Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نساء   آیت:
وَلَوْ اَنَّا كَتَبْنَا عَلَیْهِمْ اَنِ اقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ اَوِ اخْرُجُوْا مِنْ دِیَارِكُمْ مَّا فَعَلُوْهُ اِلَّا قَلِیْلٌ مِّنْهُمْ ؕ— وَلَوْ اَنَّهُمْ فَعَلُوْا مَا یُوْعَظُوْنَ بِهٖ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ وَاَشَدَّ تَثْبِیْتًا ۟ۙ
او كه پر دوى مو دا فرض كړې واى چې ځانونه ووژنئ او له كورو مو ووځئ نو له كمو پرته به يې چا داسې نه و كړي، خو كه هغه څه يې كړي واى چې نصيحت يې ورته كيږي نو خامخا به ورته غوره او ډېر محكم و په ډاډينه كې.
عربي تفسیرونه:
وَّاِذًا لَّاٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ لَّدُنَّاۤ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟ۙ
او بيا به مو له خپل لوري ستر اجر وركړی و.
عربي تفسیرونه:
وَّلَهَدَیْنٰهُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟
او حتماً به مو نېغه لار ورته ښوولې وه.
عربي تفسیرونه:
وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ فَاُولٰٓىِٕكَ مَعَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ وَالصِّدِّیْقِیْنَ وَالشُّهَدَآءِ وَالصّٰلِحِیْنَ ۚ— وَحَسُنَ اُولٰٓىِٕكَ رَفِیْقًا ۟ؕ
او څوك چې د الله او رسول خبره مني نو دوى به له هغو سره وي چې الله پرې لورينه كړې له نبيانو، صديقانو، شهيدانو او نېكانو سره او دوى څومره ښه خلك دي په ملګرتيا كې.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللّٰهِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ عَلِیْمًا ۟۠
دا لورينه د الله له خوا ده او ښه پوه الله كافى دى.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا خُذُوْا حِذْرَكُمْ فَانْفِرُوْا ثُبَاتٍ اَوِ انْفِرُوْا جَمِیْعًا ۟
ای مومنانو! چمتو والى مو ونيسئ بيا نو يا ټولى ټولى ووځئ يا ټول په ګډه.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ مِنْكُمْ لَمَنْ لَّیُبَطِّئَنَّ ۚ— فَاِنْ اَصَابَتْكُمْ مُّصِیْبَةٌ قَالَ قَدْ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیَّ اِذْ لَمْ اَكُنْ مَّعَهُمْ شَهِیْدًا ۟
او بې شكه په تاسو كې ځينى خامخا لټي كوي نو بيا كه څه مصيبت در ورسيږي، وايي رښتيا چې الله پر ما فضل وكړ كله چې هغو سره حاضر نه وم.
عربي تفسیرونه:
وَلَىِٕنْ اَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ اللّٰهِ لَیَقُوْلَنَّ كَاَنْ لَّمْ تَكُنْ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهٗ مَوَدَّةٌ یّٰلَیْتَنِیْ كُنْتُ مَعَهُمْ فَاَفُوْزَ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟
خو كه د الله له لورې كوم فضل (يا ګټه) درورسيږي بيا نو لكه ستاسو او هغه ترمنځ چې هيڅ كومه دوستي نه وي، وايي ارمان زه هم ورسره واى چې ښه لوى برى مې ګټلى واى.
عربي تفسیرونه:
فَلْیُقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ الَّذِیْنَ یَشْرُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا بِالْاٰخِرَةِ ؕ— وَمَنْ یُّقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَیُقْتَلْ اَوْ یَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟
نو هغه خلك دې د الله په لار كې وجنګيږي چې دنيايي ژوند په آخرت پلوري، او څوك چې د الله په لاره كې جنګيږي بيا ووژل شي يا بريالي شي نو زر به لوى ثواب وركړو.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول