Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: فرقان   آیت:
وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً لَّا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ وَلَا یَمْلِكُوْنَ لِاَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا وَّلَا یَمْلِكُوْنَ مَوْتًا وَّلَا حَیٰوةً وَّلَا نُشُوْرًا ۟
خو کافرانو له هغه پرته داسې څه په خدایانو نیولي دي چې هیڅ نه شي پیدا کولي. بلکې هغوی په خپله پیدا کولای شي، نه یې د خپلو ځانونو تاوان او ګټه په واک کې شته. او نه ورسره د مرګ او ژوند او نه د بیا ژوندي راپورته کولو توان شته.
عربي تفسیرونه:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اِفْكُ ١فْتَرٰىهُ وَاَعَانَهٗ عَلَیْهِ قَوْمٌ اٰخَرُوْنَ ۛۚ— فَقَدْ جَآءُوْ ظُلْمًا وَّزُوْرًا ۟ۚۛ
او کافران وايې چې دا قران پرته له درواغو بل څه نه دی محمده له ځان نه جوړ کړی او نورو خلکو هم ورسره پکي لاس کړی دی. په رښتیا چې ډيره لویه د ظلم درواغجنه خبره يي وکړه.
عربي تفسیرونه:
وَقَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ اكْتَتَبَهَا فَهِیَ تُمْلٰی عَلَیْهِ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟
او وايې چې قران یوازې د پخوانیو خلکو کیسي دي چې محمد پر بل چا لیکلي او اوس سهار او ماښام ورته اورول کیږي.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اَنْزَلَهُ الَّذِیْ یَعْلَمُ السِّرَّ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
ای محمده! ووایه چې دا قران هغه ذات نازل کړی دی چې د اسمانونو او ځمکې پټ ورته ښه معلوم دي. بې له شکه هغه ښه بښونکی او ډیر مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
وَقَالُوْا مَالِ هٰذَا الرَّسُوْلِ یَاْكُلُ الطَّعَامَ وَیَمْشِیْ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— لَوْلَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مَلَكٌ فَیَكُوْنَ مَعَهٗ نَذِیْرًا ۟ۙ
او کافران وايي: دا څنګه پیغمبر دی چې خواړه خوري او په بازارونو کې ګرځي راګرځي. ولي کومه ملایکه ور ونه لیږل شوه چې د هغه دښمنان يي ډارولی؟
عربي تفسیرونه:
اَوْ یُلْقٰۤی اِلَیْهِ كَنْزٌ اَوْ تَكُوْنُ لَهٗ جَنَّةٌ یَّاْكُلُ مِنْهَا ؕ— وَقَالَ الظّٰلِمُوْنَ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا رَجُلًا مَّسْحُوْرًا ۟
یا باید یوه خزانه ورکړ شوې وای، او یا یې باید یو ښه باغ درلودای چې ښه خوراک یي ترې کولی. او ظالمان وايې: تاسې خو په یو جادو وهلي سړي پسې روان يې.
عربي تفسیرونه:
اُنْظُرْ كَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا ۟۠
وګوره ای محمده! چې تا په څه ډول مثالونه سره یادوي؟ ښه پوره يې لار ورکه کړی، هیڅکله به سمه لار نشي برابریدای.
عربي تفسیرونه:
تَبٰرَكَ الَّذِیْۤ اِنْ شَآءَ جَعَلَ لَكَ خَیْرًا مِّنْ ذٰلِكَ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۙ— وَیَجْعَلْ لَّكَ قُصُوْرًا ۟
ډیر برکتناک دی هغه ذات چې که غواړي نو له دې څیزونو څخه ډیر غوره درکولای شي چې هغه به داسې باغونه وي چې لاندې به ترې ویالې روانې وي او ډيرې ماڼۍ به درکړي.
عربي تفسیرونه:
بَلْ كَذَّبُوْا بِالسَّاعَةِ وَاَعْتَدْنَا لِمَنْ كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِیْرًا ۟ۚ
بلکې هغوی قیامت درواغ ګڼي او هر څوک چې قیامت درواغ وګڼي مونږ ورته تاوجن اور برابر کړی دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فرقان
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول