Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: فرقان   آیت:
اَمْ تَحْسَبُ اَنَّ اَكْثَرَهُمْ یَسْمَعُوْنَ اَوْ یَعْقِلُوْنَ ؕ— اِنْ هُمْ اِلَّا كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ سَبِیْلًا ۟۠
ایا ته انګیرې چې د هغوی زیات خلک اوري؟ یا پوهیږي؟ نه! هغوی د څارویو په شان بل:ې له هغوی هم خورا ډیر لار ورکي دي.
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ تَرَ اِلٰی رَبِّكَ كَیْفَ مَدَّ الظِّلَّ ۚ— وَلَوْ شَآءَ لَجَعَلَهٗ سَاكِنًا ۚ— ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَیْهِ دَلِیْلًا ۟ۙ
ایا ته نه ګورې چې ستا رب څرنګه سیوری خور کړی؟ که هغه غوښتي وای نو تل به يې ودرولی وو. مونږ لمر د هغه ښوونکی وګرځاو[۴].
[۴] د لمر په واسطه سیوری معلومیږي چې شته که نه؟ ( فتح القدیر)
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ قَبَضْنٰهُ اِلَیْنَا قَبْضًا یَّسِیْرًا ۟
او بیا مو د ځان په لور په ډيره اسانۍ او چپتیا سره راټول کړ.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِبَاسًا وَّالنَّوْمَ سُبَاتًا وَّجَعَلَ النَّهَارَ نُشُوْرًا ۟
او الله هغه ذات دی چې شپه يې درته لباس، خوب يي ارام او ورځ يې د ښکته او پورته خوریدلو وخت ګرځولی دی.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ۚ— وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً طَهُوْرًا ۟ۙ
او الله همغه ذات دی چې له خپل رحمت نه وړاندې زیري ورکوونکي بادونه لیږي. او همدا مونږ یو چې له بره مو پاکې او پاکوونکی اوبه لیږلي دي.
عربي تفسیرونه:
لِّنُحْیِ بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا وَّنُسْقِیَهٗ مِمَّا خَلَقْنَاۤ اَنْعَامًا وَّاَنَاسِیَّ كَثِیْرًا ۟
تر څو پرې مړه ښارونه ژوندي او هغه ډیر څاروي او انسانان چې زمونږ د پیدایښت یوه برخه ده پرې خړوبه کړو.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ صَرَّفْنٰهُ بَیْنَهُمْ لِیَذَّكَّرُوْا ۖؗ— فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا ۟
او مونږ یو چې د باران اوبه د هغوی په مینځ کې ویشو تر څو پند واخلي خو زیات خلک د کفر او ناشکرۍ نه پرته بله لار نه نیسي.
عربي تفسیرونه:
وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِیْ كُلِّ قَرْیَةٍ نَّذِیْرًا ۟ؗۖ
که مونږ غوښتي وای نو په هر کلي[۵] کې به مو یو ډاروونکی لیږلی وو.
[۵] په هر کلي کې به مو یو پیغمبر لیږلی وو خو مونږ داسې ونه کړل بلکې ته مو د ټول بشر لپاره ولیږلې نو ځکه ته باید د هیڅ کافر پسې ولاړ نه شې( فتح القدیر).
عربي تفسیرونه:
فَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَجَاهِدْهُمْ بِهٖ جِهَادًا كَبِیْرًا ۟
نو ای پیغمبره! د کافرانو مه منه! او په دې قران ورسره ستر جهاد وکړه.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ الَّذِیْ مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ هٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَّهٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ ۚ— وَجَعَلَ بَیْنَهُمَا بَرْزَخًا وَّحِجْرًا مَّحْجُوْرًا ۟
او الله همغه ذات دی چې دوه سیندونه يي سره یو ځای کړي دا یو ډیر خوږ او تنده ماتوونکی، او دا بل ښه تریو مالګین دی. او بیا يې د دواړو په مینځ کې پرده پیدا کړی چې یو له بل ښه جلا ساتي.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ الَّذِیْ خَلَقَ مِنَ الْمَآءِ بَشَرًا فَجَعَلَهٗ نَسَبًا وَّصِهْرًا ؕ— وَكَانَ رَبُّكَ قَدِیْرًا ۟
او الله هغه ذات دی چې له اوبو نه يي بشر پیدا او بیا يي د نسب او خوسرګنۍ په مزو سره وتړل[۶] او ستا رب د هر څه توان لري.
[۶] په دنیا کې انسانان یو له بل سره د نسب په خپلوۍ او یا له هر چا سره د خوسرګنۍ په مزو تړي.
عربي تفسیرونه:
وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُهُمْ وَلَا یَضُرُّهُمْ ؕ— وَكَانَ الْكَافِرُ عَلٰی رَبِّهٖ ظَهِیْرًا ۟
او هغوی له الله پرته د هغه څه عبادت کوي چې نه ورته ګټه رسوي او نه تاوان. او کافر انسان د خپل رب دښمنۍ ته ملا تړلې ده.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فرقان
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول