Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: فرقان   آیت:
اِذَا رَاَتْهُمْ مِّنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ سَمِعُوْا لَهَا تَغَیُّظًا وَّزَفِیْرًا ۟
کله يي چې اور له لرې وویني نو دوی به يې د قهر او تاو غرار واوري.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَاۤ اُلْقُوْا مِنْهَا مَكَانًا ضَیِّقًا مُّقَرَّنِیْنَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُوْرًا ۟ؕ
او چې لاس او پښې تړل شوي د اور په کوم تنګ ځای کې وروغورځول شي نو د خپل مرګ غوښتنه به وکړي.
عربي تفسیرونه:
لَا تَدْعُوا الْیَوْمَ ثُبُوْرًا وَّاحِدًا وَّادْعُوْا ثُبُوْرًا كَثِیْرًا ۟
هلته به ورته وویل شي چې: نن یو مرګ نه [۱۷] بلکې ډیر مرګونه وغواړئ.
[۱۷] معنې دا چې یوازې مرګ نه بلکي ټول غمونه ځان ته وغواړئ، او یا دا چې ستاسې ګناهونه ډیر دي د هر یوه له کبله یو مرګ وغواړئ، او یا دا چې د هر اندام او عضوي لپاره بیل بیل مرګ وغواړئ ( ابن جریر الطبری).
عربي تفسیرونه:
قُلْ اَذٰلِكَ خَیْرٌ اَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— كَانَتْ لَهُمْ جَزَآءً وَّمَصِیْرًا ۟
ای محمده! ووایه چې دا ښه دي او که تل پاتې هغه جنت چې له پرهیزګارانو سره يې وعده شوې؟ د هغوی د کړنو بدل او ورتګ ځای دی.
عربي تفسیرونه:
لَهُمْ فِیْهَا مَا یَشَآءُوْنَ خٰلِدِیْنَ ؕ— كَانَ عَلٰی رَبِّكَ وَعْدًا مَّسْـُٔوْلًا ۟
هلته به د جنتیانو لپاره د هغوی د غوښتنې هر څه تل تر تله وي. ستا رب د هغوی د غوښتنې د پوره کولو پخه وعده کړې ده.
عربي تفسیرونه:
وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَیَقُوْلُ ءَاَنْتُمْ اَضْلَلْتُمْ عِبَادِیْ هٰۤؤُلَآءِ اَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِیْلَ ۟ؕ
او هغه ورځ رایاده کړه چې الله به کافران او هغه خدایان يې چې پرته له الله يي بلل ګرد سره راټول او ورته به ووايې: ایا تاسې واست چې زما دغه بنده ګان مو بې لارې کړي وو؟ او که دوی په خپله لار وکه کړې وه؟
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا سُبْحٰنَكَ مَا كَانَ یَنْۢبَغِیْ لَنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ مِنْ دُوْنِكَ مِنْ اَوْلِیَآءَ وَلٰكِنْ مَّتَّعْتَهُمْ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی نَسُوا الذِّكْرَ ۚ— وَكَانُوْا قَوْمًا بُوْرًا ۟
هغوی به ووايي: ای زمونږ ربه! ته پاک يې زمونږ توان نه وو چې د ځان لپاره له تا پرته بل څوک ملاتړ ونیسو. خو تا دوی او پلرونو ته يې ښه ژوند او وسایل ورکړي وو ان تر دې چې پند يې هیر او په هلاکت کې وغورځیدل.
عربي تفسیرونه:
فَقَدْ كَذَّبُوْكُمْ بِمَا تَقُوْلُوْنَ ۙ— فَمَا تَسْتَطِیْعُوْنَ صَرْفًا وَّلَا نَصْرًا ۚ— وَمَنْ یَّظْلِمْ مِّنْكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِیْرًا ۟
نو خدایانو مو ستاسې خبرې درواغ ګڼلې تاسې نه د عذاب د اړولو او نه د یو بل سره د کومک کولو توان لرئ او ستاسې هر څو چې ظلم او تیری وکړي نو مونږ به لوی عذاب ور وڅکو.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّاۤ اِنَّهُمْ لَیَاْكُلُوْنَ الطَّعَامَ وَیَمْشُوْنَ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً ؕ— اَتَصْبِرُوْنَ ۚ— وَكَانَ رَبُّكَ بَصِیْرًا ۟۠
او ای محمده! له تا نه وړاندې چې مونږ څومره پیغمبران لیږلي دي ټول خوراک کاوو او په بازارونو کې ګرځیدل. مونږ تاسې یو د بل لپاره ازمیښت ګرځولي يې . ایا تاسې زغم کوئ؟ او ستا رب هر څه ویني.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فرقان
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول