د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

حجر

external-link copy
1 : 15

الٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ وَقُرْاٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

الر: دا د الهي کتاب د څرګند او ښکاره قرآن ایتونه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
2 : 15

رُبَمَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ كَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟

ډير ځلي به کافران هیله او ارزو کړي چې کاشکې هغوی هم مسلمانان وای. info
التفاسير: |

external-link copy
3 : 15

ذَرْهُمْ یَاْكُلُوْا وَیَتَمَتَّعُوْا وَیُلْهِهِمُ الْاَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

ای محمده! پریږده يې چې خوراک وکړي، ګټې تر لاسه او اوږدې هیلي يې ښه مصروف وساتي ډيرژر به ورته پته ولګیږي. info
التفاسير: |

external-link copy
4 : 15

وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُوْمٌ ۟

مونږ چې هر اولس تباه کړی د هغوی لپاره یوه ټاکلې نیټه لیکل شوې وه. info
التفاسير: |

external-link copy
5 : 15

مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟

هیڅ امت له خپلې نیټې څخه نه وړاندې او نه ترې وروسته کیږي. info
التفاسير: |

external-link copy
6 : 15

وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْ نُزِّلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ اِنَّكَ لَمَجْنُوْنٌ ۟ؕ

او کافران وايې چې: ای هغه سړیه چې اسماني پند درته راغلی دی ته خو سوچه لیونی یې. info
التفاسير: |

external-link copy
7 : 15

لَوْ مَا تَاْتِیْنَا بِالْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

که ته رښتینی يې نو ولې مونږ ته ملایکې نه راولې؟ info
التفاسير: |

external-link copy
8 : 15

مَا نُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوْۤا اِذًا مُّنْظَرِیْنَ ۟

( الله پاک ځواب ورکوي) چې مونږ ملایکې یوازې د یوې حقې او ثابتې خبرې لپاره راښکته کوو او بیا په هغه وخت کې هیچا ته مهلت نه ورکول کیږي. info
التفاسير: |

external-link copy
9 : 15

اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ ۟

بې شکه چې ذکر مونږ نازل کړی دی او مونږ به يې ساتو. info
التفاسير: |

external-link copy
10 : 15

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ شِیَعِ الْاَوَّلِیْنَ ۟

او ای محمده! مونږ له تانه وړاندې هم په ډیرو ولسونو کې پیغمبران لیږلي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
11 : 15

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

او هر اولس ته چې پیغمبر راغلی دی هغوی پرې ملنډې او مسخرې کړي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
12 : 15

كَذٰلِكَ نَسْلُكُهٗ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ

هو! په همدې توګه مونږ د مجرمانو په زړونو کې پر حق ملندو ته ځای ورکو. info
التفاسير: |

external-link copy
13 : 15

لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

نو دوی پرې ایمان نه راوړي په داسې حال کې چې د دواړو پخوانیو په هکله یوه لار جوړه شوي ده . info
التفاسير: |

external-link copy
14 : 15

وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا مِّنَ السَّمَآءِ فَظَلُّوْا فِیْهِ یَعْرُجُوْنَ ۟ۙ

او بالفرض که مونږ دوي ته د اسمان دروازه خلاصه کړې وای نو دوی به په منډه پرې ورختل. info
التفاسير: |

external-link copy
15 : 15

لَقَالُوْۤا اِنَّمَا سُكِّرَتْ اَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُوْرُوْنَ ۟۠

خامخا به يي ویلي وای چې په مونږ سترګې تړل شوي دي بلکې پر مونږ جادو شوی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
16 : 15

وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّزَیَّنّٰهَا لِلنّٰظِرِیْنَ ۟ۙ

او مونږ په اسمان کې لوی او کلکې کلاګانې[۱] جوړې کړي او اسمان مو د کتونکو لپاره ښکلی کړی دی. info

[۱] بروج د لغت له مخې کلکې کلا ته وايي دلته ترې ستوري یا د لمر، سپوږمۍ او د نورو ستورو، د حرکت مدار یا د هر شمسي نظام مدار مراد دی( فتح القدیر د امام الشوکاني).

التفاسير: |

external-link copy
17 : 15

وَحَفِظْنٰهَا مِنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ رَّجِیْمٍ ۟ۙ

او له رټل شوي شیطان نه مو پوره ژغورلی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
18 : 15

اِلَّا مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ مُّبِیْنٌ ۟

مګر که کوم شیطان په غلا د کومې خبري د اوریدلو هڅه وکړي. نو یوه ځلانده پلوشه ورپسې شي. info
التفاسير: |

external-link copy
19 : 15

وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْزُوْنٍ ۟

او مونږ ځمکه غوړولې.، او په هغې کې مو غرونه ورټومبلي او هره زرغونه مو پکې په ټاکلې اندازه ټوکولې ده. info
التفاسير: |

external-link copy
20 : 15

وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ وَمَنْ لَّسْتُمْ لَهٗ بِرٰزِقِیْنَ ۟

او تاسو ته مو په ځمکه کې د ژوند بندوبست کړی او داسې نور څیزونه[۲] مو هم درکړي چې د هغوی د روزی بوج ستاسې په غاړه نه دی. info

[۲] بله معنې يي ده په ځمکه کې مو ستاسې او د هغو څیزونو دروزۍ بندوبست کړی دی چې روزي يي ستاسې په غاړه نده لکه ماهیان او نور ځناور( فتح القدیر د امام الشوکاني).

التفاسير: |

external-link copy
21 : 15

وَاِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا عِنْدَنَا خَزَآىِٕنُهٗ ؗ— وَمَا نُنَزِّلُهٗۤ اِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ ۟

او داسې شی نشته چې د هغه خزانه له مونږ سره نه وي. خو هر شی په یوه ټاکلې اندازه راښکته کوو. info
التفاسير: |

external-link copy
22 : 15

وَاَرْسَلْنَا الرِّیٰحَ لَوَاقِحَ فَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَسْقَیْنٰكُمُوْهُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتُمْ لَهٗ بِخٰزِنِیْنَ ۟

بارداره ووونکي بادونه مونږ رالوزولي او له بره نه اوبه هم راښکته کړي او تاسو مې پرې ښه خړوبه کړي يې. او ددې شیانو خزانې ستاسې په لاس کې نه دي . info
التفاسير: |

external-link copy
23 : 15

وَاِنَّا لَنَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَنَحْنُ الْوٰرِثُوْنَ ۟

او همدا زه یم ژوندي کول او مړه کول او همدا مونږ ته به هر څه پاتې کیږي. info
التفاسير: |

external-link copy
24 : 15

وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِیْنَ مِنْكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَاْخِرِیْنَ ۟

له تاسې نه وړاندې تیر شوي ټول خلک مونږ ته معلوم دي او له تاسې نه وروسته راتلونکې هم مونږ ته معلوم دي. info
التفاسير: |

external-link copy
25 : 15

وَاِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَحْشُرُهُمْ ؕ— اِنَّهٗ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟۠

له شک نه وتلې خبره ده چې ستا رب به دغه ټول یو ځای ته راټولوي. په هر څه کې يي حکمت او په هر څه شه پوه دی. info
التفاسير: |

external-link copy
26 : 15

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟ۚ

او مونږ انسان له وچي کړنګیدونکې تورې ورستې خټې نه پیدا کړې و. info
التفاسير: |

external-link copy
27 : 15

وَالْجَآنَّ خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَّارِ السَّمُوْمِ ۟

او له هغه نه وړاندې مو د پیریانو پلارجان له سوزوونکي او وژونکي اور نه پیدا کړی و. info
التفاسير: |

external-link copy
28 : 15

وَاِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟

او هغه را یاد کړه چې ستا رب ملایکو ته وویل: زه له وچې کړنکیدلي تورې او وروستې خټې نه یو بشر جوړوم. info
التفاسير: |

external-link copy
29 : 15

فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟

نو کله مې چې جوړ او خپل روح مې پکې پو کړ نو تاسې ټول ورته [۵] په سجده پریوزئ. info

[۵] دا سجده د عبادت نه بلکې د احترام سجده وه او یا ادم مو قبله کړئ او سجده ما ته وکړئ لکه مونږ چې کعبي معظمي ته سجده کوو. ( فتح القدیر د امام الشوکاني).

التفاسير: |

external-link copy
30 : 15

فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ

نو ټولو ملایکو سجده وکړه. info
التفاسير: |

external-link copy
31 : 15

اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟

پرته له ابلیس نه او هغه ونه منله چې د سجده کوونکو په ډله کې وګڼل شي. info
التفاسير: |

external-link copy
32 : 15

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟

الله وفرمایل: ابلیسه! څه خبره وه چې ته له سجده کوونکو سره یو ځای نه شوې؟ info
التفاسير: |

external-link copy
33 : 15

قَالَ لَمْ اَكُنْ لِّاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟

ابلیس وویل: له ما سره نه ښايې چې زه یو داسې چا ته سجده وکړم چې هغه تا له وچې کړنکیدلي تورې ورستې کړی شوې خټې نه جوړ کړی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
34 : 15

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙ

الله ورته وفرمایل: ته له دې ځایه ووځه ځکه چې ته رټل شوی یې. info
التفاسير: |

external-link copy
35 : 15

وَّاِنَّ عَلَیْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

او پر تا به د قیامت تر ورځې لعنت وي. info
التفاسير: |

external-link copy
36 : 15

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

ابلیس وویل: پروردګاره! ما ته تر هغې ورځې وخت راکړه چې خلک بیرته راپورته کولای شي. info
التفاسير: |

external-link copy
37 : 15

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

الله وفرمایل! تا ته وخت او مهلت دی. info
التفاسير: |

external-link copy
38 : 15

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

تر هغې ورځې چې نیټه يې مونږ ته معلومه ده. info
التفاسير: |

external-link copy
39 : 15

قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاُزَیِّنَنَّ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَلَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

ابلیس وویل: پروردګاره! څنګهچې تا زه بې لارې کړم په همغه شان به زه دوی ته د ځمکې ډیر څیزونه ښکاره او ټول د مخې به له لارې واړوم. info
التفاسير: |

external-link copy
40 : 15

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

خو یوازې ستا ځانګړي بنده ګان به رانه خلاص شي. info
التفاسير: |

external-link copy
41 : 15

قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَیَّ مُسْتَقِیْمٌ ۟

الله وفرمایل: هو! همدا لار روغه رمټه ماته راغلې ده. info
التفاسير: |

external-link copy
42 : 15

اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟

زما په غوره بنده ګانو ستا هیڅ وس او توان نه رسي. یوازې پر هغو بې لارو ته برلاسی يې چې ستا مننه يي کړې ده. info
التفاسير: |

external-link copy
43 : 15

وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

او له تاسو ټولو سره جهنم وعده ده. info
التفاسير: |

external-link copy
44 : 15

لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ ؕ— لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ ۟۠

دوزخ اووه دروازې لرې هره دروازه د جلا جلا خلکو لپاره ویشل شوې ده[۷] info

[۷] اووه دروازې یعنې اووه طبقې لري یا اووه دروازې لري چې هره دروازه يې ځانګړي خلک ننوځي( البحر المحیط).

التفاسير: |

external-link copy
45 : 15

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ؕ

او بې شکه چې پرهیزګاران به په باغونو او چینو کې وي. info
التفاسير: |

external-link copy
46 : 15

اُدْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِیْنَ ۟

( هغوی ته به وویل شي) جنتونو ته په روغه سټه ډاډمن ننه ووځئ. info
التفاسير: |

external-link copy
47 : 15

وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟

د دوی په زړونو کې چې یو د بل په هکله څه خبری وي هغه به هم ترې وباسو. نو د ورونو په څیر به په تتختونو یو بل ته مخامخ ناست وي. info
التفاسير: |

external-link copy
48 : 15

لَا یَمَسُّهُمْ فِیْهَا نَصَبٌ وَّمَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِیْنَ ۟

هلته به ته له ستونزو سره مخ کیږي. او نه به له جنت څخه ویستلای شي. info
التفاسير: |

external-link copy
49 : 15

نَبِّئْ عِبَادِیْۤ اَنِّیْۤ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

ای محمده! زما بنده ګانو ته اعلان وکړه چې زه بښونکی او مهربان یم. info
التفاسير: |

external-link copy
50 : 15

وَاَنَّ عَذَابِیْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِیْمُ ۟

او زما عذاب هم خورا دردناک عذاب دی. info
التفاسير: |

external-link copy
51 : 15

وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

او د ابراهیم د میلمنو کیسه هم ورته وکړه. info
التفاسير: |

external-link copy
52 : 15

اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ اِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُوْنَ ۟

کله چې ابراهیم ته راغلل نو سلام يې پرې ووایه! ابرهیم وویل: مونږ در نه ډاریږو. info
التفاسير: |

external-link copy
53 : 15

قَالُوْا لَا تَوْجَلْ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟

هغوی وویل: ډاریږه مه مونږ د یوه هوښیار هلک زیری درکوو. info
التفاسير: |

external-link copy
54 : 15

قَالَ اَبَشَّرْتُمُوْنِیْ عَلٰۤی اَنْ مَّسَّنِیَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُوْنَ ۟

ابراهیم وویل: ایا سره له دې چې زوړوالي راګیر کړی یم د ځوی زیری راکوئ؟ تاسې لږ وګورئ چې دا څه زیری دی؟ info
التفاسير: |

external-link copy
55 : 15

قَالُوْا بَشَّرْنٰكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْقٰنِطِیْنَ ۟

میلمنو وویل: مونږ په حقه زیری درکوو تاسې مایوسه کیږئ مه. info
التفاسير: |

external-link copy
56 : 15

قَالَ وَمَنْ یَّقْنَطُ مِنْ رَّحْمَةِ رَبِّهٖۤ اِلَّا الضَّآلُّوْنَ ۟

ابراهیم وویل: د خپل رب له رحمت نه خو یوازې بې لارې خلک مایوسه کیږي. info
التفاسير: |

external-link copy
57 : 15

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

ابراهیم پوښتنه وکړه چې ای د الله استازو! د کوم کار لپاره راغلي یاست؟ info
التفاسير: |

external-link copy
58 : 15

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

هغوی وویل مونږ یوه مجرم قوم ته رالیږلي شوي یو. info
التفاسير: |

external-link copy
59 : 15

اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— اِنَّا لَمُنَجُّوْهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

ده چې مونږ به ټول ژغورو. info
التفاسير: |

external-link copy
60 : 15

اِلَّا امْرَاَتَهٗ قَدَّرْنَاۤ ۙ— اِنَّهَا لَمِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟۠

خو ښځه يې[۸] نه ځکه مونږ د هغې په هکله پریکړه کړې ده چې په پاتې کیدونکو کې به وي. info

[۸] دا یاد ملایکو خبره ده. او یا د الله . دواړه صحیح دي( فتح القدیر د امام الشوکاني)

التفاسير: |

external-link copy
61 : 15

فَلَمَّا جَآءَ اٰلَ لُوْطِ ١لْمُرْسَلُوْنَ ۟ۙ

کله چې استازي د لوط کورنۍ ته راغلل. info
التفاسير: |

external-link copy
62 : 15

قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟

لوط ورته وویل: تاسو خو نا اشنا خلک يې. info
التفاسير: |

external-link copy
63 : 15

قَالُوْا بَلْ جِئْنٰكَ بِمَا كَانُوْا فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟

هغوی وویل: زمونږ انسانان نه بلکې پرښتي یو، او هغه څه مو درته راوړي دي چې ستا قوم پکې شکمن ؤ. info
التفاسير: |

external-link copy
64 : 15

وَاَتَیْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟

او مونږ رښتیا وایو چې تا ته مو حق راوړی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
65 : 15

فَاَسْرِ بِاَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ الَّیْلِ وَاتَّبِعْ اَدْبَارَهُمْ وَلَا یَلْتَفِتْ مِنْكُمْ اَحَدٌ وَّامْضُوْا حَیْثُ تُؤْمَرُوْنَ ۟

نو خپله کورنس د شپې په یوه برخه کې روانه او ته هم ورپسې شه او ستاسې یو تن هم باید شاته ونه ګوري او مخامخ همغه لور ته ولاړ شئ چې خکم يي درته کیږي. info
التفاسير: |

external-link copy
66 : 15

وَقَضَیْنَاۤ اِلَیْهِ ذٰلِكَ الْاَمْرَ اَنَّ دَابِرَ هٰۤؤُلَآءِ مَقْطُوْعٌ مُّصْبِحِیْنَ ۟

او په دې توګه مو لوط ته خپله اخرنۍ پریکړه واوره وله چې د سهار له ختلو سره جوخت به هغوی ريښې پرې کړای شي. info
التفاسير: |

external-link copy
67 : 15

وَجَآءَ اَهْلُ الْمَدِیْنَةِ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

په همدې ترڅ کې د ښار خلک یو بل ته د زیري ورکولو له خوښۍ سره د لوط کور ته راغلل. info
التفاسير: |

external-link copy
68 : 15

قَالَ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ ضَیْفِیْ فَلَا تَفْضَحُوْنِ ۟ۙ

لوط ورته وویل دا زما میلمانه دي پام چې رسوا مې نه کړئ. info
التفاسير: |

external-link copy
69 : 15

وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَلَا تُخْزُوْنِ ۟

له الله نه وډار شئ او پام چې سپک مې نه کړئ. info
التفاسير: |

external-link copy
70 : 15

قَالُوْۤا اَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ ۟

هغوی وویل: ایا ته مونږ نه وي منع کړی چې له خلکو سره به اړیکې نه ساتې؟ info
التفاسير: |

external-link copy
71 : 15

قَالَ هٰۤؤُلَآءِ بَنَاتِیْۤ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟ؕ

لوط وویل: که تاسې زما[۹] په وینا عمل کوئ نو زما لوڼې شته. info

[۹] علماء وايې دلته مراد د قوم جینکۍ دي ځکه پیغمبر د ټول قوم د پلار حیثیت لري او ځیني نور وايي مراد ترې د هغه خپلې لورګانې دي( یعنې نکاح ورسره وکړئ ( فتح القدیر امام الشوکاني)

التفاسير: |

external-link copy
72 : 15

لَعَمْرُكَ اِنَّهُمْ لَفِیْ سَكْرَتِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

ای محمده! ستا په عمر زما قسم دی چې دوی په خپله مستۍ کې خورا لالهانده وو. info
التفاسير: |

external-link copy
73 : 15

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُشْرِقِیْنَ ۟ۙ

لمر څرک یوې هیبت ناکې چیغې ونیول. info
التفاسير: |

external-link copy
74 : 15

فَجَعَلْنَا عَالِیَهَا سَافِلَهَا وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ سِجِّیْلٍ ۟ؕ

هغه کلی مو په بل مخ واړاوه. او په اور پاخه کاڼې مو پرې ووروله. info
التفاسير: |

external-link copy
75 : 15

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِیْنَ ۟

هو! په دې کیسه کې د پند اخیستونکو لپاره ډير دلایل شته دی. info
التفاسير: |

external-link copy
76 : 15

وَاِنَّهَا لَبِسَبِیْلٍ مُّقِیْمٍ ۟

او د لوط کلی د هغوی په سمه لار کې پروت دی. info
التفاسير: |

external-link copy
77 : 15

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ

دا پیښه د هغو لپاره چې په خبره باور کوي د عبرت درس دی. info
التفاسير: |

external-link copy
78 : 15

وَاِنْ كَانَ اَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ لَظٰلِمِیْنَ ۟ۙ

او د ځنګل څښتنان هم تیري کوونکي وو. info
التفاسير: |

external-link copy
79 : 15

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ ۘ— وَاِنَّهُمَا لَبِاِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ۠

نو مونږ له هغوی نه بدل واخیست او دا دواړه کلي د لوی لارې په سر پراته دي. info
التفاسير: |

external-link copy
80 : 15

وَلَقَدْ كَذَّبَ اَصْحٰبُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

د حجر[۱۰] خلکو هم استازي درواغجن وګڼل. info

[۱۰] د مدیني او شام ترمینځ دیوه ځای نوم دی( تفسیر الماوردی)

التفاسير: |

external-link copy
81 : 15

وَاٰتَیْنٰهُمْ اٰیٰتِنَا فَكَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟ۙ

مونږ خپل دلایل ښه پوره ورکړل خو هغوی ترې مخ واړاوو. info
التفاسير: |

external-link copy
82 : 15

وَكَانُوْا یَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا اٰمِنِیْنَ ۟

هغوی په خورا ډاډمنه فضا کې ډبرې توګلې او کورونه يې ترې جوړول. info
التفاسير: |

external-link copy
83 : 15

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

خو په پای کې سهار وختي یوې هیبت ناکې چیغې ونیول. info
التفاسير: |

external-link copy
84 : 15

فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟ؕ

او ګټلي مال يې هیڅ ګټه ورته ونه رسوله. info
التفاسير: |

external-link copy
85 : 15

وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَاِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِیْلَ ۟

او مونږ اسمانونه، ځمکه او ددې ترمینځ پراته څيزونه یوازې د حق پر بنسټ پیدا کړی دي. او د پریکړې ساعت هرو، مرو راتلونکی دی نو ای محمده! د دوی له بابیزو کړنو غوره مخ اړونه وکړه. info
التفاسير: |

external-link copy
86 : 15

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟

بې له شکه چې ستا رب د هر څه کوونکی او په هر څه ښه پوه دی. info
التفاسير: |

external-link copy
87 : 15

وَلَقَدْ اٰتَیْنٰكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِیْ وَالْقُرْاٰنَ الْعَظِیْمَ ۟

او پخه خبره ده چې مونږ تاته اوه تل تکراریدونکي[۱۱] ایتونه او او عظیم الشان قران درکړی دی. info

[۱۱] مراد ترې د فاتحې سورت دی او مثاني ورته ځکه وايي:۱- د لمانځه په هر رکعت کې تکراریږي ۲- دا سورت د الله او بنده ترمینځ په دوه برخو ویشل شوی دی ۳- دوه ځلې نازل شوی دی یو ځل په مکه او بل په مدینه کې.

التفاسير: |

external-link copy
88 : 15

لَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او د هغو څیزونو په لورسترګې مه نیسه چې مونږ مختلفو [۱۲] کافرانو ته ورکړې دي او مه پرې خفه کیږه بس ته خپله خوا مومنانو ته نرمه کړه. info

[۱۲] د کافرانو ډیر خیلونه دي کله یهود او... یا معنی يي ده چې کافرانو ته مې په دنیا کې هر ډول نعمتونه ورکړي دي ته ورپسی هوس مکوه.

التفاسير: |

external-link copy
89 : 15

وَقُلْ اِنِّیْۤ اَنَا النَّذِیْرُ الْمُبِیْنُ ۟ۚ

او ووایه بې له شکه زه یو ښکاره ډاروونکی یم. info
التفاسير: |

external-link copy
90 : 15

كَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَی الْمُقْتَسِمِیْنَ ۟ۙ

لکه چې پر تقسیم کوونکو مې عذاب نازل کړی وو( پر دوی به يي هم نازل کړم). info
التفاسير: |

external-link copy
91 : 15

الَّذِیْنَ جَعَلُوا الْقُرْاٰنَ عِضِیْنَ ۟

هغغوی چې قران يي ټوټه، ټوټه کړی وو. info
التفاسير: |

external-link copy
92 : 15

فَوَرَبِّكَ لَنَسْـَٔلَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

نو ستا په رب مې لوړه ده چې له دې ټولو نه به پوښتنه وکړم. info
التفاسير: |

external-link copy
93 : 15

عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

چې څه يي کول. info
التفاسير: |

external-link copy
94 : 15

فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَاَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

نو ای محمده! هغه څه په ډاګ کړه چې تا ته پرې امر کیږي او د مشرکانو هیڅ باک مه لره. info
التفاسير: |

external-link copy
95 : 15

اِنَّا كَفَیْنٰكَ الْمُسْتَهْزِءِیْنَ ۟ۙ

د ملنډو وهونکو لپاره مونږ درته بس یو info
التفاسير: |

external-link copy
96 : 15

الَّذِیْنَ یَجْعَلُوْنَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۚ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

هغوی چې له الله سره نور معبودان نیسي، نو ژر دی چې په خپله غلطۍ به پوه شي. info
التفاسير: |

external-link copy
97 : 15

وَلَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّكَ یَضِیْقُ صَدْرُكَ بِمَا یَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

او مونږ پوهیږو چې ستا زړه په هغو خبرو تنګیږي چې هغوی يې وايې. info
التفاسير: |

external-link copy
98 : 15

فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِّنَ السّٰجِدِیْنَ ۟ۙ

نو ته د خپل رب تسبیح او ثنا وایه. او تل له سجده کوونکو څخه اوسه. info
التفاسير: |

external-link copy
99 : 15

وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰی یَاْتِیَكَ الْیَقِیْنُ ۟۠

او د مرګ تر راتګ پورې د خپل رب عبادت کوه. info
التفاسير: |