Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 优素福   段:
یٰبَنِیَّ اذْهَبُوْا فَتَحَسَّسُوْا مِنْ یُّوْسُفَ وَاَخِیْهِ وَلَا تَایْـَٔسُوْا مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یَایْـَٔسُ مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْكٰفِرُوْنَ ۟
اې زما زامنو ځئ، د يوسف او د هغه د ورور پلټنه وكړئ او د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، حقيقت دا دى چې د هغه له رحمته پرته له كافرانو بل څوک نه ناهيلي كيږي.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا دَخَلُوْا عَلَیْهِ قَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الْعَزِیْزُ مَسَّنَا وَاَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجٰىةٍ فَاَوْفِ لَنَا الْكَیْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَیْنَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَجْزِی الْمُتَصَدِّقِیْنَ ۟
نو كله چې پر هغه ورننوتل وېلې ای عزيزه! موږ او زموږ كورنۍ ډېره كړېدلې او پانګه مو هم نيمګړې غوندې راوړې ده نو موږ ته پوره پيمانه راكړه او خيرات هم راباندې وكړه، بې شكه الله خيرات کوونكو ته بدله وركوي.
阿拉伯语经注:
قَالَ هَلْ عَلِمْتُمْ مَّا فَعَلْتُمْ بِیُوْسُفَ وَاَخِیْهِ اِذْ اَنْتُمْ جٰهِلُوْنَ ۟
وېلې آيا هغه (کړنې) در معلومې دي چې له يوسف او د هغه له ورور سره مو وكړې، هغه وخت چې تاسو ناپوهان وئ.
阿拉伯语经注:
قَالُوْۤا ءَاِنَّكَ لَاَنْتَ یُوْسُفُ ؕ— قَالَ اَنَا یُوْسُفُ وَهٰذَاۤ اَخِیْ ؗ— قَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا ؕ— اِنَّهٗ مَنْ یَّتَّقِ وَیَصْبِرْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
هغوى وويل: آيا خامخا همدا ته يوسف يې؟ ويلې (هو) زه يوسف او دا مې ورور دى چې ریښتيا هم الله احسان راباندې كړى، بې شکه څوک چې (الله څخه) وېرېږي او صبر كوي نو بې شكه الله د نېكانو بدله نه ضايع كوي.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا تَاللّٰهِ لَقَدْ اٰثَرَكَ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَاِنْ كُنَّا لَخٰطِـِٕیْنَ ۟
هغوى وويل: قسم په الله چې خامخا الله پر موږ غوره كړى يې او بې شكه چې موږ خطا كاران وو.
阿拉伯语经注:
قَالَ لَا تَثْرِیْبَ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ ؕ— یَغْفِرُ اللّٰهُ لَكُمْ ؗ— وَهُوَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟
يوسف وويل: نن پر تاسو كومه پړه نشته، الله دې بخښنه درته وكړي او هماغه تر ټولو زيات لوروونكى دى.
阿拉伯语经注:
اِذْهَبُوْا بِقَمِیْصِیْ هٰذَا فَاَلْقُوْهُ عَلٰی وَجْهِ اَبِیْ یَاْتِ بَصِیْرًا ۚ— وَاْتُوْنِیْ بِاَهْلِكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟۠
زما دا كميس يوسئ او زما د پلار پرمخ يې ورواچوئ چې بېرته ليدونكى شي، او كورنۍ مو ټوله ماته راولئ.
阿拉伯语经注:
وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِیْرُ قَالَ اَبُوْهُمْ اِنِّیْ لَاَجِدُ رِیْحَ یُوْسُفَ لَوْلَاۤ اَنْ تُفَنِّدُوْنِ ۟
او كله چې كاروان (له مصره) را بېل شو، پلار يې (يعقوب) وويل بې شکه ما ته د يوسف بوى راځي، كه چېرې مې كم عقله نه بولئ.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا تَاللّٰهِ اِنَّكَ لَفِیْ ضَلٰلِكَ الْقَدِیْمِ ۟
هغوى ويل: په الله قسم ته خو دې لا په هماغه زاړه سودايي توب كې يې.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 优素福
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭