Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نساء   آیت:
اِنَّاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ كَمَاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی نُوْحٍ وَّالنَّبِیّٖنَ مِنْ بَعْدِهٖ ۚ— وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطِ وَعِیْسٰی وَاَیُّوْبَ وَیُوْنُسَ وَهٰرُوْنَ وَسُلَیْمٰنَ ۚ— وَاٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًا ۟ۚ
ای محمده! بې شکه چې مونږ تاته همغه ډول وحې کړې ده لکه څنګه مو چې نوح او له هغه وروسته نورو پیغمبرانو ته کړی وه او لکه څنګه مو چې ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یعقوب، د یعقوب اولادې او عیسې، ایوب، یونس، هارون او سلیمان ته وحي کړې وه او لکه څنګه مو چې داود ته زبور ورکړی ؤ.
عربي تفسیرونه:
وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنٰهُمْ عَلَیْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَیْكَ ؕ— وَكَلَّمَ اللّٰهُ مُوْسٰی تَكْلِیْمًا ۟ۚ
او مونږ چې کوم رسولان لیږلي وړاندې مې د هغوی یادونه تاسو ته کړې او هغه رسولان مې هم لیږلي چې لا تر اوسه مې د هغوی یادونه نه ده درته کړې او الله پاک له موسې( علیه السلام) سره سمې خبرې کړې وې.
عربي تفسیرونه:
رُسُلًا مُّبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ لِئَلَّا یَكُوْنَ لِلنَّاسِ عَلَی اللّٰهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
ټول پیغمبران زیري ورکوونکي او ډار ورکوونکي لیږل شوي دي چې د الله په وړاندې د رسولانو له راتګ وروسته چاته کومه بانه او پلمه پاتي نه شي، او الله پاک زوره ور او د حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
لٰكِنِ اللّٰهُ یَشْهَدُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اِلَیْكَ اَنْزَلَهٗ بِعِلْمِهٖ ۚ— وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یَشْهَدُوْنَ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟ؕ
الله پاک شاهدي ورکوي چې څه یې تاته نازل کړي دي هغه یې په خپل علم سره نازل کړي دي، او ملایکې هم همدا شهادت ورکوي او د الله پاک شهادت پوره دی.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ قَدْ ضَلُّوْا ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟
هغه کسان چې کافران شوي او دالله له لارې څخه يې منع کړی ده په حقیقت کې له لارې څخه ډیر لرې وتلي دي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَظَلَمُوْا لَمْ یَكُنِ اللّٰهُ لِیَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِیَهْدِیَهُمْ طَرِیْقًا ۟ۙ
دا پخه خبره ده چې کوم کسان کافران شوي او تیری یې کړی دی الله پاک نه هغوی ته بښنه کوي او نه ورته لار ښايي.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا طَرِیْقَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟
خو د دوزخ لارې ته يې سموي هغوی به هملته تل تر تله وي او دا کار الله پاک ته ډیر اسان دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ الرَّسُوْلُ بِالْحَقِّ مِنْ رَّبِّكُمْ فَاٰمِنُوْا خَیْرًا لَّكُمْ ؕ— وَاِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
ای خلکو! پیغمبر تاسې ته د رب له لوري حق راوړی دی نو ایمان راوړئ همدا ستاسې لپاره غوره ده ـ او که تاسې مخ واړوئ نو باید پوه شئ چې په اسمانونو او ځمکه کې هر څه خاص د الله دي او الله پاک په هرڅه د بشپړ حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول