Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 优素福   段:
فَلَمَّاۤ اَنْ جَآءَ الْبَشِیْرُ اَلْقٰىهُ عَلٰی وَجْهِهٖ فَارْتَدَّ بَصِیْرًا ۚؕ— قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ ۚ— اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
نو كله چې زېرى وركوونكى راغى (كميس) يې د هغه پر مخ ورواچوه نو بېرته بينا شو، ویې وېل: نه مې وو درته ويلي چې زه د الله له لوري په هغه څه پوهېږم چې تاسو نه پوهېږئ.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا یٰۤاَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَاۤ اِنَّا كُنَّا خٰطِـِٕیْنَ ۟
هغوى وويل: اې زموږ پلاره زموږ د ګناهونو بخښنه راته وغواړه بې شكه موږ خطا كاران وو.
阿拉伯语经注:
قَالَ سَوْفَ اَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
هغه وویل: زر به له الله څخه درته بخښنه وغواړم، بې شكه هماغه ډېر مهربان بخښونكى دى.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا دَخَلُوْا عَلٰی یُوْسُفَ اٰوٰۤی اِلَیْهِ اَبَوَیْهِ وَقَالَ ادْخُلُوْا مِصْرَ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ اٰمِنِیْنَ ۟ؕ
نو كله چې پر يوسف ورننوتل، مور او پلار يې ځان ته ورنږدې كړل او ويې ويل: ښار ته ننوځئ كه د الله خوښه وي نو ډاډمن به اوسئ.
阿拉伯语经注:
وَرَفَعَ اَبَوَیْهِ عَلَی الْعَرْشِ وَخَرُّوْا لَهٗ سُجَّدًا ۚ— وَقَالَ یٰۤاَبَتِ هٰذَا تَاْوِیْلُ رُءْیَایَ مِنْ قَبْلُ ؗ— قَدْ جَعَلَهَا رَبِّیْ حَقًّا ؕ— وَقَدْ اَحْسَنَ بِیْۤ اِذْ اَخْرَجَنِیْ مِنَ السِّجْنِ وَجَآءَ بِكُمْ مِّنَ الْبَدْوِ مِنْ بَعْدِ اَنْ نَّزَغَ الشَّیْطٰنُ بَیْنِیْ وَبَیْنَ اِخْوَتِیْ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ لَطِیْفٌ لِّمَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ ۟
او مور او پلار يې پر تخت پورته وخېژول او بيا ټول د هغه پر وړاندې په سجده ټيټ شول او ده وويل اې زما پلاره دا زما د هغه پخواني خوب تعبیر دی چې دا دى الله رښتيا كړ، او دا ښېګړه يې هم راسره وكړه چې كله يې زه له زندانه راووېستم او تاسو يې له بيديا راوستلئ، له هغه وروسته چې زما او د ورونو ترمنځ شيطان فساد واچولو، بې شكه زما رب د هغه څه لپاره چې غواړي يې د باریک بین تدبيرونو جوړوونكى دى، بې شکه هماغه د حكمت والا ډېر پوه دى.
阿拉伯语经注:
رَبِّ قَدْ اٰتَیْتَنِیْ مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِیْ مِنْ تَاْوِیْلِ الْاَحَادِیْثِ ۚ— فَاطِرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۫— اَنْتَ وَلِیّٖ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— تَوَفَّنِیْ مُسْلِمًا وَّاَلْحِقْنِیْ بِالصّٰلِحِیْنَ ۟
زما ربه! خامخا ماته دې واكمني راكړې او (اصلي معنا ته) د خبرو ورګرځولو پوهه راكړې ده، د آسمانونو او ځمكې پېدا کوونکیه! همدا ته مې په دنيا او اّخرت كې کار جوړوونكى يې، د مسلمانۍ حالت كې مې درواخلې او صالحانو سره مې يو ځاى كړې.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الْغَیْبِ نُوْحِیْهِ اِلَیْكَ ۚ— وَمَا كُنْتَ لَدَیْهِمْ اِذْ اَجْمَعُوْۤا اَمْرَهُمْ وَهُمْ یَمْكُرُوْنَ ۟
دا د غيبو له خبرونو څخه ده چې تا ته يې وحي كوو، او ته خو دوى سره نه وې كله چې خبره يې راټوله او په دسيسه يې لاس پورې كړ.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟
او ته كه هر څومره تلوسه وكړې، زياتره خلک منونكي ندي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 优素福
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭