Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نساء   آیت:
لَا خَیْرَ فِیْ كَثِیْرٍ مِّنْ نَّجْوٰىهُمْ اِلَّا مَنْ اَمَرَ بِصَدَقَةٍ اَوْ مَعْرُوْفٍ اَوْ اِصْلَاحٍ بَیْنَ النَّاسِ ؕ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِ اللّٰهِ فَسَوْفَ نُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟
په زياترو پټو ناستو (مرکو) يې خير نشته پرته له هغه چې څوك د خيرات، كومې ښېګړې يا د خلكو ترمنځ د سولې امر وكړي، او چا چې د الله د رضا په لټه داسې وكړل نو زر به ستره بدله وركړو.
عربي تفسیرونه:
وَمَنْ یُّشَاقِقِ الرَّسُوْلَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُ الْهُدٰی وَیَتَّبِعْ غَیْرَ سَبِیْلِ الْمُؤْمِنِیْنَ نُوَلِّهٖ مَا تَوَلّٰی وَنُصْلِهٖ جَهَنَّمَ ؕ— وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ۟۠
او څوك چې له رسول نه مخالفت كوي له هغه وروسته چې سمه لار هم ورته څرګنده شي او د مومنانو له لارې پرته په بلې پسې شي نو هماغه لوري ته به يې ورګرځوو چې ده ور مخه كړې او هغه د ورتلو بد ځاى دى.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَیَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟
بې شكه الله دا نه بخښي چې له ده سره شرك وشي، خو له دې راښكته (هرڅه) چا ته چې وغواړي بخښي يې، او چا چې الله سره شريك ونيوه نو يقيناً چې (له حق نه) په ډېر لرې بې لاريتوب كې ولاړ.
عربي تفسیرونه:
اِنْ یَّدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلَّاۤ اِنٰثًا ۚ— وَاِنْ یَّدْعُوْنَ اِلَّا شَیْطٰنًا مَّرِیْدًا ۟ۙ
دوى خو له الله پرته يوازې ښځينه لمانځى او له سركښ شيطانه پرته بل څه نه لمانځي.
عربي تفسیرونه:
لَّعَنَهُ اللّٰهُ ۘ— وَقَالَ لَاَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِیْبًا مَّفْرُوْضًا ۟ۙ
هماغه چې الله رټلى او ده ويلي دي چې ستا له بندګانو به حتماً يوه ټاكلې برخه ترلاسه كوم.
عربي تفسیرونه:
وَّلَاُضِلَّنَّهُمْ وَلَاُمَنِّیَنَّهُمْ وَلَاٰمُرَنَّهُمْ فَلَیُبَتِّكُنَّ اٰذَانَ الْاَنْعَامِ وَلَاٰمُرَنَّهُمْ فَلَیُغَیِّرُنَّ خَلْقَ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یَّتَّخِذِ الشَّیْطٰنَ وَلِیًّا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِیْنًا ۟ؕ
او بې لارې كوم به يې او په (باطلو) هيلو كې به يې اچوم او خامخا به امر ورته كوم نو د څارويو غوږونه به غوڅوي او حتماً به امر ورته كوم نو د الله د مخلوق جوړښت به بدلوي او څوك چې له الله پرته شيطان ملګرى نيسي نو په څرګند تاوان سره تاواني شو.
عربي تفسیرونه:
یَعِدُهُمْ وَیُمَنِّیْهِمْ ؕ— وَمَا یَعِدُهُمُ الشَّیْطٰنُ اِلَّا غُرُوْرًا ۟
وعدې ورسره كوي او په هيلو كې يې اچوي خو شيطان له دوكې پرته بله وعده نه ورسره كوي.
عربي تفسیرونه:
اُولٰٓىِٕكَ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؗ— وَلَا یَجِدُوْنَ عَنْهَا مَحِیْصًا ۟
د دوى استوګنځى جهنم دى چې هېڅ خلاصون به ترې ونه مومي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول