Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نساء   آیت:
وَّاسْتَغْفِرِ اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟ۚ
او له الله نه بښنه وغواړه بې شکه چې الله پاک ښه بښونکی او ډیر مهربان څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تُجَادِلْ عَنِ الَّذِیْنَ یَخْتَانُوْنَ اَنْفُسَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ مَنْ كَانَ خَوَّانًا اَثِیْمًا ۟ۚۙ
او د هغو خلکو دفاع مه کوه چې له ځانونو سره خیانت کوي بې شکه چې الله پاک خیانت کاره کناه کار نه خوښوي.
عربي تفسیرونه:
یَّسْتَخْفُوْنَ مِنَ النَّاسِ وَلَا یَسْتَخْفُوْنَ مِنَ اللّٰهِ وَهُوَ مَعَهُمْ اِذْ یُبَیِّتُوْنَ مَا لَا یَرْضٰی مِنَ الْقَوْلِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطًا ۟
دا خلک خپلې کړنې له خلکو څخه پټوي او له الله څخه يې نه پټو[۱۲] په داسې حال کې چې الله پاک هغه وخت هم له دوی سره دی چې د شپې په پټه د الله د خوښې په خلاف خبرې جوړوي، او الله پاک د دوی په ټولو کړنو پوره محیط دی.
[۱۲] له خلکو څخه شرمیږي او له الله څخه نه شرمیږي( کابلی تفسیر)
عربي تفسیرونه:
هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ جَدَلْتُمْ عَنْهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۫— فَمَنْ یُّجَادِلُ اللّٰهَ عَنْهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اَمْ مَّنْ یَّكُوْنُ عَلَیْهِمْ وَكِیْلًا ۟
واورئ اوس خو تاسو له دوی څخه دفاع وکړه څوک به د قیامت په ورځ له الله څخه د دوی دفاع کوي؟ او څوک به یې وي ساتونکی( او ژغورونکی؟).
عربي تفسیرونه:
وَمَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا اَوْ یَظْلِمْ نَفْسَهٗ ثُمَّ یَسْتَغْفِرِ اللّٰهَ یَجِدِ اللّٰهَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
او هر څوک چې یو بد کار یا پر ځان ظلم او تیر وکړي بیا له الله نه بښنه وغواړي نو الله پاک به ښه بښونکی او ډیر رحم والا ومومې.
عربي تفسیرونه:
وَمَنْ یَّكْسِبْ اِثْمًا فَاِنَّمَا یَكْسِبُهٗ عَلٰی نَفْسِهٖ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
او هرڅوک چې کومه ګناه کوي نو پخه خبره همدا ده چې د ځان په تاوان یې کوي ـ او الله پاک په هر څه ښه پوه او د حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
وَمَنْ یَّكْسِبْ خَطِیْٓئَةً اَوْ اِثْمًا ثُمَّ یَرْمِ بِهٖ بَرِیْٓـًٔا فَقَدِ احْتَمَلَ بُهْتَانًا وَّاِثْمًا مُّبِیْنًا ۟۠
او هر څوک چې کومه وړه یا لویه ګناه وکړي بیا يې پر یوه پاک او بې ګناه انسان پورې وتړي نو په تحقیق چې د لویو درواغو او ښکاره ګناه پيټی یې بار کړ.
عربي تفسیرونه:
وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكَ وَرَحْمَتُهٗ لَهَمَّتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ اَنْ یُّضِلُّوْكَ ؕ— وَمَا یُضِلُّوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَمَا یَضُرُّوْنَكَ مِنْ شَیْءٍ ؕ— وَاَنْزَلَ اللّٰهُ عَلَیْكَ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ ؕ— وَكَانَ فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكَ عَظِیْمًا ۟
ای پیغمبره! که د الله پاک احسان او مهرباني پر تا نه وای نو د هغوی یوې ډلې قصد کړی ؤ چې تا تیر باسي هغوی بې له دی چې ځانونه تیر باسي بل هیڅ نه شي کولای او تاته هیڅ زیان نه شي رسولای ( ځکه چې الله پاک) پر تا کتاب او حکمت نازل کړی دی او هغه څه یې درښوولي دي چې پخوا پرې نه پوهیدې او پر تا د الله پاک ډير لوی احسان دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول