو جامو د اېښودلو جواز ځکه په دغه کې کومه شبه شتون نه لري.

• الاحتياط في الدين شأن المتقين.
په دين کې احتیاط د ځان ساتونکو شان دی.

• الأعذار سبب في تخفيف التكليف.
د عذرونو شتون د مکلفيت د کموالي لامل کيږي.

• المجتمع المسلم مجتمع التكافل والتآزر والتآخي.
مسلمانه ټولنه له يو او بل سره د مرستې، ملاتړ او ورورګلوۍ ټولنه ده.

اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَاِذَا كَانُوْا مَعَهٗ عَلٰۤی اَمْرٍ جَامِعٍ لَّمْ یَذْهَبُوْا حَتّٰی یَسْتَاْذِنُوْهُ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ۚ— فَاِذَا اسْتَاْذَنُوْكَ لِبَعْضِ شَاْنِهِمْ فَاْذَنْ لِّمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
بې شکه په خپل ايمان کې رېښتيني مؤمنان هغه کسان دي، چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی، کله چې له نبي صلی الله عليه وسلم سره د مسلمانانو د يو ګټې په چاره کې يوځای وي؛ نو تر هغه وخته نه ترې ځي تر څو يې د تلو اجازه نه وي غوښتې، پرته له شکه هغه کسان چې د عذر پر مهال له تا څخه اجازه غواړي ای رسوله! همدوی په حقه پر الله او د هغه پر رسول باور لري؛ نو کله چې له تا څخه د خپل کوم مهم کار لپاره اجازه وغواړي، له هغوی چې دې چاته خوښه وي اجازه ورکړه، هغوی ته يې د ګناهونو بښنه غواړه، بېشکه الله له خپلو بندګانو چې څوک توبه ورته وباسي بښونکی او پر هغوی مهربان دی.
التفاسير العربية:
لَا تَجْعَلُوْا دُعَآءَ الرَّسُوْلِ بَیْنَكُمْ كَدُعَآءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا ؕ— قَدْ یَعْلَمُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ یَتَسَلَّلُوْنَ مِنْكُمْ لِوَاذًا ۚ— فَلْیَحْذَرِ الَّذِیْنَ یُخَالِفُوْنَ عَنْ اَمْرِهٖۤ اَنْ تُصِیْبَهُمْ فِتْنَةٌ اَوْ یُصِیْبَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو د الله د رسول درناوی وکړئ، کله چې آواز ورکوئ، نو په نوم يې مه رابولئ، لکه اې محمده او د هغه د پلار په نوم لکه اې د عبدالله زويه! لکه څنګه چې ستاسو ځينې له ځينو سره کوي، بلکې وواياست: اې د الله رسوله! اې د الله نبي! او کله مو چې کوم عام کار ته را بولي، نو د هغه رابلل د عامو رابللو غوندې مه کوئ لکه ستاسو ځينې يې ځينو ته عادتا په کوچنيو چارو کې کوي، بلکې د هغې د را بللو منلو ته له يوبل وړاندې کېږئ، بېشکه الله پر هغو خلکو پوهيږي چې له تاسو یې ځينې پرته له اجازې پټ وځي، نو هغه کسان چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له امره سرغړونه کوي ودې ډار شي چې هغوی ته به الله کومه ستونزه او کړاو ورسوي او يا به داسې دردوونکې سزا ور ورسوي چې هغوی به يې نشي زغملای.
التفاسير العربية:
اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قَدْ یَعْلَمُ مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ ؕ— وَیَوْمَ یُرْجَعُوْنَ اِلَیْهِ فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠
خبردار اوسئ د پيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه، څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي هغه يوازې الله لره دي، ای خلکو تاسو چې په هر حال کې وئ هغه پرې پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، د قيامت په ورځ چې له مرګ وروسته په بېرته ژوندي کېدو هغه ته ورګرځي؛ نو هغوی به د دنيا پر هغو کړنو چې ترسره کړې يې دي خبر کړي، او الله پر هر څه ښه پوه دی، په آسمانونو او ځمکه کې هيڅ هم ترې پټ نه دي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• دين الإسلام دين النظام والآداب، وفي الالتزام بالآداب بركة وخير.
د اسلام دين د نظام او آدابو دين دی، او د آدابو په مراعات کې خير او برکت دی.

• منزلة رسول الله صلى الله عليه وسلم تقتضي توقيره واحترامه أكثر من غيره.
د رسول مرتبه د نورو په پرتله زياته د عزت او درناوي وړ ده.

• شؤم مخالفة سُنَّة النبي صلى الله عليه وسلم.
د نبي صلی الله علیه وسلم د مخالفت ناوړه پايله.

• إحاطة ملك الله وعلمه بكل شيء.
د الله د ملکيت او پوهې پر هر څه چاپېروالی.

 
ترجمة معاني سورة: النور
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق