Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نساء   آیت:
اِنَّاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ كَمَاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی نُوْحٍ وَّالنَّبِیّٖنَ مِنْ بَعْدِهٖ ۚ— وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطِ وَعِیْسٰی وَاَیُّوْبَ وَیُوْنُسَ وَهٰرُوْنَ وَسُلَیْمٰنَ ۚ— وَاٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًا ۟ۚ
يقيناً موږ تا ته هماغه شان وحې درلېږلې ده لكه نوح او له هغه وروسته نبيانو ته مو چې ورلېږلې ده او (لكه چې) وحې مو لېږلې وه ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او اولادې ته يې، عيسى، ايوب، يونس، هارون او سليمان ته، او داود ته مو زبور وركړى و.
عربي تفسیرونه:
وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنٰهُمْ عَلَیْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَیْكَ ؕ— وَكَلَّمَ اللّٰهُ مُوْسٰی تَكْلِیْمًا ۟ۚ
او (هغو) رسولانو ته هم چې مخكې يې موږ يادونه درته كړې او هغو رسولانو ته هم چې يادونه يې موږ تا ته نه ده كړې او موسى سره الله په ځانګړي شان خبرې كړې دي.
عربي تفسیرونه:
رُسُلًا مُّبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ لِئَلَّا یَكُوْنَ لِلنَّاسِ عَلَی اللّٰهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
(دا ټول) رسولان زېرى وركوونكي او وېروونكي (لېږل شوي وو) تر څو له رسولانو وروسته خلكو ته د الله پر وړاندې كوم دليل پاتې نه شي، او الله د حكمت والا برلاسى دى.
عربي تفسیرونه:
لٰكِنِ اللّٰهُ یَشْهَدُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اِلَیْكَ اَنْزَلَهٗ بِعِلْمِهٖ ۚ— وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یَشْهَدُوْنَ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟ؕ
خو الله شهادت وركوي چې څه يې تا ته نازل كړي، هغه يې په خپل علم نازل كړي او ملايكې هم په دې شاهدي وركوي (كه څه هم) د الله شاهدي بيخى بس ده.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ قَدْ ضَلُّوْا ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟
بې شكه هغوى چې كافران شوي او (نور يې هم) د الله له لارې ايسار كړي دي، نو رښتيا چې په بې لاريتوب كې ډېر لرې پراته دي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَظَلَمُوْا لَمْ یَكُنِ اللّٰهُ لِیَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِیَهْدِیَهُمْ طَرِیْقًا ۟ۙ
يقيناً څوك چې كافر شوي او ظلم يې كړى نو الله به نه بخښنه ورته وكړي او نه به كومه لاره ورته وښايې.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا طَرِیْقَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟
پرته د جهنم له لارې چې هلته پكې تلپاتي وي ابدي او دا خو الله ته (ډېره) اسانه ده.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ الرَّسُوْلُ بِالْحَقِّ مِنْ رَّبِّكُمْ فَاٰمِنُوْا خَیْرًا لَّكُمْ ؕ— وَاِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
اى خلكو يقيناً چې دا رسول مو د خپل رب له لوري له حق سره درغلى، نو ايمان پرې راوړئ، دا درته غوره ده او كه كافران شوئ نو بې شكه څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله دي او الله د حكمت والا پوه دى.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول