Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نساء   آیت:
وَالَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ رِئَآءَ النَّاسِ وَلَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَلَا بِالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— وَمَنْ یَّكُنِ الشَّیْطٰنُ لَهٗ قَرِیْنًا فَسَآءَ قَرِیْنًا ۟
او هغه کسان هم نه خوښوي چې خپل مالونه د خلکو د ښودانې لپاره مصرفوي په الله او داخرت په ورخ ایمان نه لري او د چا چې شیطان ملګری شو نو هغه ډیر بد ملګری دی.
عربي تفسیرونه:
وَمَاذَا عَلَیْهِمْ لَوْ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَاَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقَهُمُ اللّٰهُ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِهِمْ عَلِیْمًا ۟
دې خلکو به څه زیان کړی ؤ که په الله او د اخرت په ورځ یې ایمان راوړی او د الله ورکړی مال یې د هغه د ښوونې په رڼا کې مصرف کړی وای؟ او الله پر هغوی ښه پوه دی.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ ۚ— وَاِنْ تَكُ حَسَنَةً یُّضٰعِفْهَا وَیُؤْتِ مِنْ لَّدُنْهُ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟
الله پاک د یوې ذرې په اندازه ظلم نه کوي او که د ذرې په اندازه نیکي وي هم الله پاک به یې څو چنده او له خپلې لورې به لوی بدل او ثواب ورکړي.
عربي تفسیرونه:
فَكَیْفَ اِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ بِشَهِیْدٍ وَّجِئْنَا بِكَ عَلٰی هٰۤؤُلَآءِ شَهِیْدًا ۟ؕؔ
هغه وخت به یې څه حال وي چې مونږ پر هر امت شاهدان راولو او تا پر خپل امت او شاهدانو شاهد کړو؟
عربي تفسیرونه:
یَوْمَىِٕذٍ یَّوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَعَصَوُا الرَّسُوْلَ لَوْ تُسَوّٰی بِهِمُ الْاَرْضُ ؕ— وَلَا یَكْتُمُوْنَ اللّٰهَ حَدِیْثًا ۟۠
په دی ورځ به کافران او له رسول څخه سر غړوونکي هیله وکړي چې کاش ځمکه پرې برابره شوی وای او له الله څخه به هیڅ خبره نه پټوي[۷].
[۷] په ډاګه به چیعې وهي چې کاش چې ځمکه پرې هواره شوې وای( ابن جریر الطبری)
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْرَبُوا الصَّلٰوةَ وَاَنْتُمْ سُكٰرٰی حَتّٰی تَعْلَمُوْا مَا تَقُوْلُوْنَ وَلَا جُنُبًا اِلَّا عَابِرِیْ سَبِیْلٍ حَتّٰی تَغْتَسِلُوْا ؕ— وَاِنْ كُنْتُمْ مَّرْضٰۤی اَوْ عَلٰی سَفَرٍ اَوْ جَآءَ اَحَدٌ مِّنْكُمْ مِّنَ الْغَآىِٕطِ اَوْ لٰمَسْتُمُ النِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوْا مَآءً فَتَیَمَّمُوْا صَعِیْدًا طَیِّبًا فَامْسَحُوْا بِوُجُوْهِكُمْ وَاَیْدِیْكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُوْرًا ۟
ای مؤمنانو! په نشه کې لمانځه ته مه وړاندی کیږئ تر څو په هغه څه پوه شئ چې تاسې يې وایې او نه په جنابت کې تر څو چې غسل وکړئ خو که تاسې مسافر واست ( بې له غسله په تیمم هم لمونځ کولای شئ) او که تاسې ناروغه واست یا پر سفر او یا کوم یو له قضاء حاجت نه راشئ یا له ښځو سره جماع وکړئ او اوبه مو مینده نه کړې نو پاکې خاورې ته وړاندې شئ، مخونه او لاسونه مو پرې مسحه کړئ بې شکه چې الله پاک عفوه کوونکی او بښونکی دی.
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یَشْتَرُوْنَ الضَّلٰلَةَ وَیُرِیْدُوْنَ اَنْ تَضِلُّوا السَّبِیْلَ ۟ؕ
ایا تا هغه کسان چې د کتاب برخه ورکړای شوې ده نه دي لیدلي چې بې لارې پیري او غواړي چې تاسې هم لار ورکه کړئ.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول