Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نساء   آیت:
وَالّٰتِیْ یَاْتِیْنَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِّسَآىِٕكُمْ فَاسْتَشْهِدُوْا عَلَیْهِنَّ اَرْبَعَةً مِّنْكُمْ ۚ— فَاِنْ شَهِدُوْا فَاَمْسِكُوْهُنَّ فِی الْبُیُوْتِ حَتّٰی یَتَوَفّٰهُنَّ الْمَوْتُ اَوْ یَجْعَلَ اللّٰهُ لَهُنَّ سَبِیْلًا ۟
او چې تاسې مړوښه ښځې بدلمنه شي نو څلور مسلمان شاهدان پرې وغواړئ [۲۸] نو که څلور تنو پرې شاهدي ورکړه نو زنا کاره ښځې تر هغو په کورونو کې بندې کړئ چې مرګ یې مړې او یا الله پاک ورته کومه لاره برابره کړي.[۲۹]
[۲۸] قاضیان او واکمن یې باید وغواړي( کابلی تفسیر).
[۲۹] ددې ایت حکم د سورة نور په دوهم ایت منسوخ شوی دی، ځینې علماء وايي چې منسوخ نه دی بلکې هدف ترې هغه بد کاره ښځې دي چې ښځه له ښځې سره یو ځای کیږي( کابلی تفسیر)
عربي تفسیرونه:
وَالَّذٰنِ یَاْتِیٰنِهَا مِنْكُمْ فَاٰذُوْهُمَا ۚ— فَاِنْ تَابَا وَاَصْلَحَا فَاَعْرِضُوْا عَنْهُمَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا ۟
او ستاسې هغه دواړه چې دا بد کار وکړي نو ویي ربړوئ که توبه یې وښکله او ځانونه یې سم کړل نو څنګ ترې وکړئ بې شکه چې الله پاک ښه توبه منونکی او ډير مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
اِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَی اللّٰهِ لِلَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السُّوْٓءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ یَتُوْبُوْنَ مِنْ قَرِیْبٍ فَاُولٰٓىِٕكَ یَتُوْبُ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
الله پاک یوازې د هغو خلکو توبه مني چې په ناپوهۍ سره بد کار وکړي او بې له درنګه ترې توبه وباسي نو د همدغو خلکو توبه الله پاک مني، او الله په هر څه ښه پوه او د حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
وَلَیْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السَّیِّاٰتِ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا حَضَرَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ اِنِّیْ تُبْتُ الْـٰٔنَ وَلَا الَّذِیْنَ یَمُوْتُوْنَ وَهُمْ كُفَّارٌ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟
خو د هغو کسانو توبه نشته چې د مرګ تر غر، غرو بد کارونه کوي او چې مرګ وویني وایې اوس مې په ریښتیا توبه ده، او د هغو توبه هم نشته چې په کفر مړه کیږي، د دوی لپاره مونږ دردناک عذاب تیار کړی دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَحِلُّ لَكُمْ اَنْ تَرِثُوا النِّسَآءَ كَرْهًا ؕ— وَلَا تَعْضُلُوْهُنَّ لِتَذْهَبُوْا بِبَعْضِ مَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیْنَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ ۚ— وَعَاشِرُوْهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ۚ— فَاِنْ كَرِهْتُمُوْهُنَّ فَعَسٰۤی اَنْ تَكْرَهُوْا شَیْـًٔا وَّیَجْعَلَ اللّٰهُ فِیْهِ خَیْرًا كَثِیْرًا ۟
ای مؤمنانو! تاسو ته روا نه ده چې په زور سره ښځې په میراث یوسئ، او نه دا چې کونډې ښځې له بل واده څخه وځنډوئ تر څو ځینې هغه مال چې تاسو ورکړی دی بیرته ترې واخلئ، خو دا بیله خبره ده که هغوی ښکاره بدلمنې[۳۰] شي ـ او له ښځو سره په ښه توګه ژوند وکړئ که نه مو خوښیدلې(صبر وکړئ) کیدای شي چې تاسو یو شی بد وګڼئ او الله په هغه کې ډیرې ښیګڼې ایښي وي.
[۳۰] تاسو د ادب ورکولو حق لرئ( کابلی تفسیر)
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول