Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 优素福   段:
قَالَ مَعَاذَ اللّٰهِ اَنْ نَّاْخُذَ اِلَّا مَنْ وَّجَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِذًا لَّظٰلِمُوْنَ ۟۠
يوسف وويل: الله پورې پنا غواړو له دې نه چې څوک ونيسو پرته له هغه چې خپل سامان مو ورسره موندلى دى كنه بيا خو به موږ ظالمان يو.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا اسْتَیْـَٔسُوْا مِنْهُ خَلَصُوْا نَجِیًّا ؕ— قَالَ كَبِیْرُهُمْ اَلَمْ تَعْلَمُوْۤا اَنَّ اَبَاكُمْ قَدْ اَخَذَ عَلَیْكُمْ مَّوْثِقًا مِّنَ اللّٰهِ وَمِنْ قَبْلُ مَا فَرَّطْتُّمْ فِیْ یُوْسُفَ ۚ— فَلَنْ اَبْرَحَ الْاَرْضَ حَتّٰی یَاْذَنَ لِیْۤ اَبِیْۤ اَوْ یَحْكُمَ اللّٰهُ لِیْ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ ۟
نو كله چې ترې ناهيلي شول، د مشورې لپاره سره بېل شول، مشر يې وويل: آيا نه پوهېږئ چې پلار مو د الله په نامه پوخ لوظ در څخه اخيستى او هغه ړومبى مو چې د يوسف په هكله څه زياتى كړى (هغه هم درمعلوم دى) نو زه خو به له دې ځايه ولاړ نه شم څو چې پلار مې اجازه نه وي راته كړي، يا خو الله څه پرېکړه را ونكړي او هماغه ښه پرېکړه كوونكى دى.
阿拉伯语经注:
اِرْجِعُوْۤا اِلٰۤی اَبِیْكُمْ فَقُوْلُوْا یٰۤاَبَانَاۤ اِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ ۚ— وَمَا شَهِدْنَاۤ اِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَیْبِ حٰفِظِیْنَ ۟
پلار ته مو ورستانه شئ او ورته وواياست چې زوى دې غلا كړې ده! او موږ له هغه پرته چې راته معلوم دي د بل څه شاهدي نه وايو او نه موږ د غيبو ساتونكي يو.
阿拉伯语经注:
وَسْـَٔلِ الْقَرْیَةَ الَّتِیْ كُنَّا فِیْهَا وَالْعِیْرَ الَّتِیْۤ اَقْبَلْنَا فِیْهَا ؕ— وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟
او هغه كلى وپوښته چې موږ پكې وو او هغه كاروان چې موږ ورسره راغلو او بې شكه موږ ريښتيني يو.
阿拉伯语经注:
قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ اَنْفُسُكُمْ اَمْرًا ؕ— فَصَبْرٌ جَمِیْلٌ ؕ— عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّاْتِیَنِیْ بِهِمْ جَمِیْعًا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ ۟
(يعقوب علیه السلام) وويل: (نه) بلكې خپلو نفسونو مو كوم كار درته ښايسته كړى نو زه به په دې ښه صبر كوم نږدې ده چې الله دوى ټول راته راولي، بې شكه هماغه ډېر ځيرک پوه دى.
阿拉伯语经注:
وَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَقَالَ یٰۤاَسَفٰی عَلٰی یُوْسُفَ وَابْیَضَّتْ عَیْنٰهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِیْمٌ ۟
او (بيا يې) ترې مخ واړولو او ويې ويل هاى د یوسف غمه! او دواړه سترګې يې له غمه سپينې شوې او دى له غم او غوسې ډک و.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا تَاللّٰهِ تَفْتَؤُا تَذْكُرُ یُوْسُفَ حَتّٰی تَكُوْنَ حَرَضًا اَوْ تَكُوْنَ مِنَ الْهٰلِكِیْنَ ۟
هغوى وويل: په الله قسم ته خو تر هغه پورې همېشه يوسف يادوې چې يا ډېر كمزورى ناروغ او يا ځان هلاك كړې.
阿拉伯语经注:
قَالَ اِنَّمَاۤ اَشْكُوْا بَثِّیْ وَحُزْنِیْۤ اِلَی اللّٰهِ وَاَعْلَمُ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
ویې وېل خبره دا ده چې زه خو مې د خپل خپګان او غم فرياد يوازې الله ته كوم او د الله له خوا نه په هغه څه پوهېږم چې تاسو نه پوهېږئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 优素福
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭