Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نساء   آیت:
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ اَنْ یَّقْتُلَ مُؤْمِنًا اِلَّا خَطَأً ۚ— وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَّدِیَةٌ مُّسَلَّمَةٌ اِلٰۤی اَهْلِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّصَّدَّقُوْا ؕ— فَاِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ؕ— وَاِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ مِّیْثَاقٌ فَدِیَةٌ مُّسَلَّمَةٌ اِلٰۤی اَهْلِهٖ وَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ۚ— فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ شَهْرَیْنِ مُتَتَابِعَیْنِ ؗ— تَوْبَةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
او يو مومن ته نه ښايي چې بل مومن ووژني مګر په خطايي، او چا چى په خطا سره كوم مومن وواژه نو (پر هغه) د يو مومن مريې ازادول او كورنۍ ته يې د وينى بيه ورسپارل دي، مګر دا چې ويې بخښي، خو كه هغه (وژل شوى) كس مومن او ستاسو له دښمن قومه و نو بيا يوازې د يو مومن مريي ازادول دي، او كه له يو داسې قومه و چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، نو ټبر ته يې د وينې سپارل شوې بيه او د يو مومن مريي ازادول دي، خو كه څوك يې نه مومي نو پر هغه پرله پسې دوه مياشتې روژه ده د الله له لوري د توبى قبلولو لپاره، او الله پوه حکمت والا دى.
عربي تفسیرونه:
وَمَنْ یَّقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهٗ جَهَنَّمُ خَلِدًا فِیْهَا وَغَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِ وَلَعَنَهٗ وَاَعَدَّ لَهٗ عَذَابًا عَظِیْمًا ۟
او څوك چې قصداً كوم مومن وژني نو سزا يې جهنم دى، تلپاتې په هغه كې، او الله پرې غضب كړى، رټلى يې دى او سترعذاب يې ورته چمتو كړى.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا ضَرَبْتُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَتَبَیَّنُوْا وَلَا تَقُوْلُوْا لِمَنْ اَلْقٰۤی اِلَیْكُمُ السَّلٰمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا ۚ— تَبْتَغُوْنَ عَرَضَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؗ— فَعِنْدَ اللّٰهِ مَغَانِمُ كَثِیْرَةٌ ؕ— كَذٰلِكَ كُنْتُمْ مِّنْ قَبْلُ فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ فَتَبَیَّنُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟
ای مومنانو! كله چې د الله په لار كې (غزاته) ولاړئ نو ښه څېړنه وكړئ او څوك چې تاسو ته سلام در واچوي نو سمدلاسه مه ورته وايئ چې ته مومن نه يې، تاسو د دنيا مال سامان لټوئ نو الله سره خو ډير غنيمتونه دي، تاسو هم پخوا دغه شان وئ بيا الله ښېګړه درسره وكړه، نو ښه تحقيق كوئ، بې شكه الله مو په كړو وړو ښه خبردى.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول