Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 优素福   段:
وَمَا تَسْـَٔلُهُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟۠
او له دوى نه خو څه بدله پرې نه غواړې، دا خو د ټولو نړيوالو لپاره له يو درس نه پرته بل څه ندى.
阿拉伯语经注:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ اٰیَةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ یَمُرُّوْنَ عَلَیْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُوْنَ ۟
او څومره نښانې دي په آسمانو او ځمكه كې چې دوى ورباندې تېريږي خو (تل) د هغو نه څنګ كوونكي دي.
阿拉伯语经注:
وَمَا یُؤْمِنُ اَكْثَرُهُمْ بِاللّٰهِ اِلَّا وَهُمْ مُّشْرِكُوْنَ ۟
او زياتره يې د الله منونكي نه دي مګر داسې چې شرک كوونكي وي.
阿拉伯语经注:
اَفَاَمِنُوْۤا اَنْ تَاْتِیَهُمْ غَاشِیَةٌ مِّنْ عَذَابِ اللّٰهِ اَوْ تَاْتِیَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
اّيا لدې ډاډه دي چې د الله د عذاب كومه بلا به ورباندې راشي يا ناڅاپي ډول د قيامت ساعت چې دوى به خبر هم نه وي.
阿拉伯语经注:
قُلْ هٰذِهٖ سَبِیْلِیْۤ اَدْعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؔ۫— عَلٰی بَصِیْرَةٍ اَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِیْ ؕ— وَسُبْحٰنَ اللّٰهِ وَمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
ورته وايه: همدغه زما لاره ده چې د الله په لور بلنه كوم، هم زه او هم زما ملګري په څرګند حقيقت (روان يو) او الله لره پاكي ده او زه له مشركانو څخه نه يم.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ مِّنْ اَهْلِ الْقُرٰی ؕ— اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— وَلَدَارُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ اتَّقَوْا ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
او له تا مخكې مو هم پرته له سړيو بل څوک نه وو لېږلي، چې وحي مو ورته كوله، د كليو د خلكو نه، آيا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې وګوري د هغو خلكو انجام څنګه شو كوم چې دوى نه مخكې وو، او د آخرت كور خامخا د هغو خلكو لپاره ډېر غوره دى چې تقوى كوي، آيا نو عقل نه كاروئ.
阿拉伯语经注:
حَتّٰۤی اِذَا اسْتَیْـَٔسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوْا جَآءَهُمْ نَصْرُنَا ۙ— فَنُجِّیَ مَنْ نَّشَآءُ ؕ— وَلَا یُرَدُّ بَاْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
تر دې چې پېغمبران ناهيلي شول (د خلکو له ایمان راوړلو) او (خلکو) ګومان وكړ چې دروغجن کړل شول، ناڅاپه زموږ مرسته ورته راغله نو چاته مو چې خوښه وه هغه وژغورل شول او له مجرمانو خو زموږ عذاب (هېڅكله) نه ګرځول كيږي.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ كَانَ فِیْ قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّاُولِی الْاَلْبَابِ ؕ— مَا كَانَ حَدِیْثًا یُّفْتَرٰی وَلٰكِنْ تَصْدِیْقَ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَتَفْصِیْلَ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُدًی وَّرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
د هغوى په دې كيسو كې خامخا د هوښيارانو لپاره عبرت دى، دا څه له ځانه جوړې خبرى نه دي، بلكې د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكى (نازل شوى) وو او د هر شي بېل بېل بيان او د مومنانو لپاره هدايت او رحمت دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 优素福
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭