Check out the new design

แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยศูนย์การแปลรุว๊าด * - สารบัญ​คำแปล

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

แปลความหมาย​ สูเราะฮ์: As-Sāffāt   อายะฮ์:
یَّقُوْلُ ءَاِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِیْنَ ۟
هغه به ويل چې اّيا ته (د قيامت) له تصديقونكو څخه يې؟
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَدِیْنُوْنَ ۟
اّيا كله چې موږ (ګډ وډ) خاورې او هډوكي شو بيا به موږ جزا موندونكي يو؟
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
قَالَ هَلْ اَنْتُمْ مُّطَّلِعُوْنَ ۟
(بيا به) وايي اّيا تاسو وركتونكي ياست؟
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
فَاطَّلَعَ فَرَاٰهُ فِیْ سَوَآءِ الْجَحِیْمِ ۟
نو چې ور وګوري هغه به د دوزخ په منځ كې وويني.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
قَالَ تَاللّٰهِ اِنْ كِدْتَّ لَتُرْدِیْنِ ۟ۙ
وايي به والله تا خو نږدې زه هم تباه كړى وم.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّیْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟
او كه زما د رب لورينه نه واى، خامخا به زه هم په جهنم كې حاضر كړى شوى وم.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
اَفَمَا نَحْنُ بِمَیِّتِیْنَ ۟ۙ
(ښه) نو اوس موږ (بل وار) مړه كېدونكي نه يو؟
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
اِلَّا مَوْتَتَنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟
پرته زموږ له هماغه لومړي مرګه او موږ عذابېدونكي هم نه يو؟
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
(نو چې داسې وي) دا خو يقيناً لوى برى دى.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
لِمِثْلِ هٰذَا فَلْیَعْمَلِ الْعٰمِلُوْنَ ۟
د دې په شان (نعمتونو) لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
اَذٰلِكَ خَیْرٌ نُّزُلًا اَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّوْمِ ۟
اّيا دا غوره دي په مېلمستيا کې که ونه د زقوم؟
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
اِنَّا جَعَلْنٰهَا فِتْنَةً لِّلظّٰلِمِیْنَ ۟
موږ هغه د ظالمانو لپاره يوه فتنه (يا عذاب) ګرځولې ده.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
اِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِیْۤ اَصْلِ الْجَحِیْمِ ۟ۙ
هغه يوه (داسې) ونه ده چې د دوزخ په تل كې راوځي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
طَلْعُهَا كَاَنَّهٗ رُءُوْسُ الشَّیٰطِیْنِ ۟
د هغې مېوې د شيطانانو (يا مارانو) سرونو غوندې دي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
فَاِنَّهُمْ لَاٰكِلُوْنَ مِنْهَا فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ؕ
نو هغوى به يې خوړونكي او هغې نه ګېډه ډكونكي وي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
ثُمَّ اِنَّ لَهُمْ عَلَیْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۚ
بيا به دوى لره پر هغه د پاسه خامخا د خوټېدلو اوبو ورګډول وي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
ثُمَّ اِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَاۡاِلَی الْجَحِیْمِ ۟
بيا به د دوى ورتګ خامخا د دوزخ په لور وي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
اِنَّهُمْ اَلْفَوْا اٰبَآءَهُمْ ضَآلِّیْنَ ۟ۙ
بېشكه هغوى خپل پلرونه بې لارې موندلي وو.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
فَهُمْ عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ یُهْرَعُوْنَ ۟
نو د هغو په پلونو به يې منډې وهلې.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ اَكْثَرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
او خامخا له دوى مخكې هم زياتره لومړني خلك بې لارې شوي وو.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا فِیْهِمْ مُّنْذِرِیْنَ ۟
او په هغوى كې مو هم وېرونكي (پېغمبران) لېږلي وو.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟ۙ
نو ګوره چې د هغو وېرول شوو انجام څنګه شو؟
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟۠
مګر بنده ګان د الله تعالی چې بچ ساتلی شوي دي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
وَلَقَدْ نَادٰىنَا نُوْحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِیْبُوْنَ ۟ؗۖ
او بېشكه موږ ته نوح آواز وكړ نو موږ ښه ځواب وركونكي يو.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
وَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ؗۖ
او موږ هغه او كورنۍ يې له ستر كړاو څخه وژغورل.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
 
แปลความหมาย​ สูเราะฮ์: As-Sāffāt
สารบัญสูเราะฮ์ หมายเลข​หน้า​
 
แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยศูนย์การแปลรุว๊าด - สารบัญ​คำแปล

แปลโดยทีมงานศูนย์แปลรุว๊าด ร่วมกับสมาคมการเผยแพร่ศาสนาอิสลามที่รอบวะฮ์ และสมาคมบริการเนื้อหาอิสลามด้วยภาษาต่าง ๆ

ปิด