د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

روم

external-link copy
1 : 30

الٓمّٓ ۟ۚ

الم [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير: |

external-link copy
2 : 30

غُلِبَتِ الرُّوْمُ ۟ۙ

رومیان (د روم خلک) مغلوب شول. info
التفاسير: |

external-link copy
3 : 30

فِیْۤ اَدْنَی الْاَرْضِ وَهُمْ مِّنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَیَغْلِبُوْنَ ۟ۙ

په نږدې سيمه كې، او دوى به له دې مغلوبيدو وروسته (بيا) برلاسي كيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
4 : 30

فِیْ بِضْعِ سِنِیْنَ ؕ۬— لِلّٰهِ الْاَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ ؕ— وَیَوْمَىِٕذٍ یَّفْرَحُ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

په يو څو كلونو كې، الله لره مخكې هم واكمني وه او وروسته هم،او په دغه ورځ به خوشحاله شي مومنان. info
التفاسير: |

external-link copy
5 : 30

بِنَصْرِ اللّٰهِ ؕ— یَنْصُرُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

د الله په (دغه) مرسته باندې، چا ته يې چې خوښه شي مرسته يې كوي او هغه ډېر زورو او رحم والا دی. info
التفاسير: |

external-link copy
6 : 30

وَعْدَ اللّٰهِ ؕ— لَا یُخْلِفُ اللّٰهُ وَعْدَهٗ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

د الله ژمنه ده، الله له خپلې ژمنې مخالفت نه كوي خو زياتره خلك نه پوهيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
7 : 30

یَعْلَمُوْنَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۖۚ— وَهُمْ عَنِ الْاٰخِرَةِ هُمْ غٰفِلُوْنَ ۟

د دنيا په ظاهري ژوندون پوهيږي خو بيا همدوى له اّخرته غافل (نا خبره) دي. info
التفاسير: |

external-link copy
8 : 30

اَوَلَمْ یَتَفَكَّرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۫— مَا خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَآئِ رَبِّهِمْ لَكٰفِرُوْنَ ۟

آیا دوی غور نه کوي په خپلو ځانونو کې، الله اّسمانونه، زمكه او څه يې چې تر منځ دي، پرته له حقيقته او ټاكلې نېټې نه دي پيدا كړي، او بې شكه ډېر خلك خپل رب سره له ملاقات نه منکر دي. info
التفاسير: |

external-link copy
9 : 30

اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّاَثَارُوا الْاَرْضَ وَعَمَرُوْهَاۤ اَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوْهَا وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟ؕ

او اّيا دوی نه ګرځي په زمکه کې تر څو وګوري (چې) له دوى نه مخكې خلكو انجام څنګه و؟ هغوى ترې ډېر زورور وو، زمكه يې اړولې ده او دغو چې څومره ودانه كړې، هغوى ترې زياته ودانه كړې وه او پېغمبران ورته له څرګندو نښانو سره ورغلي وو، نو نه دی الله چې پر دوی یې ظلم کړی وی خو دوى پر خپلو ځانونو باندې ظلم کولو. info
التفاسير: |

external-link copy
10 : 30

ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوا السُّوْٓاٰۤی اَنْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَكَانُوْا بِهَا یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

بيا د هغو كسانو انجام چې بدي يې كړې وه، ډېر بد شو ځكه چې د الله اّيتونو ته يې د درواغو نسبت کاوه او ملنډې به يې پرې وهلې. info
التفاسير: |

external-link copy
11 : 30

اَللّٰهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

الله لومړی پيدايښت کوي، بیا يې دوباره هم كوي، بيا به هغه ته ورګرځولی شئ. info
التفاسير: |

external-link copy
12 : 30

وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُبْلِسُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟

او په كومه ورځ چې قيامت شي، ناهیلي به شي مجرمان. info
التفاسير: |

external-link copy
13 : 30

وَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ مِّنْ شُرَكَآىِٕهِمْ شُفَعٰٓؤُا وَكَانُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ كٰفِرِیْنَ ۟

او نه به وي دوی لره د شريكانو د دوی نه سپارختګر (سفارشیان) او شي به دوی له شريكانو نه منکر. info
التفاسير: |

external-link copy
14 : 30

وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّتَفَرَّقُوْنَ ۟

او هغه ورځ چې قيامت قایم شي، پدغه ورځ به شي دوی جدا جدا. info
التفاسير: |

external-link copy
15 : 30

فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ فَهُمْ فِیْ رَوْضَةٍ یُّحْبَرُوْنَ ۟

نو هغو كسانو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي وي، نو دوی به په باغچو كې وي، خوشحالولی به شي. info
التفاسير: |

external-link copy
16 : 30

وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَلِقَآئِ الْاٰخِرَةِ فَاُولٰٓىِٕكَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُوْنَ ۟

او هغه خلك چې كافر شوي او زموږ اّيتونه او اّخرت سره مخامخ کېدل يې دروغ ګڼلي وي نو هغوى به په عذاب كې حاضرېدونكي وي. info
التفاسير: |

external-link copy
17 : 30

فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ حِیْنَ تُمْسُوْنَ وَحِیْنَ تُصْبِحُوْنَ ۟

نو پاکي وایئ د الله كله چې ماښام كوئ او كله چې سبا كوئ. info
التفاسير: |

external-link copy
18 : 30

وَلَهُ الْحَمْدُ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَعَشِیًّا وَّحِیْنَ تُظْهِرُوْنَ ۟

او خاص هغه لره ده ستاینه د کمال په اسمانونو او زمكه كې، او په مازيګري کې او كله چې ماسپښین کوئ تاسو. info
التفاسير: |

external-link copy
19 : 30

یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَیُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَیُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— وَكَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟۠

راوباسي هغه ژوندى له مړي نه او راوباسي مړی له ژوندي نه، او ژوندۍ کوي زمکه وروسته له مرګه او همدغسې به تاسي هم راووېستل شئ. info
التفاسير: |

external-link copy
20 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ اِذَاۤ اَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُوْنَ ۟

او د هغه له نښانو څخه (دا هم ده) چې تاسي يې له خاورې پيدا كړئ بيا تاسي بشر شوئ چې خپرېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
21 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوْۤا اِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَكُمْ مَّوَدَّةً وَّرَحْمَةً ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟

او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسي ته يې خپله ستاسي له جنسه مېرمنې پيدا كړې دي تر څو له هغوى سره اّرام ومومئ، او ستاسي تر منځ يې مينه او خواخوږي واچوله، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته چې فكر كوي (سترې) نښانې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
22 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافُ اَلْسِنَتِكُمْ وَاَلْوَانِكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْعٰلِمِیْنَ ۟

او ځينې دهغه له دلیلونو نه د اسمانونو او زمكې پيدايښت او ستاسي د ژبو او رنګونو توپير دى، بې شكه په دې كې د پوهې لرونکو لپاره (سترې) نښانې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
23 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ مَنَامُكُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَآؤُكُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ ۟

او ځینې د هغه له دلیلونو نه په شپه او ورځ كې ستاسې خوب او د هغه د فضل (روزۍ) لټول دي، په دې كې د هغو خلكو لپاره چې (خبره) اوري (لويې) نښانې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
24 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ یُرِیْكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَّطَمَعًا وَّیُنَزِّلُ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَیُحْیٖ بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟

او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسي ته برېښنا درښایي چې هم وېره ده، هم هيله، او له اسمانه اوبه را وروي بيا په هغو سره زمكه د هغې له مرګه وروسته را ژوندۍ كوي، بې شكه په دې كې هغو خلكو ته (ډېرې) نښانې دي څوك چې عقل كاروي. info
التفاسير: |

external-link copy
25 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ تَقُوْمَ السَّمَآءُ وَالْاَرْضُ بِاَمْرِهٖ ؕ— ثُمَّ اِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً ۖۗ— مِّنَ الْاَرْضِ اِذَاۤ اَنْتُمْ تَخْرُجُوْنَ ۟

او د هغه له نښانو څخه دا چې اسمان او زمكه د هغه په امر ولاړ دي، بيا چې كله تاسي له زمكې نه ( د راوتلو لپاره راوبلي) په يوه غږ به تاسي ټول راوځئ. info
التفاسير: |

external-link copy
26 : 30

وَلَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلٌّ لَّهٗ قٰنِتُوْنَ ۟

او خاص په اختیار د الله کې دي هغه څه چې په اسمانونو او زمكه كې دي، ټول هغه ته غاړه اېښودونكي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
27 : 30

وَهُوَ الَّذِیْ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَهُوَ اَهْوَنُ عَلَیْهِ ؕ— وَلَهُ الْمَثَلُ الْاَعْلٰى فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

او هغه ذات دى کوم چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې راګرځوي او دا لا ورته اسانه ده، او په اسمانو او زمكه كې د هغه صفت تر ټولو لوړ دى، او هماغه حكمت والا برلاسى دى. info
التفاسير: |

external-link copy
28 : 30

ضَرَبَ لَكُمْ مَّثَلًا مِّنْ اَنْفُسِكُمْ ؕ— هَلْ لَّكُمْ مِّنْ مَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ مِّنْ شُرَكَآءَ فِیْ مَا رَزَقْنٰكُمْ فَاَنْتُمْ فِیْهِ سَوَآءٌ تَخَافُوْنَهُمْ كَخِیْفَتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟

بیان کړی یې دی ستاسو د پوهې لپاره مثال ستاسو د جنس نه: آيا ستاسي د ملكيت له مريانو څوك داسې هم شته چې په هغه شتمنۍ كې چې موږ در روزي كړې، تاسي سره سم برابر شريكان وي (او) داسې ترې وېرېږئ لكه له خپلو سيالانو وېرېدل؟ موږ (خپل) آيتونه همدغسې څرګند بيانوو د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي. info
التفاسير: |

external-link copy
29 : 30

بَلِ اتَّبَعَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ۚ— فَمَنْ یَّهْدِیْ مَنْ اَضَلَّ اللّٰهُ ؕ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟

بلکې چا چې ظلم كړی هغوى بې علمه په خپلو هوسو پسې روان دي، نو چې الله بې لارې كړى وي څوك به هدايت ورته وكړي؟ او د دوى به هيڅوك مرستندويان نه وي. info
التفاسير: |

external-link copy
30 : 30

فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ حَنِیْفًا ؕ— فِطْرَتَ اللّٰهِ الَّتِیْ فَطَرَ النَّاسَ عَلَیْهَا ؕ— لَا تَبْدِیْلَ لِخَلْقِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ ۙۗ— وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۗۙ

نو برابر کړه خپل مخ دین ته کلک په توحید باندې (لازم ونیسه) فطرت (دین) د الله تعالی هغه چې پیدا کړي یې دي خلک په هغه باندې، د الله پيدا كړي جوړښت لره بدلېدل نشته، همدا سم برابر دين دى خو زياتره خلك نه پوهيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
31 : 30

مُنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ وَاتَّقُوْهُ وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَلَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ

ورګرځېدونکي یاست هغه ته او ویره کوئ له هغه نه، ودروئ لمونځ او له مشركانو مه كېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
32 : 30

مِنَ الَّذِیْنَ فَرَّقُوْا دِیْنَهُمْ وَكَانُوْا شِیَعًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟

له هغو خلكو چې ټوټې کړی یي دی دین خپل او ډلې ډلې شول، هره یوه ډله یې په هغه طریقه چې له دوی سره ده خوشحاله ده. info
التفاسير: |

external-link copy
33 : 30

وَاِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُّنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَاۤ اَذَاقَهُمْ مِّنْهُ رَحْمَةً اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

او کله چې ورسیږي ځینو خلكو ته تكليف نو رابلي خپل رب لره هغه ته اخلاص کوونکي، خو بيا چې له خپل طرفه یوه خوشحالي ور وڅكي نو يو دم یوه ډله له هغوى نه خپل رب سره شرك کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
34 : 30

لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ؕ— فَتَمَتَّعُوْا ۥ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟

(عاقبت دا چې) ناشکري وکړي دوی د هغه نعمت چې موږ دوی ته ورکړی دی، نو مزې وكړئ (د دنیا) تاسي زر دی چې پوه به شئ. info
التفاسير: |

external-link copy
35 : 30

اَمْ اَنْزَلْنَا عَلَیْهِمْ سُلْطٰنًا فَهُوَ یَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوْا بِهٖ یُشْرِكُوْنَ ۟

آيا نازل کړی دی موږ دوی باندې کوم دلیل، نو هغه ثابتوي (بندګي) د هغه چا چې دوی یې د الله تعالی سره شریکوي. info
التفاسير: |

external-link copy
36 : 30

وَاِذَاۤ اَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوْا بِهَا ؕ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ اِذَا هُمْ یَقْنَطُوْنَ ۟

او هر کله چې وروڅکو موږ انسانانو ته خوشحالې د دنیا نو ورباندې نازيږي او كه د خپلو لاسو د كړو وړو په وجه څه كړاو ورته رسيږي نو يو دم ناهيلي كيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
37 : 30

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

اّيا دوى نه دي ليدلي چې الله چا ته وغواړي روزي يې پراخوي او (يايې) تنګوي، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره (ډېرې) نښانې دي چې ايمان راوړي. info
التفاسير: |

external-link copy
38 : 30

فَاٰتِ ذَا الْقُرْبٰى حَقَّهٗ وَالْمِسْكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

نو خپلوان ته حق ورکوه د هغه، او مسکین ته، او مسافر ته، دا ډیر ګټور دی هغه چا ته چې غواړي مخ د الله تعالی، او همدوی پوره کامیاب دي. info
التفاسير: |

external-link copy
39 : 30

وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ رِّبًا لِّیَرْبُوَاۡ فِیْۤ اَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا یَرْبُوْا عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ زَكٰوةٍ تُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُضْعِفُوْنَ ۟

او تاسو چې کوم سود ورکوئ تر څو د خلکو په مالونو کې (درته) زیات شي، نو د الله پر وړاندې هغه نه زیاتېږي، او کوم زکات چې ورکوئ او غواړئ په هغې سره مخ د الله تعالی نو همدغه کسان ډیروونکي دي (مالونو او اجرونو لره). info
التفاسير: |

external-link copy
40 : 30

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّفْعَلُ مِنْ ذٰلِكُمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰى عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠

الله هغه ذات دى چې پيدا يې كړئ، بيا يې روزي دركړه، بيا مو مړه كوي، بيا مو بېرته راژوندي كوي، آيا ستاسي په شريكانو كې څوك شته چې داسې څه كوي؟ هغه لره پاكي ده او له هغه څه ډېر لوړ دى چې دوى يې شريكوي. info
التفاسير: |

external-link copy
41 : 30

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَیْدِی النَّاسِ لِیُذِیْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِیْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

څرګند شوی دی فساد په وچه او لمده کې د هغو ګناهونو له امله چې د خلکو لاسونو کړي دي، تر څو وڅکوي دوی ته ځینې سزا د هغو عملونو چې دوی کړي دي لپاره د دې چې دوی د الله طاعت ته وګرځي. info
التفاسير: |

external-link copy
42 : 30

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلُ ؕ— كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّشْرِكِیْنَ ۟

ووايه: وګرځئ په زمكه كې نو وګورئ انجام د هغو خلكو چې مخكې تېر شوي، ډیر د هغوى نه مشرکان وو. info
التفاسير: |

external-link copy
43 : 30

فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ الْقَیِّمِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ یَوْمَىِٕذٍ یَّصَّدَّعُوْنَ ۟

نو د سم دین په لور دې مخ ور برابر کړه، د هغې ورځې له راتلو مخكې چې د الله لخوا يې بيرته ګرځېدل نشته، په دغه ورځ چې خلک سره بیل شي. info
التفاسير: |

external-link copy
44 : 30

مَنْ كَفَرَ فَعَلَیْهِ كُفْرُهٗ ۚ— وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِاَنْفُسِهِمْ یَمْهَدُوْنَ ۟ۙ

چا چې کفر کړی دی نو په هغه باندې به سزا د کفر د هغه وي، او چا چې سم كار وكړ نو خپلو ځانو ته (په جنت كې) ځايونه برابروي. info
التفاسير: |

external-link copy
45 : 30

لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْكٰفِرِیْنَ ۟

ترڅو هغو کسانو ته له خپلې لورینې بدله ورکړي چې ایمان یې راوړی او سم کارونه یې کړي، بې شکه هغه (الله) کافران نه خوښوي. info
التفاسير: |

external-link copy
46 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ یُّرْسِلَ الرِّیٰحَ مُبَشِّرٰتٍ وَّلِیُذِیْقَكُمْ مِّنْ رَّحْمَتِهٖ وَلِتَجْرِیَ الْفُلْكُ بِاَمْرِهٖ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او د هغه له نښانو نه (بل) دا چې زېرى وركونكي بادونه ليږي چې تاسي ته د خپل رحمت نه څه دروڅكي، بېړۍ ګانې يې په امر وچليږي، تاسي د هغه فضل ولټوئ او ښایي شكر يې وباسئ. info
التفاسير: |

external-link copy
47 : 30

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا اِلٰى قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا ؕ— وَكَانَ حَقًّا عَلَیْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او خامخا لیږلي و موږ له تا مخكې پېغمبران د هغوى خپلو قومو ته او له څرګندو نښانو سره ورغلل چې بيا مو له هغو كسانو چې جرمونه يې كړي وو، غچ هم واخيست او له مومنانو سره مرسته پر موږ حق وه. info
التفاسير: |

external-link copy
48 : 30

اَللّٰهُ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ فَتُثِیْرُ سَحَابًا فَیَبْسُطُهٗ فِی السَّمَآءِ كَیْفَ یَشَآءُ وَیَجْعَلُهٗ كِسَفًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ ۚ— فَاِذَاۤ اَصَابَ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

الله هغه ذات دى چې بادونه ليږي چې هغه بيا ورېځې پورته كوي او بيا څنګه چې وغواړي په اسمان كې يې خپروي او ټوټې ټوټې يې كوي، بيا وينې چې د باران څاڅكي يې له منځه راوځي، نو بيا يې چې له خپلو بندګانو چاته وغواړي رسوي، هغوى يو دم خوشاله شي. info
التفاسير: |

external-link copy
49 : 30

وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّنَزَّلَ عَلَیْهِمْ مِّنْ قَبْلِهٖ لَمُبْلِسِیْنَ ۟

اګر چې دوی وو وړاندې له باران راورېدلو پر دوی ناهیلي. info
التفاسير: |

external-link copy
50 : 30

فَانْظُرْ اِلٰۤی اٰثٰرِ رَحْمَتِ اللّٰهِ كَیْفَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ لَمُحْیِ الْمَوْتٰى ۚ— وَهُوَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

نو د الله د رحمت نښانو ته وګوره چې څرنګه مړه زمكه راژوندۍ كوي، بې شكه هغه د مړو راژوندى كونكى او هغه په هر څه قادر دى. info
التفاسير: |

external-link copy
51 : 30

وَلَىِٕنْ اَرْسَلْنَا رِیْحًا فَرَاَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوْا مِنْ بَعْدِهٖ یَكْفُرُوْنَ ۟

او كه يو داسې باد ولېږو چې بيا (خپل كښتونه) تك زېړ وويني نو له هغه وروسته به خامخا په كفر لاس پورې كوي. info
التفاسير: |

external-link copy
52 : 30

فَاِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟

نو ته خو مړو ته نه شې ور اورولاى او نه هغو كڼو ته بلنه ور اورولاى شې چې بيرته په شا ګرځېدونكي وي. info
التفاسير: |

external-link copy
53 : 30

وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِ الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟۠

او ته له بې لاريتوب نه د ړندو راوېستونكى هم نه يې، ته له هغه چا پرته بل چا ته نه شې ور اورولاى چې زموږ پر آيتونو باور كوي او هغوی غاړه اېښودونكي وي. info
التفاسير: |

external-link copy
54 : 30

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ ضُؔعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضُؔعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضُؔعْفًا وَّشَیْبَةً ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیْمُ الْقَدِیْرُ ۟

الله هغه ذات دى چې تاسي يې له كمزورتيا څخه پيدا كړئ، بيا يې له كمزورۍ وروسته قوت دركړ، بيا يې له قوت وروسته كمزورتيا او زوړوالى، څه يې چې خوښه وي پيدا كوي يې او هماغه ډېر پوه قدرت والا دى. info
التفاسير: |

external-link copy
55 : 30

وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُقْسِمُ الْمُجْرِمُوْنَ ۙ۬— مَا لَبِثُوْا غَیْرَ سَاعَةٍ ؕ— كَذٰلِكَ كَانُوْا یُؤْفَكُوْنَ ۟

او كله چې قيامت ترسره كيږي مجرمان به قسمونه كوي چې له يو ساعت پرته زيات نه دي ځنډېدلي! دوى به همداسې (له حق نه) ګرځول كېدل. info
التفاسير: |

external-link copy
56 : 30

وَقَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَالْاِیْمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ اِلٰى یَوْمِ الْبَعْثِ ؗ— فَهٰذَا یَوْمُ الْبَعْثِ وَلٰكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

او چا ته چې علم او ايمان وركړل شوى هغوى به وايي: تاسي خو د الله په كتاب كې د پاڅون تر ورځې ځنډېدلي ياست، نو دا د پاڅون ورځ ده خو تاسي نه پوهېدلئ. info
التفاسير: |

external-link copy
57 : 30

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟

نو په هغه ورځ به ظالمانو ته د هغوى عذر غوښتل هيڅ ګټه ونه رسوي او نه به توبه ویستل ( او اطاعت) ترې وغوښتل شي. info
التفاسير: |

external-link copy
58 : 30

وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَلَىِٕنْ جِئْتَهُمْ بِاٰیَةٍ لَّیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُبْطِلُوْنَ ۟

او بې شكه موږ د خلكو لپاره په دې قراّن كې هر ډول بيان كړى، او كه چېرې ته كومه نښانه ورته راوړې، كافران به خامخا وايي چې تاسي له باطل ويونكو پرته بل څه نه ياست. info
التفاسير: |

external-link copy
59 : 30

كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

په همدې توګه الله د هغو خلكو په زړونو باندې ټاپه وهي چې نه پوهيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
60 : 30

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلَا یَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِیْنَ لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠

نو صبر وكړه، يقيناً د الله ژمنه رښتينې ده او هغه خلك دې تا هيڅكله بې ثباته او کم ونه مومي چې يقين نه كوي. info
التفاسير: |